تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) افغان ډاکټر او څېړونکي عرفان نور ته په هالنډ کې د روغتیا په برخه کې تر ټولو معتبره علمي جایزه ورکړل شوه.
دا جایزه چې هر دوه کاله وروسته ورکول کېږي، د ډاکټر عرفان نور د علمي لاسته راوړنو، ژورو څېړنو او دوامدارو مسلکي هڅو د درناوي په موخه ورکړل شوې ده.
ډاکټر عرفان نور له ۲۰۱۶ کال راهیسې د امستردام په اکاډمیک روغتون کې د وینې د ناروغیو د متخصص په توګه دنده ترسره کوي او دا مهال د هډوکو د ماغزو د انتقال د څانګې مشر او لارښود دی.
ډاکټر عرفان نور وایي، دده علمي څېړنې تر ډېره د کمخونۍ ناروغۍ یا تالاسیمیا پر درملنه متمرکزې دي؛ دا هغه ارثي کمخوني ده چې تر دې وړاندې یې په بالغ عمر کې درملنه ډېره پېچلې او له لوړې مړینې سره مله وه، خو د نوموړي او د هغه د ټیم د څېړنو په اساس، اوس دا ناروغي په بالغ عمر کې هم په بریالۍ توګه تداوي کېږي.
نوموړی وایي، د هډوکو د ماغزو د انتقال له لارې یې داسې درملیزه لاره رامنځته کړې چې له مخې یې له ۹۷ سلنې څخه زیات ناروغان پرته له جدي خطره رغېږي.
د کمخونۍ ارثي ناروغۍ لکه تالاسیمیا په افغانستان کې هم ډېرې عامې دي، او د دې ناروغیو لپاره د اغېزمنو درملیزو لارو پراختیا د افغانانو د روغتیا لپاره ځانګړی ارزښت لرلای شي.
ښاغلي عرفان نور ته سلام او د دغه بري په اړه ورته مبارکي وایم. په ریښتیا یو مستعد او مستحق د ساینسي علومو عالم دی. د ښاغلي عرفان نور د نورو بریو په هیله! وسلام
ورور متخصص(سپیشلست) ډاکټر صیب ښاغلي عرفان “نوور” ته د دې بریا مبارکي وایم او د تالاسیمیا په درملنه کې له لاسته راوړنو ېې په ګران هیواد افغانستان کې هم د ګټې اخستو او د ماشومانو او لویانو په درملنه کې ېې؛ د هالڼډی ناروغانو تر څنګ، په پراخه پیمانه دعملييکیدو په هیله.
درنښت