یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا سفارت خپلو اتباعو ته؛ ښايي طالبان د مۍ په اوله...

د بریتانیا سفارت خپلو اتباعو ته؛ ښايي طالبان د مۍ په اوله بریدونه پیل کړي، احتیاط وکړئ

تاند (پنجشنبه د ثور ۲) بریتانیا وايي، ښایي طالبان د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د بهرنیانو پر وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړي.

دغه خبره په کابل کې د بریتانیا سفارت نن پنجشنبه/د ثور ۲/ په یوه خبرپاڼه کې کړې او خپلو اتباعو ته یې خبرداری ورکړی دی چې د امنیتي ملحوظاتو له امله دې هر څه ژر له افغانستان څخه ووځي.

په خبرپاڼه کې له بریتانوي اتباعو غوښتنه شوې ده چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته دې له سفر څخه ډډه وکړي.

بریتانیا وروسته له هغه خپلو اتباعو ته دا خبرداری ورکړی چې طالبانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري تر سپټمبر میاشتې پورې د سرتېرو د وتلو غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه نقض کړې او د بدو عواقبو پړه به یې هم د همدوی په غاړه وي.

خو جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو د نیټې تر اعلانولو وروسته د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکړ چې په دغه موده کې پر ځواکونو باندې د برید په فکر کې ونه اوسي او که داسې وکړي د جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

نوموړي ویلي و، “طالبان باید پوه شي کله چې مونږ وځو، که پر مونږ برید وکړي د خپل ځان او خپلو شریکانو څخه به په ټولو هغو وسایلو چې لرو یې دفاع وکړو.”

د ولسمشر بایډن د پریکړې له مخې، د د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به د مۍ په لومړۍ نیټه پیل او د سپتمبر تر ۱۱پورې به بشپړ شي؛ هغه پرېکړه چې طالبانو د دوحې تړون څخه سرغړونه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب