Homeخبرونهد ایران د ملي امنیت شورا د سرمنشي لور د امریکا په...

د ایران د ملي امنیت شورا د سرمنشي لور د امریکا په یوه پوهنتون کې له دندې وایستل شوه

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶) د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د سرمنشي علي لاریجاني لور د امریکا په یوه پوهنتون کې له دندې وایستل شوه.

امریکا لس ورځې وړاندې لاریجاني د بندیزونو په لیست کې شامل کړ.

د ده لور فاطمه اردشېر لاریجاني د جورجیا ایالت د ایماري پوهنتون د «وبنشیپ» د سرطان په انتستیتیوت کې د استادې په توګه کار کاوه.

د روانې اوونۍ په پیل کې، له جورجیا ایالت څخه د امریکا د کانګرس غړي بادي کارتر غوښتنه وکړه چې هغه له دندې ګوښه شي او په جورجیا کې دې د هغې طبي جواز هم لغوه شي.

کارتر د جورجیا پوهنتون او د دې ایالت طبي شورا ته په یوه لیک کې ولیکل چې علي لاریجاني، چې په ایران کې لوړپوړی امنیتي مقام دی، په وروستیو کې په ښکاره ډول د امریکایانو او د امریکا د متحدانو پر ضد د تاوتریخوالي ملاتړ کړی دی.

بادي کارتر زیاته کړه چې د لاریجاني د لور له خوا په امریکا کې د ناروغانو د درملنې دوام د منلو نه دی.

هغه دا هم وویل چې « داسې کس ته، چې له یوه لوړپوړي ایراني امنیتي مقام سره نژدې کورنۍ اړیکې لري، د طبي جواز ورکول او په داسې حساس مقام کې یې کار کول د ناروغانو پر باور، د بنسټونو پر خوندیتوب او د ملي امنیت لپاره خطرونه رامنځته کوي.»

په همدې وخت کې، یو شمېر امریکایانو او ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړ او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه. همداراز یو شمېر ایرانیانو د وینشیپ د سرطان انسټیټیوټ مخې ته لاریون وکړ او د لاریجاني د لور د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه، ځکه د دوی په وینا د هغې پلار په ایران کې د اعتراضونو په ځپلو کې رول درلود.

فاطمه لاریجاني د ایماري پوهنتون د طب پوهنځي د وینې‌پېژندنې او طبي انکولوژۍ د څانګې اسستانته وه، او د پوهنتون رسمي وېب‌سایټ د هغې څېړنې داسې بیان کړې وې چې د «سږو د سرطان لپاره د نوو درملیزو هدفونو موندل او د معافیتي مقاومت د میکانیزمونو پېژندنه» یې تمرکز و.

خو د شنبې په ورځ له دندې تر ګوښه کېدو وروسته، د هغې ژوندلیک نور د پوهنتون پر وېبپاڼه نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...