یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د  جمال جمالو سندرې له ایران څخه کاپي شوي

د  جمال جمالو سندرې له ایران څخه کاپي شوي

داودجبارخیل
 انیمل فلم د ډسمبر په لومړیو کې د هند په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې خپور شوی چې رنبیر کپور، انیل کپور، بوبي دیول او ریشمیکا مندانا پکې مرکزي رولونه لوبولي دي.
سره له دې چې پر دغه فلم د هغه د کیسې له امله انتقاد شوی ، بیا یې هم د باکس آفس نوي ریکارډونه جوړ کړي او له رنبیر کپور سره، بوبي دیول د شهرت نوي لوړوالی ته ورسید.
په فلم له سپکاوي ډکو، له تاوتریخوالي ډکو صحنو او نیمه لوڅو صحنو نیوکې شوې وې، خو اوس څرګنده شوې چې د جمال جمالو سندره غلا شوې او ریمکس شوې ده.
په انیمل’ کې د “جمال جمالو ” سندره په بوبي دیول فلم شوې او سندره د هغه په ​​واده کې غږول شوې ده.
دا سندره د خپلې بې ساري موسیقۍ له امله هم مشهوره شوې وه، خو اوس څرګنده شوې چې دا سندره د یوې ایرانۍ ولسي سندرې کاپي ده چې لومړی په ۱۹۵۰ لسیزه کې جوړه شوې وه.
د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د جمال جمالو اصلي سندره په ۱۹۵۰ لسیزه کې په ایران کې جوړه شوې وه او په هغه وخت کې د پارسي ولسي سندره د لومړي ځل لپاره د ښوونځي زده کوونکو ویله.
وروسته دغه سندره د ايران د ډېرو ولسي سندرغاړو هم په خپل انداز وويله او پورتنۍ سندره د فارسي ژبې له مشهورو ولسي سندرو څخه شمېرل کېږي.
جمال جمالو په اصل کې یوه رومانتيکه ولسي سندره ده چې په کې عاشق د خپلې محبوبې د سخت زړه ستاینه کوي او په عین حال کې د خپلې محبوبې له سختۍ شکایت کوي او د مهربانۍ غوښتنه کوي.
جمال جمالو د عصري ايراني سندرغاړو له خوا په خپل انداز ويل شوې ده، خو له پيله تر اوسه ټولې هغه سندرې چې جوړې شوې دي د پخوانۍ سندرې په شان دي.
دغه راز هندي کمپوزر هم د “جمال جمالو” سندره چې د “انیمل فلم لپاره جوړه شوې وه د لومړۍ ایراني سندرې په بڼه نقل کړې.
د بالیووډ په فلم کې شامل د جمال جمالو کدو غزل هم له ځینو بدلونونو سره لیکل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب