Homeخبرونهپاکستان وايي، په تیرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان...

پاکستان وايي، په تیرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان کډوال ایستل شوي

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۹ مه) پاکستان وايي، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه، چې د افغان کډوالو د ایستلو (ستنېدو) درېیم پړاو پیل شوی، تر اوسه له ۲ لکه ۷۵ زره څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.

پامستاني رسنیو پرون (شنبې) راپور ورکړ، د افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر تر چتر لاندې تر اوسه پورې ۲ لکه ۷۵ زره او ۱۸۳ افغان وګړي بېرته لېږل شوي دي. د افغان وګړو د ستنولو لپاره تر اوسه په درې پړاوونو کې اقدامات شوي دي.

د لومړي پړاو په ترڅ کې، د ۲۰۲۳ کال د نوومبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۴مې پورې ۸۲ زره او ۹۱۶ افغان وګړي ایستل شوي، او په دوهم پړاو کې، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له ۱۵مې څخه د اګست تر ۳۱مې پورې ۴۴ زره او ۵۸۴ افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ څخه د افغان وګړو د ایستلو درېیم پړاو روان دی، چې تر دې دمه پکې ۱ لکه ۴۷ زره او ۶۸۳ افغان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په درېیم پړاو کې د چمن – سپین بولدک له لارې په خپله خوښه (رضاکارانه ډول) ۱ لک ۴۴ زره او ۲۵۳ افغان وګړي ستانه شوي دي.

د درېیم پړاو پر مهال، د سند ایالت له بېلابېلو ټرانزیت پواینټونو څخه په ټولیز ډول ۳ زره او ۴۳۰ افغان وګړي بېرته لېږل شوي دي. له کراچۍ څخه تر اوسه ۳ زره او ۳۲۷ افغان وګړي بېرته ستانه شوي، چې پکې ۲ زره او ۳۶۴ ناقانونه مېشت، ۱۳۶ د افغان تابعیت کارت لرونکي، او ۸۲۷ د استوګنې د ثبوت (پروف اف رېزیډنس) لرونکي افغان وګړي شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...