لومړۍ برخه
ګوانګ شي د چين د جوانګ قوم کورواکه سيمه ده او د دې هيواد په جنوب کې پرته ده، ختيځ ته يې يون نان ولایت، لوېديځ ته يې ګوای جو ولايت، شمال ته یې هونان او ګوانګ دونګ ولايتونه او شمال ختیځ کې له ويتنام سره ګډه پوله لري، پرخوالی یې ۲ لکه، ۳۶ زره او ۷ سوه کيلو متره مربع او نفوس يې څه د باندې ۵۰ ميليونه ښودل شوی، چې ۳۲ اعشاريه نوي سلنه يې جوانګ قوم جوړوي او دغه توکم په چين کې تر هان قوم وروسته دویم لوی توکم دی، وګړي يې پر خپلې ژبې ګړيږي او پر چينايي ژبې هم خبرې کولی شي.
په دغې سيمې کې د چين د قومي لږکيو شمېر د نورو ځايونو په پرتله زيات دی، دغه سيمه د جوانګ، هان، ياو، مياو، دونګ، مو لاو، ماو نان، هوی، جينګ، يي، شوې او ګه لاو قومونه ميشت دي او که لنډ يې ووايو، په چين کې ۵۶ قومونه اوسيږي، چې د هغو له جملې نه يوازې په دغې سيمې کې۴۴ قومي لږکي ژوند کوي.
د دې سيمې هوا د کال په څلورو موسمونو کې معتدله او پر ونو او بوټو يې د طبيعت شين څادرغوړيدلي وي، خو په اپريل مياشت کې يې هوا ډېره په زړه پورې وي او وريځې له پاسه شېبه په شېبه خپل د شفقت لاس پرې تېروي او نری نری شبنمي باران پرې اوروي.
ما د ګوانګ شي طبيعې ښکلاوې د تلويزيون پر پردې کتلې وې، ملګرو او خلکو به يې هم ستاينې کولې، خو ورغلی نه وم، هغه د چا خبره، چې بخت مې ياري راسره وکړه او د کاري سفر موکه په لاس راغله؛ د چين ميډيا ګروپ له خپلو چيني او بهرنيو همکارانو سره د اپرېل په اتمې نېټې په اته ورځني سفر د دې کورواکې سيمې د څو ښارونو د ليدنې په تکل روان شوو.
له بېجينګ څخه مو د ګوانګ شي کورواکې سيمې ليوجو ښار ته په الوتکې کې شاوخوا درې نيم ساته مزل وکړ او ورپسې په موټر کې د هه چه ښار اړوند د جين چنګ جيانګ سيمې پر لور رهي شوو، هه چه ښار له بېجينګ څخه کابو ۲۲۰۰ کيلو متره واټن لري.
له ليو جو هوايي ډګر څخه د هه چه ښار جين چنګ جيانګ سيمې ته د تګ پر لارې ګردچاپېر کم سوره دنګې غونډۍ ولاړې دي، که څه هم د دې سيمې طبیعي ښکلا ډېره په زړه پورې ده، خو دغه دنګې او کم سوره شنې غونډۍ يې د انسان خاصه پاملرنه راجلبوي، دغه سيمه پر غرونو او ځنګلونو پوښلې او د کرکيلې ځمکه يې ډېره کمه تر سترګو کيږي، خو په چين کې د دې سيمې وریجې ډېرې مشهورې دي.
زمونږ د دې سفر موخه د هه چه ښار د درېيو سيمو (جين چنګ جيانګ سيمه، يي جو سيمه او باما ولسوالي) ليدل وو.
له ليو جو ښار څخه مو د هه چه ښار اړوند جين چنګ جيانګ سيمې ته په موټر کې شاوخوا دوه ساته مزل وکړ او خپل لومړي منزل ته ورسيدو.
د ګوانګ شي طبيعي ښکلا زړه راښکونکې ده، هوا يې د کال په څلورو فصلونو کې معتدله او ځيني وخت ګرمه وي، خو د اپرېل په مياشت کې د دې سيمې هوا بيخي چک لګوي، په هوا کې يې وريځې ګرځي او سات په سات پرې خپل د مينې لاس راکاږي.
ما د دغې سيمې طبيعې ښکلا د تلويزيون پر سکرين کتلې وه، په اړه مې يې د خلکو ستاينې اوريدلې وې، خو نږدې نه وم ورغلی.
د هه چه ښار جين چنګ جيانګ سيمه
هه چه ښار په ګوانګ شي کورواکې سيمې پورې اړونديږي، هوا يې معتدله او د کال په څلورو موسمونو کې د طبیعت شين څادر پرې غوړيدلی وي، کرنيزه ځمکه يې لږه، خو حاصل خېزه ده او د دې سيمې سرېښناکې وريجې په چين کې ډېرې مشهورې دي، اړوند سيمې پر شنو غرونو او غونډيو پوښل شوي، خو د دې ښار اړوند جين چنګ جيانګ سيمه بيا د کم سورو دنګو غونډيو په منځ کې پرته ده، د ښار په منځ کې يې ژور څپاند سيند تېر شوی، کرنيزې ځمکې د سيند له اوبو ډېرې جګې دي، بزګران په زياترو ځايونو کې پټي په جنراټورانو خړوبوي.
د ماسپښين دوه بجې کېدونکې وې، چې جين چنګ جيانګ سیمې ته ورسيدو او کوربنې مېرمنې د غرمنۍ ډوډۍ لپاره رسټورانټ ته بوتلو، له ډوډۍ خوړلو وروسته په هوټل کې د دوو شپو لپاره پاتې شوو.
په دغې سيمې کې زما د چيني همکارې زرينې مور او پلار هم اوسيږي، نو هر ماښام به د دوی مېلمانه وو، په ډېرې مينې او خواږه احساس به يې بلنه راکوله. دوی پوهيدل، چې زه حلال خواړه خورم، نو زما لپاره به يې په کور کې ځانګړي حلال خوراکونه تيارول او بیا به يې رسټورانټ ته له ځان سره راوړل او ما به هم په ډېرې مينې نوشيجان کړل.
د ليکنې په پيل کې مې هم يادونه وکړه، چې ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکه سيمه ده، د دې سيمې خلک شولې ډېرې کري او په چين کې د دغې سيمې وریجې ډېرې مشهورې دي او د شولو د کرلو په برخه کې د دغه قوم تاريخ د چين د نورو قومونو په پرتله ډېر اوږد دی. د دې سيمې ځايي اوسيدونکي د ورېجو، په ځانګړې توګه د سرېښناکو ورېجو له لارې د ډوډۍ، ښوروا او ځانګړو کيکونو په شمول ډول ډول خوراکونه پخوي او خلک يې هم ډېر خوښوي.
کله چې د هه چه ښار جين چنګ جيانګ سیمې ته ورسيدو، نو سبا سهار د دې سيمې روغتون ته ورغلو او د دې روغتون له يوه نرس سره مو مرکه درلوده، دغه نرس د چين پر رسنيو اتل ياد شوی دی.
د هه چه روغتون له نرس سره مرکه
شپه تېره شوه، ستومني مو لا نه وه وتلې، خو بیا هم لږ څه خوب مو کړی و او تازه شوي وو، د هوټل په لومړي پوړ کې مو سباناری وکړ او ورپسې د هه چه روغتون پر لور رهي شوو، کله چې روغتون ته ورسيدو او د انګړ په لويې دروازې يې وردننه شوو، نو مخامخ مو په دروازه کې په څو کسانو سترګې ولګېدې، په دغو کسانو کې ۲۷ کلن لو ځو پي هم ولاړ و، دا ځوان د هه چه ښار روغتون نرس دی، پېژندګلوي مو ورسره وکړه او زمونږ مرکه يې ومنله.
کله چې د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې د ۲۰۱۹م کال په پای کې د کوویډـ۱۹ ويروس څرک ولګيد، نو ډېر ژر يې پر چين او نړۍ د وير سيوری وغوړاوه، هغه وخت هيڅوک ووهان ښار ته نه تلل، بلکې ګرد وېرې اخيستي او په تېښته وو، خو دغه ځوان د کوويډ ـ۱۹ وبا د رامنځته کېدو په پيل کې د مرستندويه طبي ګروپ د غړي په توګه د هوبۍ ولايت مرکز وو هان ښار ته تللی و او هلته يې ۳۵ ورځې د دغې وبا ضد د مبارزې په سنګر کې تېرې کړې وې.
موږ له نرس لو ځو پي سره ويډيويي مرکه وکړه، د خپلې دندې خوږې ترخې يې راته بیان کړې، تر څنګ يې د دې روغتون يو ډاکټر ناست و او اوږد اسویلی وکېښ او وروسته يې خپله خاطره بیان او کېسه يې پيل کړه او ويې ويل، چې د کویډـ۱۹ وبا پر مهال د روغتون ډاکټران او نرسان پر بېلا بېلو دندو مؤظف شوي وو او هر یو کس به پر خپل وخت دندې ته حاضرېده. دا داسې وخت و، چې انسان له انسان څخه په تېښته و، هيڅوک چا سره نه تم کيدل او هر کس په تېښته او يا به په کور کې ناست و.
د دوی د سنګر ملګری په روغتون کې پر کار بوخت و، خو چا ورته پام شوی نه و، چې ایا هغه دندې ته راغلی او که پټ شوی دی. د روغتون ادارې او ملګرو به هغه ته زنګونه او مسيجونه کول، خو ځوابونه يې نه ترلاسه کول
هغه د ویروس ضد وقايوي جامې پر تن کړې وې او د خپلو خلکو د خدمت لپاره ولاړ و، هغه تشناب ته د نه تګ لپاره ځانګړی پامپر اچولی و او پوره ۱۴ ساته دنده يې ترسره کړې وه، د کار په جريان کې يې اوبه او ډوډۍ هم نه وو خوړلي، مونږ پوهيدو، چې هغه ډېر ستړی و، خو هغه د ستومنۍ خبره نه کوله.
په دغې ليکنې کې مې د نرس لو ځو پي او د ډاکټر خبرې ځکه راوړې، چې مونږ پوی شوو، چې کله هم له مصيبتونو او ستونزو سره مخامخ کيږو، نو پر وړاندې يې يووالي او اتحاد ته اړتيا لرو، که مونږ يووالی او ټينګ هوډ ولرو، بې له شکه پر ستونزو به بريالي کيږو.
په دغې سيمې کې مو دوه شپې وکړې او ورپسې د هه چه ښار اړوند اي جو سيمې ته روان شوو، دغې سيمې ته د تګ پر لار………………….