دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد کندهار د پوهنې مطبعه بېرته فعاله شوه

د کندهار د پوهنې مطبعه بېرته فعاله شوه

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )   د کندهار د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د پوهنې مطبعه یې بیرته فعاله کړېده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي وویل، چې د پوهنې ریاست اړوند دغه مطبعه د طالبانو په لومړۍ دوره کې فعاله شوې وه، چي په تېر شل کلن دور کې یې فعالیت په ټپه درېدلی و، اوس بېرته فعاله شوه.

نوموړي وویل، چې دغه مطبعه هره ورځ تر ٤٠ زره ګڼو پورې د ورقو د چاپ وړتیا لري، چي دا یوازې د کندهار پوهنې ریاست نه، بلکې د زون په کچه د پوهنې ریاستونو اړتیاوې پوره کولای شي.

دغه طالب مقام نه دي ویلي، چې پر دغې مطبعې څومره لګښت شوی او په سیمه ییزه سطحه دوی د کومو موادو د چاپ لپاره ځانګړې مطبعې ته اړتیا لري.

په وروستیو کې طالبانو په ځانګړي ډول په کندهار کې د عصري زده کړو یو شمېر مرکزونه په مدرسو بدل کړي، چې د خپل فکر له مخې دیني زده کړې پکې ترویجوي.

د دغو مدرسو له کیفیت او نصاب څخه اندېښنې موجودې دي او ویل کیږي، چې زده کوونکي پکې د طالبانو د باورونو په اساس روزل کیږي.

1 COMMENT

  1. اوس خو افغانستان کی تعلیم نشته او دعلم دروازی ټولی تړلی دې نو په دی مطبعه کښی شاید د هلکانو کونی فوتو کاپی کړی او د هر طالب په جیب کی به یوه ورق د کونی کاپی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب