تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د جاپان سفیر همداراز ویلي چې، توکیو له افغانستان سره ۱۹،۵ میلیون ډالر مرسته تصویب کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته به د کډوالۍ په ګډون به په ځینو برخو کې مصرف شي.
د جاپان سفیر له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې کړې، چې توکیو له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکوي.
کډوالو چارو وزارت لیکلي، ماساموتو په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت اړتیا وبلله.
ناسته کې کډوالو چارو وزیر ویلي، د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري او دا راز یې له نړۍوالو غوښتي، چې راستنو شویو لپاره دې کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د جاپان سفیر له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې کړې، چې توکیو له کابل سره ګډ کار ته دوام ورکوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت لیکلي، ماساموتو په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت هم اړتیا وبلله.
ناسته کې د کډوالو چارو وزیر ویلي چې، میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري او دا راز یې له نړۍوالو غوښتي، چې راستنو شویو لپاره دې کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.