جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیاد کمپیوټر کارونې پر وخت د ستړیا او سترګو د درد مخنیوی

د کمپیوټر کارونې پر وخت د ستړیا او سترګو د درد مخنیوی

ژباړن: نظیف الله بلال

په اوسني وختونو کې تقریبا موږ ټول وخت د کمپیوټر مخې ته په ناسته تیروو، چې د سترګو درد او ستړیا منځ ته راوړي.

دا هغه ستونزه ده چې کیدای شي زموږ د عادي فعالیتونو او خوب مخه هم ونیسي.

شاید چې مخکې له دې هم تاسو له داسې ستونزی سره مخ شوي یاست او د حل لار مو لټولي وي، خو باید څه وکړو؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره چې باید څه وکړو ځواب به یې دلاندی مطلب په لوستو لاس ته راشي.

د سترګو د ستړیا پیژندنه:

د سترګو د ستړیا د علایمو پیژندنه ډیره اسانه ده خو هغه څه چې لږ سخت دي د علایمو او د ستړیا د اړیکو پیدا کول دي.

دا علایم ډیر غیر اختصاصي او رایج دي، مثال د سر درد، د سر دروندوالی، د سترګو غاړو عضلو رپیدل، او همداسې بعضی وخت د سترګو درد او سوځیدل ( خصوصا کله چې سترګې بندې کړو) او د سترګو دروندوالی چې دا ټول د ستړیا علایم دي.

څنګه کولې شو چې له ستړیا څخه ځان وژغورو؟

سترګو ته تفریح ورکړئ، بعضی وخت د کمپیوټر څخه جګیدل څه ستوزمن وي، خو غوره دا ده چې هر نیم ساعت کار وروسته د څو دقیقو لپاره سترګو ته استراحت ورکړئ،

لاړ شئ، د څښلو لپاره کوم څه راوړئ. یا بل کوم داسې کار وکړئ چې سترګې مو د کمپیوټر له ښیښې څخه کومې بلې خوا ته واوړي.

د سافتویرونو (Software) څخه ګټه واخلئ:

ډیر داسې سافتویرونو جوړ شوي چې د یادونې لپاره ترې ګټه اخستل کیږي، مثال time out, Work rave, awareness او ProtectYourVision. ددې ټولو دنده دا چې کله کله تاسو ته یادونه وکړۍ یعنې تاسو ته په یاد راوړي چې له کمپیوټر څخه پرته ستاسې شاوخوا داسې نور څه هم شته چې باید تر سره یې کړئ.

بهتره خبر دا ده چې سترګو ته استراحت ورکړئ.

د ۲۰-۲۰-۲۰ قانون:

د سترګو د درد او ستړیا لیری کولو لپاره بعضو د ۲۰-۲۰-۲۰ قانون وړاندوینه کړئ چې داسې وایې په هرو ۲۰ دقیقو کې د ۲۰ ثانیو لپاره د خپل ۲۰ قدمونو اندازی پورې نظر واچوئ (۲۰ قدمه ۶-۷ مترو پورې کیږي) او یا غوره دا ده چې په هرو ۲۰ دقیقو کی لیری ځای ته د ۲۰ ثانیو لپاره وګورئ او یا ۲۰ قدمه لاړ شئ. چې دې کار سره به هم ستاسې ستړیا لیری شي او هم به مو د ملا درد کم شي.

سترګې باید وینځل شي:

سترګې ووینځئ، البته دا کار ستاسې سترګې هم کوي چې د سترګو رپیدل، او د سترګو وینځل د یوې مادې په وسیله چې اوښکې نومیږي کوي یې.

خو بعضی وخت داسې کیږي چې موږ په ډير دقت سره د کمپیوټر ښیښې ته ګورو چې چې پدې صورت کی د سترګو رپیدل کمیږي، چې له سترګو لپاره ضرر لري.

پدې وخت کې ښه خبر دا ده چې سترګې د یو څو څانیو لپاره بندې کړو، او یا څو ځلې خلاصې او بندی کړو.

د کمپیوټر له ښیښې څخه فاصله نیول:

کمپیوټر ته ډير نږدیوالې خطرناک دی، او باید فاصله نیول مراعت شي. چې باید سترګې مو د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ سانتي مترو (۲۰-۴۰ انچه) په اندازی سره لیروالې ولري.

د CRT مانیتور مو په LCD مانیتور بدل کړئ:

غوره دا ده چې د CRT پرځای له LCD مانیتور څخه ګټه پورته کړو، خو دا مانیتورونه نسبت CRT ته ګران دي.

د مانیتور د بدلولو پرځای کولې شئ چې یوه ارزانه لارې څخه کار واخلئ، هغه دا چې د anti-radiation فلترونو څخه ګټه واخلئ، دا فلترونه د CRT مانیتور د ښیښي پر وړاندې ځوړندیږي او د مانیتور د هغه وړانګو مخه نیسي چې مستقیم پر سترګو لګیږي، د سترګو د درد مخه نیسي.

Anti-radiation لرونکو عینکو څخه ګته اخستنه:

دا عینکي د سترګو د درد لیری کولو لپاره ډیرې ګټورې دي، نه یوازی د کمپیوټر د وړانګو مخه نیسي بلکې د تلویزون لیدو پروخت او هم دلمر د وړانګو په مقابل کې ګټوری دي.

همداسې د کوټې د رڼا، رنګ او بڼې تنظیم کولی شي چې ستاسو سترګو او نور بدن روغتیا باندی ښه تاثیر ولري.

په اخر کې باید ووایم چې د کمپیوټر څخه باید ګټه اخستنه محدوده کړئ، او همداسې معمولي قدم وهل هم مه هیروئ چې ستاسو په روغتیا او هم په روحیه ښه اغیر لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب