داسي ښکاري چي روسیه د افغانستان د هغه جنګ د پای ته رسولو په مسله کي، چي امریکا پیل کړی دی، ابتکار تر لاسه کوي. دا لومړی ځل نه دی چي ماسکو د افغانانو د خپل منځي خبرو کوربه دی او په دې وروستیو شپو ورځو کي خو یې په ډېر لنډ وخت کي دوه ځله د افغانانو خپل منځي غونډه جوړه کړه. وروستی ځل خبري، چي ډېرو کسانو یو څه خوشبیني ورته درلوده، چنداني خوندوري پای ته ونه رسېدلې.
دا خبره له لومړي سره هم معلومه وه چي دا وړۍ نه شړۍ کیږي. د دې بدبینی لوی او اساسي علت دا دی چي د خبرو یوې خواته طالبان او بلي خواته یې داسي مخالفین ناست دي چي د هیڅ اقدام د کولو واک او صلاحیت نه لري او د دې تر څنګ له طالبانو سره د خوني دښمنی په سطح مخالفت لري. په دې صورت کي نو سړی کله کله په دې نه پوهیږي چي د دې خبرو هدف څه دی؟ دلته یوازي دا خبره جوتیږي او هغه دا چي ماسکو غواړي دا وښيي چي اوس هم په افغانستان کي بشپړ نفوذ لري؛ اوس هم کولای سي طالبان او مخالفین یې خبرو ته کښېنوي او که سبا جوړه کیږي نو پر دوی باندي باید حساب وسي.
پخواني جمهورریس حامدکرزي، چي په دې خبرو کي یې د خپل ورسره هیات ریاست کاوه، اعلان وکړ چي د کوچني اختر په ورځو کي به اوربند ټینګ وي او خلک به په پوړه زړه خپل اخترلمانځي؛ خو د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد سمدستي د هغه خبره رد کړه او وې ویل چي پر اوربند باندي هیڅ توافق نه دی سوی. دا البته د خلکو هغه تر ټولو وړه غوښتنه وه چي له دې خبرو څخه یې درلوده او هغه هم ونه سوه.
اوس خبره دا ده چي په افغانستان کي ریشتیا هم سوله کېدونکې ده او له دې لیدنو کتنو څخه به یو څه راووزي او کنه؟ د امریکا د خاص استازي ډاکټرزلمي خلیل زاد او طالبانو ترمنځ له خبرو څخه هم څه نه دي جوړ سوي او دواړو خواوو یوازي د پرمختګ خبره کړې ده. دا څرګنده نه ده چي دوی پرمختګ څه ته وايي. کله کله د خبرو پر دوام باندي توافق او یا د خبرو پر ځای باندي موافقه هم پرمختګ بلل کیږي.
په منځ کي د افغانستان حکومت دی چي طالبان یې د امریکا ګوډاګی بولي او خبرو ته نه ورسره حاضریږي. که یوازي طالبانو د افغانستان له حکومت سره خبري نه کولای خو لا به یوه خبره وه. اوس غم په دې کي دی چي د امریکا حکومت، چي طالبان د کابل رژیم د هغوی ګوډاګی بولي، هم له اشرف غني سره د سولي خبري نه شریکوي. حتی داسي لا پېښه سوې ده چي خلیل زاد له طالبانو سره تر خبرو وروسته له حامدکرزي سره خبري کړي او له اشرف غني سره یې نه دي لیدلي.
اوس حاضر خوداسي ښکاري چي د یوې بشپړي او دوامداري سولي د ټینګولو لپاره اراده نسته. طالبانو په دې وروستیو وختونو کي بین المللي حیثیت خپل کړی دی. د چین ، روسیې او جرمني په څېر لویو قدرتونو په خپلو هیوادونو کي د سولي د خبرو او کنفرانسونو بلني ورکړي دي. او امریکا، چي تر وروستیو وختونوپوري یې دوی ټروریسټان بلل، د سولي لاس ورته را اوږد کړی دی. طالبان غواړي چي له دې قوي موقف څخه پوره ګټه واخلي او سوله که په بشپړه توګه د هغوی له شرایطو سره برابره نه وي نو د دوی زیاتي غوښتني دي ومنلي سي. امریکا نه سي کولای، چي د طالبانو له غوښتني سره سم، په دریو میاشتو کي له افغانستان څخه ووزي او نور له دې هیواد څخه لاس پر سر سي. لوستونکو ته به معلومه وي چي امریکا( د انټرنیټ د معلوماتو په اساس ) یوازي د اسامه بن لادن په کشفولو او له منځه وړلو څه کم درې ټرېلیونه ډالر لګولي دي. داسي یې په افغانستان کي په زرهاوو میلیارډه ډالر نور لګولي دي. اوس څرنګه دا میدان خپلو رقیبانو ته، چي د دې ټول اوږده جنګ په جریان کي د خیر پر غونډۍ ناست وه، وړیا ورخوشي کړي.
بل لوري ته د امریکا له پوځي یرغل سره ټول ملګري غله او داړه ماران، چي په دې څه کم شلو کالو کي د سل هاوو میلیارډو ډالرو څښنان سوي دي، له افغانستان څخه د امریکايی قواوو د وتلو په صورت کي، خپله چاړه په اوبو کي ویني. دوی به د خپلو ناروا امتیازاتو او پانګو څخه د دفاع لپاره یا جنګ ته حاضریږي او په هیواد کي به له سره د وینو ویالې بهوي او یا به میدان خوشي کوي او بهرنیو ملکونو ته به ځي. طبیعي خبره ده چي دوی د سولي د ټینګېدلو په مقابل کي یو داسي مهم خنډ دی چي امریکا ته یې هم لیري کول چنداني اسانه کار نه دی.
حکومت په داسي حالت کي دی چي په فساد او بې قانوني کي یې د افغانستان په تاریخ کي ساری نه دی درلودلی. سړی نه پوهېږي چي زموږ منورین او پوهان لا ولي هغه ته نظام وايي؟ دا نظام خو له لومړۍ ورځي د خپل اساسي قانون په خلاف جوړ سوی او د امریکا د خارجه وزیر جان کېري په امر یې د اجراییه ریاست په نوم یوه داسي اداره منځته راوړې ده چي مخکنی کمزوری نظام یې، چي هسي هم د خدای په حکم او مرسته چلېدی، نور هم کمزوری کړ او له لومړۍ ورځي هره شېبه نور هم کمزوری کیږي.
دوستانو به د وزیرانو د شورا په وروستنی غونډه کي د اجراییه رییس ډاکټرعبدالله خبري اورېدلي وي چي ویل یې نه وزیران په خپله برطرفي خبروي او نه یې دی په مقرره کېدلو. ده وویل عجیبه دا ده چي وزیران د فیسبوک او مطبوعاتو له لاري په خپله برطرفي خبر سي او کله کله زما څخه د خپل برطرف کېدلو په باره کي پوښتنه کوي او زما سره هیڅ جواب نه وي. ډاکټر عبدالله پرون دونه په قار سو چي ویل یې که بله ورځ د ده له سلا او مشورې پرته کوم وزیر مقرر سوی وو، نو پخپله شخصا به ورځي او له دفتره به یې باسي. دا چي د اشرف غني د ملي وحدت!!!! حکومت، چي له لویه سره د ملي نفاق اداره وه، په خپلو وروستیو شپو ورځو کي دا رسوايی لا هم وویني دا به هم یوه تاریخي ټوکه وي.
دا چي د حکومت د کار دوره د جوزا د میاشتي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې ده او په نره توره خپل کار ته دوام ورکوي هغه په هر صورت، خو د جوزجان والي اعلان وکړ چي هغه له دې وروسته یوازي د دوستم امر مني او عطا نور ویلي دي چي د بلخ اداره به له حکومت څخه مستقل اجرآت کوي. دا چي دا کار تراوسه سوی دی کنه، زه معلومات نه لرم خو دا تشه خبره د یوه بد حالت پیلامه ده.
د پارلمان لپاره له غبن او فساد څخه ډکه رایه ګیري خو ټول هیواد ولیدله. حتی د غني اداره هم د رایو د نتایجو له اعلانولو څخه شرمېدله او بالاخره یې، له رایه ګیرۍ څخه څه کم اته میاشتي وروسته، په ډېر فضیحت، د پارلمان غونډه راوبلله. د پارلمان د ریاست پر سر جنجال، چاقوکشي، سپکي سپوري او هر څه وطنوالو د سر په سترګو ولیدل او تر اوسه پوري د یوې غونډي په کولو څوک نه دي بریالي سوي. شیرینه خو دا لا ده چي د پارلمان ځینو وکیلانو نارې وهلې چي د خدای پار دی د غزني ولایت څخه د پارلمان یوولسو پخوانیو غړو د پارلمان په جلسو کي برخه اخیستې او ټول انډول یې خراب کړی دی. سړی نه پوهیږي چي هغه دوه سري حکومت، یاغي والیانو، فاسدي ادارې او دغه مسخره بې سابقې پارلمان ته څرنګه د نظام نوم ورکړي.
د ملي وحدت د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه د ښځو حقوق او په حکومت او پارلمان کي د ښځو د برخي زیاتول دي. ټولو وطنوالو، څو ورځي مخکي، د اولسمشر غني د سترسلاکار جنرال حبیب احمدزي خبري اورېدلي دي. هغه وویل چي د دې حکومت مرکز، یعني ارګ په فحشا چلیږي. هغه وویل چي که د دې ادعاوو په تور څارنوالی ته وغوښتل سي نو څارنوالی ته به له تللو څخه مخکي خپل اسناد عمومي رسنیو ته ورکړي او بیا به نو څارنوالی ته د جواب لپاره حاضریږي. د جنرال حبیب احمدزي خبري لا تودې دي چي د هیواد د ښځو د حقوقو یوې تکړه مبارزي شکریه بارکزی، چي د هیواد تقریبا هر وګړی یې له نامه او کارونو سره اشنا دی، تازه په فیسبوک کي خوله خلاصه کړه او وې ویل چي د افغانستان په حکومتي اداره کي له ښځو څخه د مقام او چوکۍ په بدل کي د ناروا جنسي اړېکو غوښتني یوه زړه عنعنه ده او له دې څخه شخصا پخپله، د دولتي مقام د نیولو په صورت کي، د جنسي اړېکو غوښتنه سوې او هغې تن نه دی ورکړی. زه یقین لرم چي دا خبري به نور هم تاو اخلي.
په داسي حال کي چي ادعا کیږي چي د افغانستان په سلو کي پنځه شپېته خاوره د طالبانو په لاس کي ده، او اشرف غني څه موده مخکي پخپله وویل چي په دریو کالو کي د هیواد پنځه څلوېښت زره امنیتي افراد وژل سوي دي، خو اشرف غني یوه بې تجربې، نیم باسواده او ښایسته نجلۍ د هیواد د دفاع د وزارت د مرستیالي په حیث ټاکي. که اشرف غني دا بې تجربې، ځوانه ښایسته نجلۍ نازولای نو پرېږده په یوه بل وزارت کي به یې مقرره کړې وای، که څه هم چي هغه به هم ناروا کار وای؛ خو په داسي حال کي چي افغانستان د جنګ په حالت کي دی او د دفاع وزارت یې د ښارګ حیثیت لري، اشرف غني څرنګه د داسي مقرری جرأت کولای سي؟ د دې تر څنګ یې یوه بله ښایسته بې تجربې نجلۍ د داخله وزارت د معینیت معادل مقام کي ټاکلې ده. او دا په داسي حال کي ده چي افغانستان دغه اوسنی بې امنیتي یوازي د مجاهدینو د حکومت په وخت کي لیدلې وه. د ښایستو نجونو دغه راز ناروا او رسوا کوونکي مقرری نن سبا دونه زیاتي سوي دي چي شمېر او بحث یې یوه جلا مضمون ته اړتیا لري.
زموږ منورین، په تېره بیا په اروپا او غربي نړۍ کي اوسېدونکي پوهان، سره له هغه چي په خوله یې څوک پیاز هم نه رېزه کوي، فقط په دې تمه چي ګوندي نن او یا سبا به اشرف غني د رحم په سترګه ورته وګوري او کومه چوکۍ به ورباندي پېرزو کړي، د کابل د حکومت او غني د نظام صفتونه کوي او وروستنی دلیل یې، چي دوی فکر کوي هیڅوک یې ردولای نه سي، د بدیل موقف دی او درته وبه وايي چي ته و خدای تر عطا او اتمر دا غني، سره له ټولو بدیو، ښه نه دی؟ د دې دلیل معنی دا ده چي افغانستان مړ دی، پر تخته پروت دی او یوازي د جنازې لمانځه لو ښخېدلو ته ضرورت لري.
سلام
کلہ چی د ماسکو مانیو تہ گوری داسی اتکل کیزی چی پہ دی مانیو کی بہ رشتیا ھم دپوھی او سیاست خلگ ناست وی خو نہ! دلتہ لاھم د برزنیف پہ شان خرہ سرا راتول دی او دیر عجولانہ او ماشو مانہ لو بی رامخ تہ کوی۔خرہ روسان ازمایلی بیا آزمائی او دا کار لہ محراقہ خطا دی۔
خطا کردی،خطا کردی با زھم خطا کردی ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دا ابتکار نہ دی بلکی د روسانو لپارہ بشپر حماقت دی او تیر ور تنہ دہ چی پہ افغانستان کی یی یوخل تجربہ کری دہ۔
لہ حامد او یو شمیر نورو د بلہ مارانو سر د پخوا نیو خوکیو او مقامونو نومونہ او القاب ملگری دی کہ دا تری لیری کری ھسی خالی بوس دی دوی وشودہ چی ناکام دی او د پوھی کچہ یی دیرہ محدود ہ ہ نو خکہ پہ ھر وادہ کی لستونی رابد وھلی او د توی لودہ یی لہ خانہ جور کری دی ۔ ناری چی ھی ولسہ لیوہ راغی ۔ ھلی مرستہ وکری پہ دروغجن خوک باور کوی؟
سولہ او راتلونکی یو او بل سرہ نہ پیزنی خکہ دلتہ لا ھم فردی ، گروھی،پیزند گلوی او سیاسی انحصار حاکم دی او ھیخ دول معیار نہ شتہ ۔
بیدارہ او اگاھہ سولہ د ھر چا گتی خو ندی کوی او لہ پیچلی سیاست نہ با ید ددہ وکری