یکشنبه, مې 19, 2024
Home+له معلمانو ګیله| نعمان دوست

له معلمانو ګیله| نعمان دوست

کارت مې نوبت ته ایښی و او چې څنګه یې نوم واخیست نو ورغلم. وې پوښتلم: چند افغانی میګیری؟ما ویل : شپږ زره. له کیبورده یې ګوتې پورته کړې: شصت هزار؟ ما ویل نه، شپږ زره.

په امرانه لهجه یې وویل: فارسی یاد نداری؟ ما ویل: ته پښتو نه پوهیږي؟ 

ویل یې نه. ما ویل مکتب دې، ویلی؟ 

بلی، آن پوهنتون خواندیم!

ما ویل بده نه ده چې له پوهنتونه فارغ یې او د هیواد په رسمي ژبه نه پوهیږې؟ بیا مې ورته وویل چې زه شکر د خپل وطن په دواړو خوږو ژبو پوهیږم، له دواړو یو ډول خوند اخلم؛ خو له نالوستو مراجعینو سره به څه کوې؟ ایا هغوی په دې غریبۍ کې تاته ژباړن راولي؟ 

دا په کابل کې  نږدې د هرې ادارې حال دی. اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې ادارې یوازې د یوې ژبې مراجعینو لپاره جوړې دي او که نور هم حق لري؟ 

کیسه خو هلته خرابه شي چې له اطرافونو کلیوال راشي، اکثریت یې نالوستي وي. په خپله ژبه خبرې کوي، خو مقابل لوري ته بیخي خارجي ښکاري او حتی ځینې خو ورسره په خپله ژبه د خبرو په جرم(!) ناوړه چلند هم کوي. دغه شان حالت کې مقابل لورې ته یوازې دا اداره نه، بلکې ټول دولت پردی ښکاره شي او کله چې څوک یو څه پردی وګڼي نو بیا یې مقابل کې بې تفاوته کیږي او د ولس بې تفاوتي نه جبرانیدوونکي زیانونه اړوي.

اصلي کیسه چیرته ده؟ 

ستونزه له تعلیمي مرکزونو پیلیږي او د تعلیمي مرکزونو له چلوونکیو او که ښه ښکاره یې ووایم، نو له ښوونکیو شروع کیږي. 

وګورئ، د دري ژبو په ښوونځیو کې پښتو او د پښتو ژبو په ښوونځیو کې دري مضمون تدریسیږي. د دې موخه دا ده چې د هیواد ټول تعلیمیافته وګړي باید د هیواد له دې دواړو رسمي ژبو سره بلد شي، لږ تر لږه دومره ورسره بلد وي چې خپل مشکل او یا د نورو مشکل پرې حل کړي. که خپله پرې خبرې نشي کولای، دومره خو خامخا وکولای شي چې د بل په خبره پوه شي. 

په اداراتو کې عموما هغه کسان کار کوي چې ښوونځی یې لوستی وي او حتی ډيری یې له پوهنتونونو فارغ وي. اوس خبره دا ده چې که په ښوونځي کې ښوونکیو په صداقت د ژبې مضمون تدریس کولای او یا له دې مضمون سره یې سطحي چلند نه کولای او هغه شاګردان یې ناکامولی چې زده یې نه و،  نو نن به ولې دا ستونزه وه؟ څنګه امکان لري چې یو څوک د ښوونځي په دوران کې یوه ژبه ولولي او بیا دې هم په عادي خبرو پوه نشي؟

وړاندیزونه:

ښوونکي دې د ژبو له مضمون سره سطحي چلند نه کوي. د پښتو مضمون ښوونکی باید دا وړتیا او ژمنتیا ولري چې دا مضمون په داسې صداقت تدریس او تشریح کړي چې دري ژبي  زده کوونکی فارغیږي نو ژبه یې زده کړې وي. دغه شان د دري ژبې ښوونکی دې دا مضمون په دومره صداقت تشریح کړي چې پښتون له لیسې فارغیږي، نو دري یې زده وي. 

حکومت او خصوصي ادارې باید هغه کسان پر دندو وګماري چې لږ تر لږه په دواړو خوږو ژبو د خبرو، افهام او تفهیم قابلیت ولري. ( خصوصا په هغو سیمو کې چې مراجعین د دواړو ژبو خلک وي.)

که کوم پښتون مامور ته نالوستی دري ژبې راځي، باید د پردیتوب احساس ونکړي او مامور ورسره د همده په ژبه وغږیږي. دغه شان پښتانه مراجعین هم باید دا احساس پیدا نکړي. 

په پای کې دا خبره هم د هېرولو نه ده چې بدبختانه ځینې داسې خلک هم شته چې په ژبه پوهیږي، خو د تعصب په کثافت ککړ دي، نه یې وايي او د مراجعینو له ځورولو خوند اخلي. دغه شان نا اهله مخلوق باید په دې پوه شي چې ادارې د دوی شخصي ملکیتونه نه دي، چې شخصي سلیقې پکې وپالي. ادارې د ټولو خلک ګډ ملکیت دی او د هر یوه حق باید خوندي وساتل شي، ژبې ته یې احترام وشي او پرته له تبعیضه یې کارونه ترسره شي. 

۱۴۰۰/۲/۲ 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب