Homeخبرونهافغانستان کې، حکومت د رسنیو د ملاتړو ادارو جوازونه لغوه کړل

افغانستان کې، حکومت د رسنیو د ملاتړو ادارو جوازونه لغوه کړل

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه) د طالبانو د حکومت ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د خبريالانو او رسنيو د پرلپسې شکايتونو له ترلاسه کېدو وروسته يې د رسنيو او خبريالانو د ملاتړو بنسټونو هر اړخيزه ارزونه کړې ده.

ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د ترسره شوې ارزونې پر مهال یې معلومه کړه چې، د بنسټونو کثرت او د يو شمېر نهادونو د مسوولينو غيرمسلکي چلند، د دې پر ځای چې د خبريالانو او رسنيو ستونزې حل کړي، هغوی ته يې لا ډېرې ستونزې راولاړې کړې وې.

خبرپاڼه کاږي چې دغو سازمانونو آن په نړيواله کچه یې د افغانستان د رسنيو ملاتړو بنسټونو باور ته زيان رسولی و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه راز يو شمېر بنسټونه له څه مودې را پدې خوا غيرفعال پاتې شوي وو او فعاليتونه يې نه تر سره کول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت زياته کړې، د يادو موندنو پر بنسټ رهبرۍ پرېکړه کړې، چې د هېواد په کچه يوازې د درېيو بنسټونو جوازونه تمديد او د پاتې بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي.

یاد وزارت زياتوي، چې ياده پرېکړه به له يوې خوا د خبريالانو او رسنيو د حقوقو د خونديتوب ترڅنګ، د خبريالانو او رسنيو تر نامه لاندې د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسي او له بلې خوا به د اړوندو بنسټونو فعاليتونه اغېزمن، منظم او د باور وړ کړي.

خبرپانه کې د هغو درېیو ادارو نومونه نه دي یاد شوي چې، جوازونه یې تمدید شوي دي.

افغانستان کې د رسنیو د ملاتړو سازمانونو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...