جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسعودي عربستان د الکولي مشروباتو د دوو نويو پلورنځیو د پرانیستلو پلان...

سعودي عربستان د الکولي مشروباتو د دوو نويو پلورنځیو د پرانیستلو پلان لري

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغو پلورنځیو کې یو به د تېلو دولتي شرکت «ارامکو» خپلو بهرنيو غیرمسلمانو کارکوونکو ته خدمت وړاندې کوي.

د الکولي مشروباتو د پلور د دوو نورو مرکزونو پرانیستل په سعودي کې د محدودیتونو د کمونو په لړ کې یو بل مهم ګام بلل کېږي. یو پلورنځی به په ظهران او بل به په جده کې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره پرانیستل کېږي.

سعودي عربستان چې د اسلام د دین زېږنځای دی، تېر کال په ریاض کې د غیرمسلمانو دیپلوماتانو لپاره د الکولي مشروباتو لومړنی پلورنځی پرانیست. دا له ۷۳ کلنې منع وروسته لومړی ځل و چې په سعودي کې د رسمي پلور اجازه پیدا کړه.

د سعودي پاچا د مکې او مدینې د مقدسو ځایونو د ساتونکي په توګه د «خادم الحرمین الشریفین» لقب لري. خو د سعودي ولیعهد او د هېواد اصلي حاکم محمد بن سلمان، په تېر څو کلونو کې د ټولنیزو ازادیو د پراخولو لپاره ګڼ بدلونونه رامنځته کړي دي.

د رویټرز د سرچینو په وینا، نوی پلورنځی په ظهران کې د ارامکو اړوند کمپلکس کې جوړېږي او د ارامکو غیرمسلمان کارکوونکي به ورڅخه استفاده کولی شي. سعودي چارواکو هغوی په دې پلان خبر کړي دي.

تمه کېږي چې دواړه پلورنځي په ۲۰۲۶ کال کې پرانیستل شي، خو رسمي مهالویش لا نه دی اعلان شوی.

په جده کې ډېری دیپلوماتیکې استازولۍ قونسلګرۍ لري، نو ځکه د جدې پلورنځی د هغوی لپاره ځانګړی شوی دی.

تر اوسه د سعودي حکومت او ارامکو د دې راپور په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

«موږ پوهېږو چې ځینې نړیوال مسافر غواړي الکول وڅښي»

مخکې تر دې چې په ریاض کې لومړی پلورنځی پرانیستل شي، الکولي مشروبات یوازې د دیپلوماتیکو پوستو (پارسلونو)، او تورو بازارونو له لارې ترلاسه کېدل.
له کویته پرته په نورو خلیجي عرب هېوادونو کې، د محدودیتونو تر څنګ الکول موجود دی.

تر دې وړاندې ځینو راپورونو ویلي وو چې سعودي به د ۲۰۳۴ د فوټبال د نړیوال جام د کوربتوب لپاره په ګرځندویي سیمو کې د الکولي مشروباتو پلور ته اجازه ورکړي، خو یو سعودي چارواکي دغه راپور رد کړ.

سره له دې، دا راپور په ټولنیزو شبکو کې پراخ بحثونه پارولي دي.

که څه هم په سعودي کې ټولنیز بدلونونه په چټکۍ سره روان دي، خو د الکولي مشروباتو د پلور په موضوع کې حکومت تر اوسه محتاط او تدریجي چلند غوره کړی.

د سعودي د ګرځندوی وزیر احمد الخطیب مخکې ویلي و:
«موږ پوهېږو چې ځینې نړیوال سیلانیان د سعودي د سفر پر مهال الکول څښل غواړي، خو تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی.»

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا په دې برخه کې په نژدې راتلونکي کې د بدلون کومه نښه شته؟ ده وویل:
«دا پرېږدئ چې تاسو یې په خپله تفسیر کړئ.»

سعودي د ګرځندوی سترې طرحې پراخوي

سعودي عربستان په پراخه کچه هڅه کوي چې د خپل کورني ګرځندوی سکتور پراخ کړي. په دې لړ کې د «سور سمندرګي د ساحل پرمختیا» ستره پروژه روانه ده چې پر بنسټ به یې تر راتلونکي مې میاشتې پورې ۱۷ نوي هوټلونه پرانیستل شي.
خو په دې فوق‌العاده لوکسو ځایونو کې به بیا هم الکولي مشروبات نه پلورل کېږي.

1 COMMENT

  1. او زموږ متعفن جهادونه بیا له همدې ځایه خړوبېدل، په ګنده فتواوو، زموږ ماشوم کشی مادر کشي برادر کشي پدرکشي معلم کشي شاګردکشي مکتب کشي وطن کشي عزت کشي ناموس کشي او…
    پرموږ دې د مځکې او ٧ اسمانونو لعنتونه وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب