چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد طالبانو کورنیو چارو وزارت: ګاونډیو هېوادونو سره مو ۵۰ سرحدي نښتې...

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: ګاونډیو هېوادونو سره مو ۵۰ سرحدي نښتې شوې دي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نږدې ۵۰ سرحدي نښتې شوې دي.

د قانع په وینا ، دغه نښتې لومړی د ګاونډیو هېوادونو له لوري پېل شوي او وروسته بیا د دوی ځواکونو ځوابي دریځ غوره کړی دی.

قانع له ګاونډیو هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره سرحدي اصول مراعات کړي.

دغه طالب ویاند وویل:«ځينې سرغړونې شوې دي، ځينې کوچنۍ او سترې نښتې رامنځته شوې دي. تاسې شاهد وئ چې له پاکستان، ایران، ترکمنستان او ازبیکستان سره هم ځينې شخړې وې چې شمېر یې له ۵۰ کم وو.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري ۱۵ توغندیز بریدونه شوي دي.

هغه د دغو بریدونو پر وړاندې هم د عکس العمل خبر ورکړی، خو په جزییاتو یې نه دي روښانه کړي، چې په سرحدي نښتو کې څومره طالبانو او ګاونډیو ځواکونو ته زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره پاکستان د افغانستان یو شمېر سیمې بمبار هم کړې او لا هم وخت په وخت د افغانستان دننه د خپلو ادعا شویو مخالفانو د ځپلو په نوم د عملیاتو خبرداری ورکوي.

طالب چارواکو د پاکستان د بمباریو په اړه تراوسه خلکو ته وضاحت نه دی ورکړی، خو د نورو بریدونو د مخنیوي او مقابلې ګواښ یې کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب