په امریکا کې د سخت ژمني توپان له امله تر یو میلیون زیات کسان له برېښنا بېبرخې شوي او له ۱۰ زرو څخه ډېرې الوتنېلغوه شوې دي.
دې توپان ،درنو واورو او سختې یخنۍ د دې هېواد ختیځ او جنوبي ایالتونه فلج کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د یکشنبې تر ماسپښین ۲:۱۶ بجو پورې، له یو میلیون څخه زیات امریکايي پیرېدونکي له برېښنا بېبرخې وو.
تر ټولو ډېر زیانمن شوی ایالت ټېنېسي دی، چې شاوخوا ۳۳۰ زره کسان پکې بېبرېښنا پاتې شوي دي.
همداراز، په مسېسيپي او لوزیانا کې هر یو له ۱۰۰ زرو زیات کسان له برېښنا محروم دي. نور اغېزمن شوي ایالتونه ټېکساس، کېنټکي، جورجیا، وېسټ ورجینیا او الاباما دي.
د الوتنو د څار وېبسایټ FlightAware ویلي چې د یکشنبې لپاره مهالوېشل شوې له ۱۰ زرو او ۸۰۰ څخه زیاتې الوتنېلغوه شوې دي. همداراز، د شنبې په ورځ تر ۴ زرو زیاتې الوتنې هم لغوه شوې وې.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې د وړاندوینې له مخې، د یکشنبې له ورځې تر دوشنبې سهاره پورې به د اوهایو له درې څخه تر شمال ختیځ پورې درنه واوره وریږي، او په نیو انګلېنډ کې به د واورې کچه تر ۱۸ انچه پورې ورسېږي.