تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین وايي چې د پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت د ګوربز ولسوالۍ بمباري، چې پکې بېګناه ښځې او ماشومان ووژل شول، «غیرانساني، غیر اسلامي عمل او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف قضیه» ده.
پښتین زیاتوي چې د دغو بریدونو تر څنګ، د پاکستان حکومت په اسلاماباد کې پر هغو افغان کډوالو هم تشدد پیل کړی چې اروپا ته د تګ په انتظار دي.
نوموړي پر خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«د ماشومانو او ښځو وژنه او د بېګناه مهاجرو ځورول د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه ده؛ دا خپله ترهګري ده.»
د منظور پښتین په وینا، ترهګري یوازې یو پلمه ده، اصلي هدف د پښتنو ښځې، ماشومان او د هغوی کورونه دي.

پښتین زیاتوي: پاکستان کلونه کلونه په افغانانو ظلم کړی او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې له نیمې پېړۍ ډېره موده منفي لاسوهنه کړې ده.»
د CPEC سي پک د سبوتاژ ادعا
پښتین ادعا کوي چې پاکستان ته د لوېدیځو قدرتونو له لوري د یوې سترې جګړې د پیلولو دنده ورکړل شوې چې موخه یې د چین د سوداګریز دهلېز—CPEC—مخنیوی دی.
هغه وایي:
«پاکستان دا لوبه په داسې چالاکۍ کوي چې چین دا بحران ریښتینی تصور کړي، هم ورته د امنیت په نوم پیسې ورکوي او هم د یوې جګړې تمویل کوي چې پلان یې لوېدیځ کړی. پاکستان بیا له دواړو لورو ګټه اخلي.»
د پښتنو د وېش لویه هڅه
پښتین زیاتوي چې دا جګړه ځکه په پښتني سیمو کې پر مخ ځي چې پنجابي جنرالانو یو شمېر پښتانه سیاستوال، قومي مشران او خبریالان پپه پیسو اخیستي دي تر څو په پښتنو کې قصدي اختلاف، بېباوري او نفاق جوړ کړي، او پښتانه د ګډ مقاومت توان له لاسه ورکړي.
سخت خبرداري
پښتین لیکي چې پنجابي جنرالان فکر کوي دوی به په پای کې شتمن او ځواکمن شي، خو دا فکر یې غلط دی.
هغه لیکلي:
«دوی فکر کوي لاهور، اسلاماباد او فیصلاباد به د خوښۍ او شتمنۍ مرکزونه شي، او پښتانه به له وینو، اوښکو، د ښځو او ماشومانو له جسدونو په ډکو هدیرو، بې درکه خلکو، او له کوټې تر پېښوره او له وزیرستانه تر سوات پورې له ورانو بازارونو سره پاتې شي. کابل، کندهار، خوست او ننګرهار به په خاورو بدل شي. خو دا ځل د لوبې پای به هغه نه وي چې دوی یې فکر کوي. دا یوازې پیل دی. زموږ ملت که څه هم په لومړیو کې ډېر ځوريږي، خو نړۍ تل دا ګوري چې موږ لوبه څنګه ختموو.»
وروستی پرمختګ
پښتین دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې وړمه شپه د پاکستان جنګي الوتکو د خوست، پکتیکا او کونړ په یو شمېر سیمو بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې، د یوې کورنۍ لس غړي—چې ۹ یې ماشومان وو—شهیدان شول او درې نور ټپیان شول.