(د استاد ناګار ځینې سبکي ځانګړنې)
لیکوال: یونس تنویر
په ۱۹۸۸ م کال د اګسټ پر اوولسمه نېټه د پاکستان یوه پوځي الوتکه په بهاولپور کې را ولوېده، چې په دې الوتکه کې سپاره ټول مړه شول. په دې الوتکه کې جنرال محمد ضیاءالحق، د امریکا سفیر ارنلډ رفاییل او یو شمېر لوړپوړي جنرالان سپاره ول. دا د هغه وخت ډېره لویه پېښه وه، ځکه چې ضیاءالحق یوازې هغه وخت یو پاکستانی چارواکی نه و، بلکې د میلیونونو افغان کډوالو د سرپناه او ملاتړ سیمبول هم ښکارېده. هغه وخت، چې دا الوتکه را ولوېده، افغانستان د روسانو تر یرغل لاندې و او په هېواد کې د خلقیانو او پرچمیانو ما سیوا نور زیاتره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي وو، په ځانګړي ډول پاکستان ته.
هېواد اشغال او په ډېر بد وضعیت کې یې قرار در لود. له کابله تر کندهاره له بدخشانه تر هلمنده د روسانو بمبارۍ او د خلقیانو او پرچمیانو وحشت خپور و. هغه وخت پاکستان د افغانانو ملاتړی و، مګر اوس پاکستان د افغانانو د سر دښمن دی. یانې دا داسې مثال لري، لکه ته چې په ډېر بد وضعیت کې يې او څوک در سره مرسته وکړي، لاسنوی دې وکړي، مګر ته یې په موخه پوه نه وي؛ نو دلته قیاس په ظاهره تمامېږي او استاد ناګار د هم هغه دور د ښه خوی په اړه یوه مرثیه لیکلې او مرثیې تر ډېره د هنري محیط تر سیوري لاندې نه وي. دا د انسانپالنې او ټولنیز کلتور په قیاس پورې اړه لري.
یو وخت یو صحابي کافر و، خو وروسته مسلمان شو، نو له هغه سره حساب په ماضي نه کېږي. موږ ډېر وروڼه ولیدل، چې وروسته لوی رقیبان او د یو او بل قاتل او مقتول شول. تاریخ داسې پېښې ډېرې ثبت کړې دي. یانې پاکستان په هغه دور کې زموږ یار او دوست و، خو تر اخیره پاتې نه شو.
اصل کې د پاکستان په جوړښت کې ستر رول د افغانانو و، ځکه چې پاچا خان افغان و، کله چې هېواد اشغال شو، نو دوی خپلې دروازې راته خلاصې کړې. دا د هغه وخت د ښه خوی مسله وه او مرثیې د خلکو په خوبیو او اړیکو لیکل کېږي. موږ پر صدام خپه شوو، موږ په سنوار خپه شو، موږ د فلسطین هر مشر ته پوره-پوره غزلونه ولیکل د ناګار شاعري د دې مسلې شاهده ده.
ولي خان په یوه مجلس کې کیسه کړې وه، چې کله کویټې ته د یوه مجلس لپاره پاچا خان استولم، نو راته ویل یې، چې ګوره موږ کمونیستان نه یوو، خو ولې وروسته ځینې نشنلیان کمونیست شول او اوس یې سیکولرۍ ته هم مخه کړې ده.
نو په دې وجه په هغه دور کې یو اتحاد او اتفاق و؛ هغه هم د هغه چا په مقابل کې، چې زموږ هېواد یې اشغال کړی و او څوک، چې د اشغال له مظالمو سترګې پټوي، نو دا د دوی د ضمیر بد قسمتي ده، چې په داسې اذیت پسندۍ کې خوشحاله وي. اصل کې دا د غلام تعریف دی.
مرثیې تر ډېره سیاسي دي او که د مرثیو یو بل شالید وکتل شي، نو زیاتره یې درباري دي؛ خو په دې کې ځینې مرثیې شته، چې د فکر او نظر خاوندان یې د خپل ضمیر او احساس له مخې لیکي. د ناګار دا مرثیه د هم هغه وخت د حالت مقتضا وه او دا په سیاستونو کې وړې خبرې دي او استاد ناګار د حزب اسلامي افغانستان غړی و، ځکه چې استاد ناګار د مضمون، مفهوم، پیغام او محتوا له مخې سیاسي انقلابي شاعر دی او ناګار د هنر له مخې متخیل شاعر دی او د دغو دوو ترمنځ د شاعرۍ مزی کشول ډېره ګرانه خبره ده.
اوس که موږ ځینې مشهورې مرثیې د تاریخ له پاڼو را اخلو، نو ګوا چې تکراري خبره به وي، ځکه سیخ د ناګار شاعرۍ ته ور ځو او دا د ناګار د شاعرۍ یوه لویه ځانګړنه ده، چې زیاتره شاعري یې حماسي او انقلابي ده. یانې د شعر ژبه لطیفه او هنري ده، مګر کوم کار، چې په دغې ژبې څو پېړۍ وړاندې خوشحال بابا کړی و، هم هغه کار استاد ناګار پرې وکړ. یانې کوم حماسیت، چې خوشحال بابا هنري کړی و، هم هغه حماسیت ناګار هنري کړ او هم یې اسلامي کړ.
یانې له یوه سیاسي انقلابي شاعر مرثیې لیکل کیدی شي، ممکن یو وخت موږ او فلسطین په دې سیمه کې لوی رقیبان و، نو ضرور مو ترمنځ مشکل رامنځته کېږي، یو وخت ایران او عراق سره دښمن و، مګر اوس سره صمیمي اړیکې لري؛ نو په دې وجه مرثیې د لویو شاعرانو په حالاتو کې د مطالعې وړ نه دي، ځکه چې شاعران له مرثیو ډېر لوی دی.
هغه وخت ضیا افغانانو ته انصار و، چې د کعبې مهاجرو ته یې پنا ورکړې وه او په مېړانه ور سره درېدلي و. په دې مرثیه کې استاد ناګار ضیا ته د انصارو د شهید خطاب کړی دی. استاد ناګار د هغه پر مړینه یوه مرثیه ولیکله، مګر څوک له دې شاهدۍ څخه منکرېدای شي، چې په هم هغه وخت کې په افغانستان د جنرال ضیاءالحق پر مړینه غیبي جنازې ونه شوې!؟ زموږ زیاترو افغانانو په هم هغه وخت کې په ځینو نویو زېږېدلو ماشومانو هم د ضیاءالحق نومونه اېښي دي.
هغه وخت یوازې په پاکستان کې درې نیم میلیونه افغانان اوسېدل او په نړۍ کې تر ټولو ستر کمپ په پاکستان کې د افغانانو و. په حقیقت کې د دې کډوالو زیاتره عادي خلک وو، لکه ښوونکي، بزګر، هټۍوال، ماشومان او ښځې. دوی ته پاکستان خپلې دروازې پرانیستې وې. په پېښور، کويټه، کراچۍ او اسلام اباد کې افغانانو خپل ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه او حتا کوچني بازارونه جوړ کړي وو. افغان ښوونکو به درس ورکاوه. دا هغه وخت و، چې په پاکستان کې د کډوال کلمه د شرم لپاره نه اخیستل کېده، بلکې د مېلمه پالنې او ویاړ خبره وه. جنرال ضیاءالحق به په خپلو ویناوو کې څو ځلې ویلي و، چې : «زه پخپله هم یو مهاجر یم».
دا د هغه وخت ظواهر و، چې پاکستان زموږ سره کول، نو ځکه په دې مرثیه کې د هغه مرګ د یو ستر مجاهد د مرګ په توګه انځور شوی دی، ځکه چې د روس پر خلاف له افغانانو سره ولاړ و او همدا ولاړتیا یې استاد ناګار د شیطان د مکر او د طاغوتي قوتونو پر وړاندې درېدل ګڼلي دي. استاد ناګار یې دا درېدنه د اسلام لپاره مبارزه بولي، نو په دې وجه د هغه شهادت په دې مرثیه کې ارزښتناک ګڼل شوی دی.
یانې دلته د مېلمه پالنې، چې کوم احسان موجود و او د هغه پر اساس استاد ناګار په مرثیه کې د «مجاهد الاعظم» لقب ورکړی. دا یوه عاطفي انځورونه ده، چې د هغه دور د حالاتو تقاضاوه. هغه مهال جنرال ضیاءالحق یو هغه پاکستانی چارواکی و، چې د افغان مهاجرینو غږ یې منعکس کاوه. که چا هم پاکستان ته مهاجرت کړی وي او د هغه مهال سیاسي حالت ور معلوم وي؛ نو په یقیني طور سره به دا ووایي، چې هغه وخت پاکستاني دولت له افغان مهاجرینو څخه پوره ملاتړ وکړ. خو دا چې په دې کې د دوی خپل مقاصد او اغراض وو، پر هغوی افغانان نه ول خبر.
یانې داسې وخت، چې افغانان بې کوره ول او پر خپل کور یې اوربل شوی و، نو پاکستان ځای ور کړ او جنرال ضیاءالحق یې ملاتړ وکړ او په هم هغه وخت کې یې له افغانانو سره مرستې پټې نه وې؛ خو د ناګار په شاعرۍ کې د پنجاب په تمسخر هم اشعار شته:
پنجابو یې هسې دي پېښې را اخیستي
پښتنه څه د جینکو ساده ده
(ناګار، شملې هسکې هسکې ولونه ولونه:۱۷مخ)
ناګار په دې مرثیه کې د تور او سور طاغوت سیمبولونه کارولي دي، له دې ښکاري چې شاعر د وطن او د هېواد د بچیانو په غم اخته دی او دا په دې مرثیه کې یو ډول جذباتي، ایماني، او انقلابي پیغام لري. دا د هغو کسانو روحیه پیاوړې کوي، چې د اسلام او حق لپاره قرباني ورکوي. تاسې د استاد ناګار په دې بیت کې دغه انقلابي او عاطفي حالت وګورئ:
کابلۍ شولې سر تورې ګداګرې
اوس د زلفو صدقه شم، که خیرات شم
(ناګار، دا هغه بالاحصار دی: ۸۷مخ)
یانې استاد ناګار یو داسې شاعر دی، چې د هغه دور حالت یې په هنري بڼه د خاطرو په څېر خوندي کړی دی او په دې کې یو درد نغښتی وي.
بله مسله دا ده، چې سیاست تل خپلې ګټې لټوي، پاکستان هم خپلې ګټې درلودې: ستراتیژیک عمق، د هند مخنیوی، د امریکا مرستې….
د پاکستان نسب په چل او دروغو استوار دی، شعار یې یو وي او موخه یې فتنه او فساد وي. همدې ضیا حزب اسلامي افغانستان په اوو حزبونو تقسیم نه کړ، همدا پاکستان انګریزانو د اسلام د مرکز په نوم جوړ کړ او ټولو افغانانو ته یې دوکه پرې ورکړه.
که دغې مرثیې ته په تاریخي ډول وکتل شي « دا هغه بالاحصار دی» شعري ټولګې په ۱۰۷ مخ کې راغلې او دا کتاب د لومړي ځل لپاره د حزب اسلامي افغانستان د ارشاد او فرهنګ کمېټې له لوري د سمیع الله فضایلي په خطاطۍ په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې چاپ شوی دی.[1] دا مرثیه او دا ټولګه د استاد ناګار هغه لومړنۍ شاعري ده، چې په جهادي دوره کې د سرو لښکرو د یرغل پر مهال لیکل شوې او چاپ شوې ده. استاد ناګار په سندریون کې، چې د شاعرۍ دویمه ټولګه یې ده، یو ډول د دوهۍ له یارانو ناراضه دی:
چې یې بابا په کوم ارمان تلی دی
هغه یتیم سره جفا کېږي
…
تنظیم پرسته! حق دې پرېښوده، وبال وختې
دې د توحید په زمانه کې لوی بوتپال وختې
ماویل تاریخ به کارنامې ستا تر ابده ساتي
خو ته تخریب کې هم په خپله خپل مثال وختې
(ناګار، سندریون: ۶۰ مخ)
په هېواد وژلي چا غوندې هېر نه کړې
په زیارت د شهیدانو ګذر بویه
(ناګار، سندریون: ۷۴ مخ)
ړنده جګړه، ړوند استدلال، کوڼ امتزاج دری واړه
دې شیطاني تثلیث ته، ته د وخت دجال وختې
اوس د بښنې ځای دې کوم دی له ملته سره
چې په هډوکو د محمود او د ابدال وختې
(ناګار، سندریون: ۶۱ مخ)
شملې هسکې ولونه ولونه خو بیخي د اوسنیو واکمنانو د راتګ حسرت پکې ښکاري، خو دا چې راتلونکي شاعري کې ممکن بیا هم د دوهۍ په یارانو انتقادونه وکړي، ځکه چې انقلابي شاعران د ولس لپاره خبره کوي او په هنر یې کوي او په صداقت یې کوي.
د سهار نسیم راوړی په څپو څپو پیغام دی
په سپین اس باندې په راشي شهزاده زموږ بهرام دی
(ناګار، شملې هسکې ولونه ولونه: ۱۴ مخ)
که د استاد ناګار شاعري ولوستل شي، نو دا یې بې سارې ځانګړنه ده، چې دی! لومړنی پښتون شاعر دی، چې په منظم ډول یې د ځانګړو نومونو او اشخاصو په نامه شعرونه لیکلي دي. دا کار یې یوازې د شخصي مینې یا ستاینې لپاره نه دی کړی، بلکې د انقلابي شاعر په توګه یې دا یوه لویه مبارزه او سیاسي تګلاره وه. د استاد ناګار موخه دا وه، چې خلک راویښ کړي، جذبې یې راوپاروي او د مبارزې روحیه ورکړي؛ نو ځکه یې هغه نومونه، چې د جهاد، عزت، وطنپالنې او اسلامي ارزښتونو سیمبول ګڼل کېږي، په خپلو شعرونو کې ژوندي ساتلي او دوی یې له عادي اشخاصو په عظیمو سیمبولونو بدل کړي دي، چې دا کار په پښتو شاعرۍ او حتا د نړۍ په ټوله شاعرۍ کې شته، لکه فرهاد، چې یو شخص و، مګر شاعرانو د مینې او قربانۍ په سیمبول بدل کړی دی، خوشحال بابا، چې یو شاعر او مبارز و اوس د پښتني عزت او مقاومت په سیمبول بدل شوی. همداسې استاد ناګار حمزه بابا، سیدجمالالدین افغاني، اهل بیت، صحابه کرام، حضرت ابراهیم خلیلالله علیه السلام، حضرت علي کرمالله وجهه او… د ایمان، جهاد او عزت سیمبولونه ګرځولي دي.
استاد ځینې جغرافیايي ځایونه هم په سیمبولیکو ماناوو بدل کړي دي: قدس، فلسطین، اندلس، بخارا، سمرقند، هرات، کونړ سیند، خیبر (چې د حضرت علي رضي الله عنه په لاس فتحه شوی و) او د حمزه بابا سیمه (خیبر) دا ټول د ناګار په شاعري کې د اسلامي تمدن، عزت، مقاومت او درد سیمبولونه ګرځېدلي دي.
یانې استاد ناګار د نومونو او ځایونو په ذریعه خپل انقلابي پیغام دومره په هنري او جذباتي ډول وړاندې کړی، چې اوس دا نومونه د پښتنو او مسلمانانو په زړونو کې د مبارزې، عزت او ویاړ څلي دي. دا د هغه د شاعرۍ سبکي او فکري لوری دی:
کونړي ونه کتل شاته اباسین شو د روه
هسکه شمشاده خیبر څنګه په تورخم بېلوې
…
د فن اوراورکي له اننګونه ټولوم
خلیل غوندې ګلونه له لمبونه ټولوم
…
د خیبر په فضا تورې وریځې راغلې
…
پېرمه په سرونو بخارا او سمرقند
اې ترکو! داسې نوي خرابات ته مې زړه شوی
…
د ذوالفقار وارثه! هېر دې شو پیغام د خیبر
کاږه واږه د زر او زور په توره سم پريوځي
…
دوی حمزه او اقبال هم نه دي بښلي
زه ناګار یې که باغي له روایات شم
د ناګار په شاعرۍ کې به ډېر داسې کرکټرونه او اشخاص ووینئ، چې له هغوی سره مو په تخیلي نړۍ کې آشنايي پیدا کېږي؛ یانې دا د استاد ناګار د شاعرانه سبک یوه مهمه ځانګړنه ده.
د استاد ناګار د شاعرانه سبک بله ستره ځانګړنه دا ده، چې هغه اسلامي تاریخ په شعر بدل کړی دی. په حقیقت کې، که څوک د ناګار شعرونه په بشپړه توګه درک کول غواړي، نو لومړی باید د اسلامي تاریخ، فتوحاتو او د صحابه کرامو د ژوندانه مطالعه ولري. په دې شاعرۍ کې هر هغه څوک، چې د مسلمانانو خواخوږی، ملاتړی او مرستندویه پاتې شوی، هغه د استاد ناګار یو شاعرانه سیمبول ګرځېدلی دی او دا په عين حال کې د هغه اسلامي اصل ښکارندویي کوي، چې اسلام سرحد نه لري او مومن د بل مومن ورور دی. دا د استاد ناګار د شاعرانه سبک تر ټولو لویه او اغېزمنه ځانګړنه ده؛ هغه یو داسې شاعر پاتې شوی، چې د دې عالمي اسلامي اخوت او وحدت نظریه یې په خپلو شعرونو کې په ډېر هنري ډول ترویج کړې ده.
د استاد ناګار شاعري د یوه منسجم تفکر په څېر ډېر خاښونه او ډېرې څانګې لري، موږ ډېر شاعران لوستي دي، چې په فکري لحاظ د هېڅ نظریې شاعر نه وي؛ خو استاد ناګار په فکري لحاظ دومره منسجم شاعر دی، چې ما بل پښتون شاعر په داسې انسجام کې نه دی لوستی:
ما بیعت له انقلابه سره کړی
تر قیامته به داغمن یم په دا تور
…
اوس چې څوک د ازادۍ د جنت سیل کړي
غوړوي به په مزله وزر زما
چې انځور پرې د مورچلو کړم ناګاره
تر هغې به وي لمبه دفتر زما
استاد ناګار د فکري اړخ له مخې د پان اسلامیزم د نظریې شاعر دی، د مضمون له اړخه سیاسي انقلابي شاعر دی، د هنر له اړخه متخیل او خیال پرداز شاعر دی، د مشاهدې له اړخه یو عارف او صوفي شاعر دی، د عقیدې له اړخه د صحابه کرامو، تابعینو او اهل بیتو رضي اللهعنهم اجمعین څخه متاثره شاعر دی، د تاریخ له اړخه د اسلامي تاریخ د ترویج او جهادي مسایلو پر محور ولاړ شاعر دی او په ټولنیز او کلتوري ډول د خپل قامي او ملي فرهنګ د ساتلو شاعر دی. یانې استاد ناګار ټول شاعرانه محور او د هغه د مبارزې ټولې لارې له فکر او سیاست نیولې بیا تر هنر، عرفان او تاریخ پورې د اسلام د سپېڅلي دین د اصولو او ارزښتونو په رڼا د شعر تنفس تازه ساتلی دی او بل جهت نه لري. په دې توګه ناګار د معاصرې پښتو شاعرۍ هغه نادر شخصیت دی، چې د اسلامي امت د فکري، سیاسي، عرفاني او جهادي بیدارۍ په ټولو جبهو کې یو واحد او منسجم غږ پاتې شوی دی.
استاد ناګار له انقلابي فکر سره-سره د اسلامي تاریخ یو ژوندی مثال دی. یانې ناګار دا پورته ټول سیمبولونه هنري، عاطفي او تخیلي کړي دي او بیا یې دا ټول شاعرانه کړي دي. یانې تر خوشحال بابا وروسته، چې په پښتو کې چا هم زیاته حماسي او انقلابي شاعري کړې وي؛ نو هغه استاد ناګار دی او استاد ناګار دا حماسیت دومره اسلامي کړی، چې عشق یې هم مسلمان پاتې شوی دي:
تقدس د حرم شته دی، مسلمانې شان ادا کې
د هندکو سترګو جادو ته جارو څنګه درمسال کړم
فرهاد یو بیستون مات کړ، خو زما په تکبیرونو
شیشه ګر د قاف پوهېږي، که ور یاد یې سور دېوال کړم
د ناګار د شاعرۍ یوه بله ځانګړنه د نوښتي ترکیبونو ایجاد دی. استاد ناګار په پښتو ژبه کې داسې نوي، بکر او د معنوي بار لرونکي ترکیبونه جوړ کړي، چې نه یوازې یې خپل شعر پرې هنري کړی، بلکې د پښتو ژبې وییونه او د بیان امکانات یې په ریښتیني مانا پراخ او غني کړي دي، چې دا د استاد ناګار د ژبني ذوق او فني قوت شاهدي ورکوي.
په دې توګه استاد ناګار د پښتو شاعرۍ تر څنګ د پښتو ژبې یو لوی محسن هم دی، چې د هغې د بیاني وسعت او ښکلا په برخه کې یې بې سارې ونډه اخیستې ده. موږ به د استاد ناګار دا برخه تر یوه ځانګړي عنوان لاندې مطالعه کړو، چې دلته یې یوازې یو څو مثالونه را وړو:
ځکمار اباسین ستامې دی بچی د پښتونخوا
خیرات نه دی، خراج له دې کوڅو نه ټولوم
…
په ورشو کې به د مینې پلی ستا د خیال غزال کړم
سندریزې درخانۍ ته به په تول د ادم تال کړم
…
د بوډۍ تال، لمده فضا کوم شهید خیال زنګوي
په نارنجي سینه را خور یې لونګین ښکاري
…
پاڅون د ويښتابه ډېر بهیرونه ترې رامات شول
ویاړلې په دې سترو حادثو زموږ پېړۍ ده
پای
[1] د ناګار شاعري، سریزه او اوډون، نایل، نجیب الله.