Homeخبرونهد سرو زرو بیه د رېکارډ تر کچې لوړه شوې

د سرو زرو بیه د رېکارډ تر کچې لوړه شوې

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه) د رسنیو د راپورونو له مخې ‏د سرو زرو بیه نن دوشنبه د ریکارډ په کچه لوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې هر اونس چې وزن یې شاوخوا ۳۱ ګرامه کیږي بیه یې ۵ زره ۸۱ ډالرو ته لوړه شوې.

د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې، د دغه فلز ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې د بازار تقاضا ته په کتو لوړه شوې ده.

سرچینه لیکي: د امریکا په سیاستونو کې بدلون او د چین له لوري د طلا ټولول هغه لاملونه دي چې له امله یې د سرو زرو بیه لوړه شوې.

بل لورته اقتصادي کارپوهان وايي، د سرو زرو د بیې لوړېدل چې پر بازار مستقیم اغېز لري باید هېوادونه یې د مدیریت لپاره له اقتصادي فشارونو لاس په سر شي.

دوی په وروستيو میاشتو کې د سرو زرو د بیو د لوړېدو لوی لامل د امریکا له لوري د تعرفو کړکېچ په ګوته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...