Homeخبرونه‏ټولګټو وزارت: د سالنګونو واورې پاکولو او خلاصون چارې توپانونو اغیزمنې کړي

‏ټولګټو وزارت: د سالنګونو واورې پاکولو او خلاصون چارې توپانونو اغیزمنې کړي

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې وروستیو څو ورځو پرله‌ پسې درنو واورو ورېدو، سخت توپان او د لید ساحې د محدودیت له امله، د سالنګونو لویه لار لا هم نن دوشنبه د هر ډول وسایطو پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د ساتنې پرسونل له تېرو درېیو ورځو راهیسې د یادې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورو پاکولو چارې پیل کړې دي.

یاد وزارت وایي چې، تر دې دمه شاوخوا ۸۰ سلنه پاک ‌کاري بشپړه شوې، خو د واورې زیات ضخامت، تېز بادونه او دوامدار توپان هغه خنډونه دي چې د دوی چارې یې ټکنۍ کړې دي.

یاد وزارت له موټرچلوونکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې په دې مسیر له تګ ډډه وکړي.

بل لورته تازه سرچینو ویلي چې، پر سالنګ یوځل بیا د واورط ورښت پیل شوی دی.

نن د هوا پېژندنې ادارې په ۲۵ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...