عزیز الله مهجور-
افغان کډوال د بلوچستان په مختلفو سيمو کي په ۱۲ پنډغالو کي ميشت دي چي دوه پنډغالي يي د پاکستان د حکومت او يو اين ايچ سي آر له خوا د بشري مرستو څخه منع اعلان سوي دي. په يادو پنډغالو (ګردي ځنګل او ځنګل پيرعلي زي) کي په زرګونو ماشومان د زده کړي له نعمت څخه بي برخي دي او په پاتو لسو پنډغالو کي د يو اين ايچ سي آر تر څار لاندي مختلفي انجوګاني په تعليم ، صحت او اوبو کي څه ناڅه مرسته ورسره کوي، خو هغه شان نه دي چي افغان کډوال ورته اړتيالري.
لويه ستونزه د تعليم (زده کړي ) ده، خو د کلونو کلونو په تيريدو لا تر اوسه په يادو پنډغالو کي د افغان ماشومانو اساسي ستونزي نه دي حل سوي.
د افغان کډوالو لويه ستونزه اقتصادي ده، کار – روزګار نه لري. ډېری افغانان په بټيو کي د خښتو موښولو، د کويلې د را ايستلو او په کراچي ښار کې پر ډيرانونو د کاغذونو په ټولولو او همدا رنګه په مختلفو شاقه کارونو باندي و خپلو بچيانو ته د روزی پيدا کولو لپاره بوخت دي .
ماشومان هم، چې په ښوونځيو کي زده کړي کوي ، له خپلو ه پلرونو سره په يادو شاقه کارونو کي په کار کولو بوخت وي چي د دغو کارونو له وجي هر تعليمي کال په زرګونو ماشومان د ښوونځيو پريښودلو ته اړ کيږي.
هيره دي نه وي دا هم هغه ماشومان دي چي عمرونه يې د ۱۸ کالو څخه ډير ټيټ وي.
د دې ستونزې په اړه مې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولنې د مشر ښاغلي ظاهر پښتون څخه وپوښتل: چي آيا د دې ستونزو د مخنيوي لپاره په بلوچستان کي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري يو اين ايچ سي آر او نورو اړوندو ادارو څه نه دي کړي؟
ښاغلي پښتون په ځواب کي وويل: « دا ستونزه پټه ستونزه نه ده چي څوک يي نه ويني، ټولو اړوندو ادارو ته د هر ښوونځي د ادارې له خوا د زده کوونکو د ښوونځيو دپريښودلو راپورونه ورکول کيږي، خو د ستونزو د مخنيوي په اړه د يادو ادارو له خوا کوم عکس العمل نه دی ښکاره سوی. له ۸ -۱۲ آن تر ۱۴ کلونو ماشومانو پوري سخت کارونه کوي.» .