Homeخبرونهافغانستان نن له ویسټ انډیز سره شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي

افغانستان نن له ویسټ انډیز سره شل اوریزه لوبلړۍ پیلوي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبډله نن د ماښام په ۷:۰۰ بجو د (اي انډ) جام شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

کرکټ بورډ تر دې وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی وو.

له ویسټ انډیز سره شل اوریزه لوبلړۍ موخه نړیوال جام ته د افغان لوبډلې تیارۍ ښودل شوی دی.

له دې سره د افغانستان د  شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان به په داسې حال کې د لوبې ډګر ته ښکته شي چې< د نویو ریکارډونو په درشل کې دی>

راشد خان یوازې ۹ نورو ویکټو ته اړتیا لري چې په شل اوریزو لوبو کې یې د ویکټو شمېر ۷۰۰ ته لوړ شي.

ټاکل شوې ده شل اوریز نړیوال جام به د روان ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...