شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهله اردو کلمي سره اشنا شئ

له اردو کلمي سره اشنا شئ

جنرال دولت وزیري

د اردو لغوي او اصطلاحي پیژندنه:

اردو یوه ترکي کلمه ده، ترکانو به هغو سرتیرو ته کاروله چې د خپلو تجهيزاتو سره به یو ځای په سفر تله او بیا به په یوه ځای کې په موقتي يا دايمي توګه ځاي پر ځای کیدل.

اردو لښکر، پوځ، پلتن، او د څو قول اردو ګانو مجموعې ته هم وايي. په اصطلاحي توګه اردو پوځي اډې، پوځي اډې جوړولو، د وسله والو ځواکونو د اوسېدلو یا ځای پر ځای کولو ځای ته هم وايې.

له دې برسيره اردو د پاکستان هیواد رسمي ژبه هم ده او د هند په هيواد کی هم په زیات شمیر وګړي په اردو ژبه خبرې کوي. مانا دا چې اردو د يوې ژبې نوم هم دی، چې د سانسکریت او یو زیات شمیر محلي ژبو له یو ځای کیدو څخه را منځ ته شوې ده او په وروسته کې د فارسي ژبې څخه په ډیر شمیر لغات ور سره یو ځای شوي او اردو ژبه ترې جوړه شوې ده.


کله چې غزنوي سلطان محمود هند ته لښکر وویست، هلته ټرکي، ایراني او هندي سرتیري سره یو ځای اوسیدل، دوی به په یوه ځانګړې ژبه خبرې کولې چې وروسته د اردو په نامه ونومول شوه.


په عربي ژبه کې هم وسله والو ځواکونو ته د اردو کلمه کارول شوې ده، لکه عسکر چې یوه عربي کلمه ده او د وسله والو ځواکونو یوه تن ته استعمال شوې او جمع عساکر یا سرتیري کیږي.


د افغانستان په وسله وال پوځ کې هم له ډیر پخوا څخه د اردو، عسکر، نظام سپاه، سپاهيانو لشکر کلمي په دیره پيمانه استعمال شوې دي. په لومړي ځل د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر وخت د اردو له پاره په پښتو ژبه ځینې اصطلاحات را منځ ته شول او د انګریزی ژبې څخه د پلیو ځواکونو له پاره یوه تعلیمنامه په پښتو ژبه وژباړل شوه، وروسته دغه تعلیمنامه په اردو کې د جمع نظام تعلیمنامې په نامه د ګټې اخیستنې وړ وه.


هر علم د ځان له پاره خپله ژبه او اصطلاحات لري، لکه د ساینس ژبه، د طب ژبه او داسې نور. په همدې توګه اردو هم خپله ژبه او اصطلاحات لري، چې په نورو علومو کې د استمال وړ نه دي، لکه ډګرمن، ډګروال، شاه ګرز، کیڼ ګرز او نورې.


د اردو تعریف؛


هغه ځای یا محل ته ویل کیږي چې هلته یوه نظامي کتله د تمرین او یا د تفریح له پاره را ټول شوې وي او بیا اردوګاه
هغه محل یا ځای ته وايي چې یو شمیر پوځي ټولګي د يوې ټاکلې مودي او یا په دایمي توګه هلته اوسیږی او په دې توګه اردو هغه ژبه ده چې په پاکستان او هند کې یو شمیر ډیر وګړي پرې خبرې کوي او د پاکستان هیواد رسمي ژبه هم ده.


د افغانستان د وسله وال پوځ تاريخ
لیکوال جنرال دولت وزیري
لومړی څپرکی، ۱۵ او ۱۶ مخونه
د چاپ کال ۱۳۹۷ لمریز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب