Homeخبرونهامربالمعروف وزارت، په شپږو میاشتو کې د ښځو د حقونو اړوند کابو...

امربالمعروف وزارت، په شپږو میاشتو کې د ښځو د حقونو اړوند کابو ۴۸۰۰ قضیې څېړلي

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د طالبانو د حکومت ‏د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، د روان کال لومړیو دوو ربعو کې یې د ښځو حقونو اړوند ۴ زره ۷۶۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

یاد وزارت ویلي، د روان کال لومړیو شپږ میاشتو کې یې ۱۰۳۵خویندو ته د میراث حق ورکړی او ۱۵۴۵مېرمنې یې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي.

یاد وزارت همدا راز ویلي، چې په دې موده کې یې ۱۳۵۶مېرمنې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلې او ۸۳۳ نورې هغه یې بیا له اجبارې نکاح ژغورلې دي.

یاد وزارت زیاته کړې د ښځو حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او اجازه به ورنکړي، چې ښځو ته ورکړل شوي اسلامي حقوق یې تر پښو لاندې کړي.

دا وزارت داسې مهال د شپږو میاشتو راپور خپروي چې شاوخوا ۵ کاله کېږي د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي او لا یې د خلاصېدو څرک نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...