تاند (یکشنبه، مرغومي/ جدې 29 مه) د د بنګلهدېش حکومت او کرکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له امله په هند کې د لوبو انکار کړی او سخت دریځ یې خپل کړی دی.
بنګله دېش وروسته له دې دا پرېکړه کړې چې هندیانو د خپل هیواد په غوره لیګ یا آی پي ایل کې د بنګله دېش د یوازیني منل شوي لوبغاړي له ګډون سره مخالفت وکړ.
بنګلهدېش په رسمي ډول د کرکټ له نړیوالې شورا (ICC) څخه غوښتنه کړې چې د دوی لوبې دې سریلانکا یا کوم بل خوندي (!) ځای ته ولېږدول شي.
د بنګله دېش په دې پلمه کې له هند سره د دغه هیواد په اړیکو کې پر وروستۍ ترینګلتیا سربېره له آی پي ایل څخه د بنګلهدېش د تېز توپاچوونکي مستفیض الرحمان د ایستلو پېښه هم شامله ده، چې له هغې وروسته د بنګلهدېش کرکټ بورډ (BCB) او حکومت په ګډه سخت دریځ خپل کړ.
پاکستان چې د بنګله دېش له سخت دریځه خوند اخلي، اوس وايي چې بنګلهدېش ته یې د هغه د دریځ د ملاتړ ډاډ ورکړی او روښانه کړې چې هېڅ هېواد ته اجازه نه شي ورکول کېدای چې پر بل هېواد فشار واچوي یا یې وډار کړي.
پاکستاني سرچینې وایي، که د بنګلهدېش ستونزه حل نه شي، نو پاکستان هم کولای شي په ټي۲۰ نړیوال جام کې د خپلې ګډون په اړه له سره غور وکړي.
هند او سریلانکا د سږ کال د شل اوره نړیوال جام سیالیو کوربانه دي.
آیسيسي هڅه کوي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي او په دې لړ کې د بنګلهدېش کرکټ بورډ له چارواکو سره پرلهپسې په اړیکه کې ده، څو اختلافات له منځه ولاړ شي او د نړیوال جام کوربتوب اغېزمن نه شي.
دا لانجه نه یوازې د کرکټ پر مهالویش، بلکې د سیمې پر سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو هم اغېز کوي. ټاکل شوې ده چې نړیوال ۲۰ اوره جام د فبرورۍ په ۷مه په هند او سریلانکا کې پیل شي.
که څه هم آیسيسي د امنیتي چارو ارزونه کړې ده، خو د بنګلهدېش لوبډله پر خپل دریځ ولاړه ده. په پام کې ده چې د راتلونکو پرېکړو لپاره د بنګله دېش کرکټ بورډ او آیسيسي ترمنځ نورې سلا مشورې وشي، څو د ټورنمنټ په مهالویش کې د احتمالي ګډوډۍ څخه مخه ونیول شي.
په دې ټورنمنټ کې به د افغانستان لومړۍ سیالي د فبرورۍ په اتمه له نیوزیلنډ سره د هند په چینای کې وي.