پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پاکستان په کراچۍ ښار کې لګېدلي اور ۱۴ تنه مړه او۲۲...

د پاکستان په کراچۍ ښار کې لګېدلي اور ۱۴ تنه مړه او۲۲ ټپيان کړي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۹مه) د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې لګېدلی اورله ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوی دی.

د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي.

ځایي امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۴ کسان مړه او ۲۲ نور ژوبل او سوزېدلي دي.

اور د اېم اې جناح سړک پر سر په ګل پلازه کې د شپې پر لسو بجو پیل شو، چې له امله یې د ودانۍ څو برخې ونړېدې.

چارواکو زیاته کړې، چې اور وژونکو تر ۳۳ ساعتونو وروسته اور مهار کړی او په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د دوی په وینا د ژغورنې په وروستیو عملیاتو کې یې د یوه ماشوم په ګډون د درېیو کسانو مړي موندلي او ځایي روغتون ته یې انتقال کړي دي.

په سیمه کې لا هم خلک د خپلو دوستانو د موندلو په لټه دي.

بل لورته بیا په یوه بله پېښه کې چې څو ورځې وړاندې شوې ده، افغان سوداګرو ویلي چې، د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینره سوزېدلي دي.

افغان سوداګرو د دغه اور زیان پنځه مېلیونه ډالره ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...