Homeخبرونهد اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) د اريانا افغان هوايي شرکت نن دوشنبه ویلي، چې د دولتي شرکتونو لوی ریاست د نويو بنسټيزو پرمختګونو په دوام، د دغه شرکت يوه ځانګړې چارټر کارګو (Boeing-737-300) الوتکه نن کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.

دغه الوتکه به د سوداګريزو اموالو د لېږد په موخه د ډهلي سکټور لپاره ځانګړې شي.

د یاد شرکت د مالوماتو له مخې دغه کارګو الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه وزن د لېږد ظرفيت لري او د متحده عربي اماراتو د سرپلیکس قراردادي کمپنۍ سره يې د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون ترسره شوی دی.

د سرچینې په وينا، د کارګو شبکې د پراختيا، د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو او انتقالاتو د زياتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړولو په موخه د اريانا هڅې دوام لري.

د اریانا شرکت د مالوماتو پر اساس د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا فرصت برابر شي، ترڅو خپل سوداګريز اموال پر وخت، په ارزانه، خوندي او چټک نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...