جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د روڼتیا په لور : دریمه مرکه: سټریس زما خپل ایجاد دی

د روڼتیا په لور : دریمه مرکه: سټریس زما خپل ایجاد دی

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

مرکچي: ستړې مشې!

شیواني: اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي، شیواني خورې! په تېره مرکه کې په خوشالۍ خبرې وشوې، تر هغه مخکینۍ مرکه کې مو د خوشالۍ لپاره په خپلو اتکاوو بحث وکړ او بیا مو لاسته راوړنو ته کتنه وکړه. که رښتیا ووایم، له ځینو نږدې ملګرو سره مې راشه درشه درلوده، هغوی وویل، چې مثلاً لومړی يې موږ ته آی کیو (د ځیرکتیا ضریب) را وپېژانده، ورپسې مو د اي کیو (احساساتي ضریب) په اړه واورېدل، خو اوسمهال ایس کیو (روحي ضریب) ته را ورسېدو. دوی زیاتوي، چې په دې ټولو سربېره لا هم سټریس موجود دی، ان دا چې سټریس یې په ښه او بد سره وېشلی؛ هغسې چې ښه او بد کولیسټرول لرو…

شیواني: ههه، ښاا!

مرکچي: دوی زیاتوي، چې موږ دغه ډول سټریس او ذهني ټنشن ته اړتیا لرو. حتی یوه ملګري راته ویل، چې تر څو پورې سټریس ونه لرم، کار نه شم کولی او ورته په تمه یم. او کله چې سټریس پیدا کړم، نو هغه وخت خپل بهترین فعالیت کولی شم. دا خبرې څه معنا لري؟

شیواني: دا پوښتنه باید له ځانه وکړو! دا هغه اعتقادي سیسټم دی، چې زموږ شاوخوا ته موجود دی او هره ورځ یې اورو، چې تر هغو چې سټریس نه وي، کار نه شم کولی، یا دا چې که سټریس نه وي، یو غیرفعاله انسان رانه جوړېږي او هېڅ شي ته مې له وسه نه کېږي او هغه محرک نه وي، چې د کار او لاسته راوړنو لپاره اړتیا ورته لرم. خو موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو، چې آیا دا خبره په رښتیا همداسې ده؟ لومړی باید له ځانه پوښتنه وکړم، چې سټریس څه شی ده او کوم وخت چې زه د سټریس له تجربې تېرېږم، هغه مهال زما احساس څنګه وي؟ دا همداسې ده، مثلاً زه په عادي ډول قدم وهم، خو ناڅاپه مې په زنګانه کې ستونزه راپورته کېږي. په زنګانه کې مې چې ستونزه پیدا شوه، نو زنګون مې درد پیلوي. خو زه لا هم قدم وهم، مګر آیا دغه قدم وهل به مې له هغه قدم وهلو سره یو شان وي، چې کله مې ټول بدن روغ وو؟

مرکچي: نه، اوس درد هم ورسره مل دی!

شیواني: بالکل! اوس درد هم ورسره ملګری دی. خو دا چې دغه درد ډېر ناراموونکی نه دی، نو وایم، چې ځه، مشکل نشته. دومره درد خو طبیعي وي او له عمر سره لږ و ډېر درد خو د ژوند یوه برخه ده. نو زه خپل قدم وهلو ته دوام ورکوم او دا چې د خپل زنګانه د روغتیا غمه نه خورم، درد مې پرلپسې راسره وي او ان ځینې وختونه شدت هم مومي. مګر زه لا هم خپل ژوند مخته وړم، خو د یوه ناڅاپي سبب له مخې باید منډه وکړم، نو آیا اوس له هغه درد سره منډې وهلی شم؟

مرکچي: نه!

شیواني: بالکل، نه يې شم وهلی! سټریس هم په همدې ډول دی. سټریس زما په ذهن کې دی او زما د احساس کولو په طرز او کیفیت کې یو کوچنی غوندې درد دی. راځئ ارامه به کېنو او هغه وروستی ځل به را یاد کړو، چې سټریس مو پکې تجربه کړی وو. دغه تجربه به ډېره پخوا نه وي تېره شوې، بلکې امکان لري، همدا نن ورځ مو سټریس تېر کړی او یا مو پرون د سټریس تجربه لیدلې وي. په هغه شېبه کې زما احساس څنګه وو؟ ان که په احساساتي کچه هم خپل ځان نه شم ارزولی، نو لږ تر لږه خپل فزیکي او پتالوژیک پرامترونه یې ګورم. د مثال په توګه د زړه ضربان مې زیاتېږي، نبض مې لوړېږي، خوله مې وچېږي، په معده کې یو ناراموونکی احساس لرم، سر را باندې درنېږي او دا ټول هغه وخت پېښېږي، چې کله مې ذهن په ټول بدن خپل تاثیر کړی وي، چې دا يې ډېر وروستی پړاو دی. ډېر، ډېر وروستی پړاو! د مثال په ډول، موږ چې کله ازموینې ته ورځو، نو د ازموینې د ورځې په سهار…

مرکچي: یو ډول ګډوډ احساس لرو…

شیواني: یا هغه ورځ چې یوې لویې غونډې ته وینا کوو، خوله مو وچېږي…

مرکچي: خوله دې وچېږي، پښې دې لړزېږي…

شیواني: نو دا ټول په بدن باندې د ذهن اغېزې دي، خو دا يې ډېر وروستی پړاو دی او ډېر وروسته د ذهن اغېزې په بدن کې لیدل کېږي.

مرکچي: خو زه په دې اند وم، چې دا هر څه بیخي عادي دي. لومړی ځل چې د کامرې مخې ته راتلم، نو بار، بار مې په ژبه خپلې شونډې لمدولې، خوله او شونډې مې بیخي وچې شوې وې…

شیواني: نو آیا ښه نتیجه دې ورکړه؟

مرکچي: نه، بیخي خراب وو.

شیواني: راځه، یو ماشوم به په نظر کې ونیسو، چې خپل امتحان ته ور روان دی. امتحان یو هدف دی، امتحان یو فشار دی، خو که ماشوم ځان ته اضطراب ایجاد کړي، آیا په ازموینه کې به ښه نتیجه ورکړي؟ زما په یاد دي، چې کله به موږ ازموینه ورکړه او بېرته به راغلو او خپل ځان به مو ارزیابي کاوه، نو داسې سوالونه به هم وو، چې په ځوابونو به يې پوهېدلو، خو بیا به مو هم غلط کړي وو او بیا به مو د «بې پامي غلطي» ورته ویل. د بې پامي غلطي څه شی ده؟ په ځواب يې سم پوهېدلم، خو د سم ځواب په ځای مې بل څه ولیکل، ولې؟ ځکه چې ذهن مې صفا نه وو. ولې؟ ځکه چې اضطراب مې درلوده.

مرکچي: نو موږ باید بې پامي یا د بې پامي غلطي ورته ونه وایو او دا خبره غلطه ده؟

شیواني: دقیقاً! دا بې پامي نه وه، بلکې ما اصلاً له خپل ذهن سره بې پامي کړې وه او د خپل ذهن پام مې نه وو ساتلی!

مرکچي: څومره ښه!

شیواني: ښکاره ده، چې په ذهن کې به مې د فکر کولو ‎وړتیا نه وي، د تصمیم نیونې ځواک به مې اغېزمن وي، نتیجه به مې اغېزمنه کېږي، لاسونه به مې لړزېږي، ان د لیک سرعت به مې هم کمېږي او په پای کې به وایم، چې ما خو خپله پارچه هم بشپړه حل نه شوه کړای.

مرکچي: نو خلک ولې وايي، چې زه تر ټولو ښه فعالیت هغه مهال کوم، چې په سټریس کې یم او دا چې، په سر باندې مې چې بوج وي او ځان دروند احساسوم، هغه مهال خپل هدف ښه لاسته راوړلی شم.

شیواني: بوج صحیح ده، هدف هم صحیح ده، فشار هم صحیح ده؛ خو سټریس…

مرکچي: بوج، هدف… او فشار؟ آیا فشار د سټریس په معنا نه دی؟

شیواني: فشار په دې معنا دی، چې زه باید یو کار تر سبا ماښامه پورې پای ته ورسوم. دغه موده زما د کار ضرب الاجل دی او همدا زما ټارګیټ او فشار دی.

مرکچي: نو دا ټول عادي دي؟

شیواني: هو! ځکه که ضرب الاجل رانه واخیستل شي، نو بیا خو به همدا کار په شپږو ورځو کې پای ته رسوم. خو چې ته راته ووایې، چې دغه کار باید تر سبا ماښامه پورې ختم شي، نو دغه ضرب الاجل مې په ذهن کې نقش شو، چې تر سبا ماښامه یې باید ختم کړم او دا مې ټارګیټ دی. نو زه سمدلاسه هغه کار پیلوم او په سرعت سره خپل کار مخته بیایم، خو هغه وخت چې په سرعت سره په خپل کار لګیا یم، په همدې جریان کې دا فکرونه راسره پیدا شي،چې دغه کار به څنګه تر سبا ماښامه ختموم؟ که تر سبا ماښامه یې ختم نه کړم، نو پایله به يې څه وي؟ آیا له دندې به مې وشړي، آیا رئیس به راباندې قهر شي؟ که همدا کار له مانه مخکې چا پای ته ورساوه، بیا به څنګه کېږي؟ آیا هغوی به له ما نه مخکې شي؟ او که دا کار وشي، نو زما مسلکي ژوند خو نور اوبو وړی بوله،… او همداسې پسې درځه! او په دې ټول جریان کې زه لاهم په کار لګیا یم او فعالیت کوم.

مرکچي: خو په ذهن کې دې څه روان دي؟

شیواني: دغه کوم څه مې چې په ذهن کې روان دي، همدا سټریس دی.

مرکچي: او منفيتوب هم دی؟

شیواني: همدا منفيتوب پخپله سټریس دی!

مرکچي: سمه ده، نو منفیتوب سټریس دی!

مرکچي: بالکل! ځکه هر هغه څه چې ناراموونکی احساس راته پیدا کوي… منفیتوب دی! ټارګیټ صحیح دی: دغه کار باید تر سبا ماښامه ختم شي! دوو کسانو ته یو هدف ټاکل کېږي، چې دوی باید پلانکی کار تر سبا ماښامه ختم کړي. دواړه د دې هدف ترلاسي ته کار کوي او دواړه به يې ترلاسه هم کړي او دا په دې معنا ده، چې دواړه به خپل منزل ته ورسېږي. خو دغه سفر به د دواړه لپاره مختلف وي. مثلاً احمد وايي، چې سمه ده، زه باید دغه هدف تر سبا ماښامه سرته ورسوم، نو د احمد په ذهن کې نور هېڅ هم ځای نه لري، یوازې په همدې کار تمرکز کوي او تر سبا ماښامه دغه کار پای ته رسوي. دا یې سفر شو! خو علي څه وايي؟

مرکچي: «که کوم څه را پېښ شوو، څه به کېږي؟»

شیواني: که کوم څه را پېښ شوو، څه به کېږي! ته رئیس ته ګوره، پخپله کور ته ولاړ او ماته وايي، چې دغه کار وکړه. زه باید نن کور ته تللی وای، نن مې د لور کلیزه ده، هغه به په لاره کې ماته په تمه وي. حال دا چې علي په دې جریان کې په کار هم لګیا دی او تر سبا ماښامه پورې به خپل هدف ته هم ورسېږي. خو سفر يې څنګه دی؟ نو یو نفر منزل ته له ثبات… خوشالۍ سره رسېږي او هغه بل هم منزل ته رسېږي، خو سټریس هم ورسره ملګری دی.

مرکچي: او وروستۍ پایله يې څنګه؟

شیواني: په خارج کې د دواړو وروستۍ پایله یو ډول ده، دواړو خپل کار کړی، خو په درون کې ….

مرکچي: دغه دوهم کس بیخي ګوډ او مات دی…

شیواني: بالکل!

مرکچي: دوهم کس به وايي، اوه، دومره ډېر ټنشن وو، ډېر سخت فشار يې وو؛ اوه، هغه ورځې بیخي د خپسې غوندې وې، څه وایې، چې د دوهم کس وروستۍ پایله به همداسې وي؟

شیواني: شک پکې نشته! دغه دوهم کس به ډېر په ډاډه زړه د خپل حالت مسؤلیت په فشار ور واچوي او وايي به چې، طبیعي ده، چې دغه ډول احساس به مې کاوه، هدف همدومره مشکل وو او باید په څلرویشتو ساعتونو کې مې کار پای ته رسولی وای…

مرکچي: او دا چې دا خو بیخي عادي او طبیعي خبره ده… که ته زما په ځای وای، نو ته به هم همداسې وې.

شیواني: هو. موږ همېش خپل شاوخوا کسان په همدې ډول شرطي کوو: ښکاره ده، چې تر سټریس لاندې به راتلم، خو په اصل کې هغه سټریس نه، بلکې فشار وي. په ساینس کې سټریس ډېر اسانه فورمول لري: سټریس مساوي کېږي، له فشار تقسیم پر مقاومت سره: سټریس = فشار / مقاومت. فشار مقسوم دی، هغه څه چې له خارج نه پر ما را روان دي، لکه اهداف، ازموینې، اړیکې، حالات، ترافیکي ګڼه ګوڼه، د اهدافو ضرب الاجل؛ دا ټول د فشار مختلف شکلونه دي. مقاومت بیا له هغه فشار سره د مبارزې لپاره زما داخلي/دروني ځواک دی. ان ساده فلزي پاڼې چې په فابریکو کې یې وینو، د سټریس بېل بېل فکټورونه لري. موږ په بېلابېلو فلزي پاڼو یو شان فشار واردوو، خو د هغه فشار په مقابل کې د هرې فلزي پاڼې مقاومت مختلف دی، نو همدا وجه ده، چې د ټولو فلزي پاڼو سټریس هم مختلف راځي.

مرکچي: سمه ده!

شیواني: فشار په ټولو یو شان دی.

مرکچي: سمه ده، الوتکې هم په همدې ډول رغېدلې، چې یو شمېر فلزات خپل مقاومت له لاسه ورکوي او …

شیواني: خبره همدا ده! نو سټریس مساوي دی له فشار تقسیم پر مقاومت سره. خو نن ورځ موږ مقسوم علیه (مقاومت) له پامه غورځولی او په نتیجه کې يې وایو، چې سټریس مساوي دی له فشار سره.

مرکچي: او مقاومت څنګه؟

شیواني: مقاومت مو اصلاً له پامه غورځولی، ځکه زه هېڅ دې ته اماده نه یم، چې د خپل دروني ځواک مسؤلیت په غاړه واخلم. په دې اساس، سټریس مساوي کېږي له فشار سره. اوس که زه ازموینه لرم، طبیعي ده، چې تر فشار لاندې به راځم. که مې رئیس لږ سختګیره وي، ښکاره ده، چې له هغه سره کار کول به راته ننګوونکی وي، ځکه چې سټریس مساوي دی، له فشار سره.

مرکچي: خو څه فکر کوې، چې آیا د خلکو خوښېږي، چې په سټریس کې اوسي، یعنې په رښتیا یې هم خوښېږي او که څنګه؟

شیواني: وجه يې دا ده، چې موږ …

مرکچي: نو دوی ولې ستا د خبرو په مقایسه دومره په اسانه سټریس ته غاړه ږدي؟

شیواني: ځکه چې زه نه شم کولی…

مرکچي: څه شی نه شې کولی؟

شیواني: زه د خپل سټریس غم نه شم خوړلی، نو ځکه وایم، چې سټریس طبیعي دی.

مرکچي: ته غواړې، ووایې، چې په سټریس نه اخته کېدل او په یوه حالت کې خوشاله اوسېدل، خواري او کوشش غواړي؟

شیواني: هو، دا همداسې ده، لکه همدا اوس ته ماته یوه داسې خبره وکړې، چې نامناسبه غوندې وي، نو په دې خبره خفه کېدل اسانه کار دی او دا اسانه ده، چې …

مرکچي: ګوره ته خو وایې، چې دا کار اسانه دی، خو زه په ان په دې عمر کې هم فکر کوم، چې سټریس خورا طبیعي شی دی او ان خپل ماشوم ته هم وایم، چې دا خو طبیعي ده، چې پلانکي ماشوم تاته داخبره وکړه، نو ته خفه شوې. ان که پولیسو ته ورشم، هغوی به هم همدا خبره کوي، ان که محکمې ته لاړ شم، هلته به هم همدا خبره کوي، چې ماشوم غوسه وو، نو ځکه یې دا کار وکړ؛ یا بل چا پارولی وو، نو ځکه دا کار وشو. په دې معنا، چې موږ هر وخت پړه په یوه بل شي ور اچوو او هر چېرته چې لاړ شو، خبره په همدې ډول ده.

شیواني: موسم بدلېږي. نن اوړی دی، څو ورځې وروسته به یخني شي. ناروغه کېدل خورا طبیعي ده، ځکه چې موسم بدل شوی. موسم ډېر زیات سوړ دی، خو موږ ارامه نه کېنو او دا خبره نه کوو، چې دا طبیعي ده، چې موږ به ناروغه کېږو، په دې چې موسم بدل شوی! نه، بلکې خپله المارۍ پرانیزو، بړستنې راباسو او د ځان ساتنه کوو او نور د موسم له ملامتولو لاس اخلو، همداسې نه ده؟ موږ د خپل ځان ساتنه کوو!! په خارج کې به هر څه پېښېږي، خو دا چې موږ د ځان ساتنې میکانیزم نه دی زده کړی یا دا چې په څه ډول خپل ځان له هغو بدلونونو وساتو، چې په خارج کې پېښېږي، نو ځکه وایو، چې ناروغه کېدل خو طبیعي خبره ده. خفګان طبیعي خبره ده. سټریس لرل خو طبیعي خبره ده. خو روحانیت اوسمهال مقسوم علیه ته اهمیت ورکوي…

مرکچي: یعنې مقاومت ته؟

شیواني: هو، مقاومت ته! فشار او حالات زما په کنټرول کې نه دي…

مرکچي: حالات زما په کنټرول کې نه دي…

شیواني: په دې معنا چې، مقسوم زما په کنټرول کې نه دی او په هر ډول حالت کې مقسوم یوازې لس سلنه مسؤل دی.

مرکچي: او ۹۰ سلنه؟ مقاومت؟

شیواني: له هغه حالت سره د مبارزې لپاره زما ځواک!

مرکچي: زما ځواک، زما قوت…؟

شیواني: هو. ځکه که فشار نه وي، نو بیا هېڅ خبره نشته او سټریس به اصلا نه رامنځته کېږي، نو لس سلنه مسؤلیت د فشار په غاړه ور اچوو او پاتې ۹۰ سلنه مسؤلیت په دې ور اچوو، چې موږ په څه ډول د هغه فشار د کنټرول او سمبالښت لپاره لاس په کار کېږو.

مرکچي: ته غواړې ووایې، چې که یوه پېښه کېږي، نو دا لس سلنه ده، خو د دې پېښې پر وړاندې زما د غبرګون کیفیت څه ډول دی، دا ۹۰ سلنه ده؟

شیواني: ۹۰ سلنه ځکه دی، چې …

مرکچي: مثلاً یو څوک د شا له لوري زما موټر وهي، نو که مې موټر زوړ وي، ډېر يې کیسه کې نه کېږم، مستري ته یې دروم، ترمیموم یې. خو که موټر مې نوی ماډل وي، نو ډېر غبرګون ښیم، ځکه چې موټر مې ګرانبیه دی…

شیواني: خو دا لا هم ستا خپل انتخاب دی، چې ته څنګه غبرګون ښيې. وګوره، یو چا ستا موټر وهلی دی. مثلاً دوه کسان شا په شا روان وو، یا په ګڼه ګوڼه کې سره پېښ شوو او موټرونه يې له یو بل سره ټکر شوو، حالت زما په کنټرول کې نه دی…

مرکچي: سمه ده.

شیواني: خو اوس به زه غبرګون ښیم: یا له موټر نه ښکته کېږم، چیغې ور باندې وهم، تشدد اختیاروم او کنځاوې کوم او په مقابل کې به يې هغه هم په همدې ډول ځواب راکوي او لس دولس کسان به نور هم دې صحنې ته راټولېږي. دا هم یو انتخاب دی. خو یو بل انتخاب دا دی، چې ورته ووایم، سهار مو پخیر! ښه ورځ ولرئ، د بیا لیدو په هیله!

مرکچي: او بل انتخاب دا دی، چې بس لږ موسکا وکړه او له لرې ورته ووایه، چې هېڅ خبره نه ده.

شیواني: هو. هېڅ خبره نه ده، سهار مو پخیر! ښه ورځ ولرئ.

مرکچي: او که بیخي ډېره اړتیا شوه، نو د بیمې شرکت ته به ورشې، که نه وي، نور هېڅ هم نه پاتې کېږي… نور څه کولی شو؟

شیواني: که موټر بیمه هم نه شي! ستا د خپل ذهن بیمه مهمه ده. موټر به دې بیمه کړې، سبا به يې درته ترمیم هم کړي، خو هر ځل چې یوه پېښه کېږي، ستا ذهن ته صدمه رسېږي، نو ستا د ذهن بیمه چېرته ده؟

مرکچي: دا ډېر ښکلې جمله وه، شیوانې خورې! اوس مې دې ټکي ته پام شو، چې صدمه زما ذهن ته رسېدلې او بیمه باید د هغه وشي. او موږ تل همدا مهم شی هېروو… موټر مې ټکر شوی، او له ماسره ډېره اندېښنه …

شیواني:  د موټر ده! ههه.

مرکچي: بالکل؛ د موټر له امله څومره اندېښمن یم او څومره له تاوتریخوالي ډک غبرګون ښیم، خو ما ته چې کومه صدمه رسېږي، د هغه هېڅ په غم کې نه یم.

شیواني: ځکه چې زما د مسؤلیتونو په فهرست کې موټر مې له خپل ځان نه په لوړه درجه کې دی.

مرکچي: هو. همدا وجه ده، چې د خوراک، څښاک، خبرو یا خفګان پر مهال… موږ خپل ځان هېر کړی وي.

شیواني: کله چې زه د خپل ځان مسؤلیت تر ټولو لوړ وګڼم او د فهرست په لومړي سر کې زه قرار ولرم او دا ومنم، چې زما ذهني کیفیت زما لومړنی مسؤلیت دی، نو بیا چې هر څه پېښېږي، زه به لومړی د خپل ځان ساتنه کوم، چې آیا زه ښه یم؟ وروسته له هغه به ګورم، چې آیا نور هر څه هم سم دي او که نه؟

مرکچي: نه، بیا به ته د کتلو جوګه یې او نور به خوشالولی شې او د دې وړتیا به لرې، چې له بل چا پوښتنه وکړې، چې ښه يې؟ که ته له ځان سره مرسته نه شې کولی، نو له نورو سره به څه مرسته وکړې؟

شیواني: نه یې شې کولی! که ته د خپل ځان درملنه ونه کړې او ځان تداوي نه کړې، د بل چا ساتنه او درملنه نه شې کولی. خو ما ډېر زیات خلک لیدلي، چې…

مرکچي: او دا خودغرضي هم نه ده؟

شیواني: زه باید له ځانه دا پوښتنه وکړم، چې آیا دا کار خودغرضي ده؟ که زه په خپل ځان پام نه شم ساتلی، نو له تاسره هم کومک نه شم کولی او هسې به په دې وهم کې ژوند کوم، چې زما ټوله انرژي او وخت د نورو خلکو په پاملرنه کې مصرفېږي. خو پایله يې څه ده؟ زه به سټریس لرم، ماشومان به مې سټریس لري او بله ورځ به مې اولادونه ژور خفګان تجربه کوي. ژور خفګان یو داسې اختلال وو، چې شپېته کلنۍ یا تر دې لوړ عمر کې به خلک پرې اخته کېدل، خو نن ورځ د ښوونځي ماشومان پرې اخته وي او نن ورځ د ماشومانو ارواپوهان لرو! آیا موږ خپل مسؤلیتونه په سمه توګه سرته رسوو؟ که مو خپل مسؤلیتونه ادا کولی، نو نن به يې پایله دا نه وه!

مرکچي: دقیقاً! مسؤلیت ډېره ښایسته کلمه ده. کله چې خلک وايي یا چې ما به ویل، هغه پلانکی ډېر بې مسؤلیته دی، دغه موټروان ډېر بې مسؤلیته دی، د نن ورځې ښوونکي بې مسؤلیته دي یا سیاسیون بې مسؤلیته دي؛ خو ستا خبرو ته له غوږ نیولو وروسته اوس دې ټکي ته متوجه شوم، چې زه پخپله څنګه؟ د ځمکې پرمخ تر ټولو ډېر بې مسؤلیته انسان خو زه یم، چې د خپل ځان مسؤلیت ته اوږې نه ورکوم او د ځان پر وړاندې بې مسؤلیته یم.

شیواني: د انګلیسي responsibility کلمه….

مرکچي: زه باید بامسؤلیته شم او خپل ماشوم ته دا ور زده کړم، چې څنګه یو بامسؤله شخص جوړ شي؟

شیواني: لومړی باید زه بامسؤله شم.

مرکچي: دقیقاً!

شیواني: د responsibility کلمه له دوو کلمو جوړه ده، response  اوability؛ یعنې د غبرګون ښودلو وړتیا؛ responsibility په هر ډول حالاتو کې د غبرګون ښودلو لپاره زما وړتیا ته ویل کېږي! همدا مسؤلیت هم دی، چې زه باید ځوابګوی واوسم.

مرکچي: او همدا ستا په وس پوره ده؟

شیواني: بالکل، یوازې او یوازې همدا مې په وس پوره ده! ههه! ته د ژوند دې جبر ته ګوره، چې موږ تل د هغه څه د کنټرولولو هڅه کوو، چې زموږ په کنټرول کې نه دي.

مرکچي: او دا هېروو چې…

شیواني: او هغه یو شی له پامه غورځوو، چې زموږ په کنټرول کې دی. او بیا وایو، چې زما ذهن زما په واک او کنټرول کې نه دی. ذهن یوازینی هغه شی دی، چې زموږ په کنټرول کې دی. ان د موټرو د ټکر کېدو دغه وړه پېښه کې هم که له یو چا پوښتنه وکړې، چې کولی دې شوی، مقابل لوري ته دې ویلي وای، «ښه ورځ ولرئ، په زړه يې مه اخلئ» او همداسې ترې روان شوی وای. خو چې دا خبره ورته وکړې، نو دوی به سمدستي درته ووايي، «نه، نه، نه! آیا دغه یې حل لاره ده؟ د دې ستونزې طبیعي حل لاره دا ده، چې له موټر نه راښکته شې او مقابل لوري ته سمه لاره ور وښيې.» سمه ده! خو که ته هغوی ته دغه مسئله تشریح کوې، پوهېږې څه کېږي؟ په دې ډول خپل ځان ته صدمه رسوې او خپل ځان خفه کوې. خو دغه کس به بیا هم وايي، چې «نه، دغه کس باید په دې پوه کړای شي، چې تېروتنه يې کړې ده.»

مرکچي: او وايي به چې، تر څو دا غلطي بیا تکرار نه کړي… او دا چې زه اصلاً په هغه یو احسان کوم…

شیواني: بالکل! نو زه ډېره دلچسپي له دې سره لرم، چې خلکو ته زدکړه ورکړم، خو د دې هېڅ پروا نه کوم، چې زه پخپله په څومره درد او کړاو کې یم.

مرکچي: خو په دغه حالت کې څنګه یو چاته څه ور زده کولی شې! دوه موټرې سره ټکر شوې، هغه قصدا دا کار نه دی کړی، نو ته هغه ته څه ور زده کوې؟

شیواني: نو بل ځل چې د سرک په سر دغسې پېښې راسره کېږي، نو باید له ځانه همدا پوښتنه وکړو! خو خبره دا ده، چې زه غواړم هغه بل کس په دې پوه کړم، چې «ته سم موټر نه چلوې، باید هرې خواته دې پام وای.» نو زه له دې سره ډېر دلچسپي لرم، چې خلکو ته دا ور زده کړم، چې څه صحیح دي او څه غلط دي. خو دا هېروم، چې آیا زه صحیح یم او که نه؟

مرکچي: او زما دا چلند دا ښيي، چې د پېښې یا حادثې کلمه په دې ځای کې غلطه ده. پېښه یعنې یو څه تصادفي پېښ شوي. او ته چې هغه کس پوه کوې، نو په اصل کې ستا هدف دا دی، چې دغه پېښه حادثه نه وه او داسې چلند کوې، ګنې هغه کس قصدا ستا موټر وهلی دی!

شیواني: د دې وجه دا ده، چې موږ تل همداسې احساسوو، چې یو بل چا غلطي وکړه، ځکه یوه حادثه رامنځته شوه. دا خو یوه ډېره وړه پېښه ده، خو د لوبې قوانین په هر حال کې په هماغه ډول دي. پېښه که وړه وي او که یوه خورا لویه حادثه وي، زه د خپل غبرګون ښودلو په برخه کې انتخاب لرم. زه باید خپل ځان ارامه کړم او په دې ځان پوه کړم، چې په هر حالت کې زه د انتخاب واک لرم. مثلاً که زه ورته ووایم، چې هېڅ ستونزه نشته، په مخه دې ښه شه! نو هغه ورځ به مې احساس څنګه وي؟

مرکچي: ډېر ښه احساس به کوې، په ځان باوري. ممکن خپلو ملګرو ته یې هم کیسه وکړې، د کورنۍ غړو ته به هم ووایې، چې وګوره، نن مې داسې کار وکړ او ډېر غوره احساس لرم.

شیواني: او داسې به احساسوې، چې ځان دې د خپل ځواک او انرژي له بې ځایه مصرف نه ژغورلی.

مرکچي: او له همدې امله ښه احساس کوم…

شیواني: ځکه د خپلې انرژي حفاظت دې کړی، خپله انرژي دې ساتلې ده.

مرکچي: خپلې کمزورۍ مې فتح کړې دي…

شیواني: بالکل! په خپلو کمزورتیاوو دې غلبه موندلې! او دا یو داسې څه دي، چې باید خوند ترې واخلې.

مرکچي: دا همداسې ده،  لکه ټوله ورځ د خپلو کمزورتیاوو تر اغېز لاندې لکه یو غلام داسې وم، خو ناڅاپه مې خپلې کمزورتیاوې را لاندې کړې… که رښتیا ووایم، دغه کوم څه چې ما او تا همدا اوس وایو، په هغه شېبه کې یې ممکن احساس نه کړو، خو یو ډول خوشالي ارومرو ترلاسه کوو. مثلاً یو څوک کیسه کوي، چې داسې وشول. ته هم وایې، چې هو، له ماسره هم په هوايي ډګر کې یوه پېښه وشوه. یو نفر په منډه روان وو، بېګ یې زموږ له موټر سره ولګېده، موټروان مې په غوسه کې پسې ور کوزېده، خو ما را وګرځاوه، ورته ومې ویل، چې پرېږده یې، ارمه اوسه! ارامه اوسه، دروازه وتړه، خپل موټر دې چلوه او ان شاته هم مه ورپسې ګوره. نو یو ډول ډېر ښایسته احساس کوم. خو اوس چې له تاسره دغه خبرې کوم، نو پوه شوم، چې بالکل! اصلاً په خپلو هغو کمزورتیاوو غالب شوی یم، چې له کلونو راهیسې را سره وې.

شیواني: بله دا هم ده، چې په هغه شېبه کې دې سم فکرونه وکړل، نو ځکه ښه احساس کوې.  که ته دا فکر وکړې، چې «هېڅ ستونزه نه ده، یوازې یوه پېښه وه، تېرېږه او خپله لاره لنډوه.» دا یو ښه فکر دی، یو ښه احساس دی. خو که زه دا فکر ایجاد کړم، چې «ولې لارې ته پام نه کوي، موټر باید سم وچلوي، دا څوک دغه ډول کسانو ته جواز ورکوي، په هېواد کې څومره اداري فساد دی…» او په دغه شېبه کې دې ته ورته هر ډول فکر کولی شې. خو پوښتنه دا ده، چې له هغه فکر وروسته به زموږ احساس څنګه وي؟ ښکاره ده، چې څنګه زموږ فکر وي، هماغسې به زموږ احساس هم وي او هماغسې به مو له ژبې ناوړه کلمات راوځي او هماغسې به ستاسو دواړو ترمنځ د انرژۍ تبادله کېږي. او له دې هر څه وروسته، موږ خپل دفتر ته رسېږو.

مرکچي: او دغه حالت څومره موده دوام کوي، یعنې دغه د مزاج خرابي، ناسم احساس او دا ټول…

شیواني: داسې ووایه، چې مثلاً زه تر خپل دفتر پورې یو ساعت لاره وهم، نو دغه حالت به نیم ساعت راسره وي، خو د خوند خبره دا ده، چې په راتلونکي نیم ساعت کې به یوه بله پېښه رامنځته شي.

مرکچي: او دغه پېښه به تر پخوا لا بدتره وي…

شیواني: ځکه چې د مدافعت سیسټم مې صدمه لیدلې او له مخه لا ناروغ یم…

مرکچي: او غوسه دې ان له سره هم پورته رسېدلې…

شیواني: دقیقاً! نو اوس زه دفتر ته رسېږم، او د معلوماتو څانګې مسؤل په خپل ځای کې نشته او دفتر ته په وخت نه ده را رسېدلې، بس همدا ده! یو بل (ناوړه) حالت مې هم مخې ته راغی. بیا زه خپل اطاق ته رسېږم، نو ګورم، چې صفاکار زما مېز سم نه دی صفا کړی، دا یې یو بل حالت! یوه بل مامور خپل کار پای ته نه دی رسولی، چې باید له لسو بجو له مخه باید زما په مېز تیار ایښی وای، دا یې یو بل حالت!

مرکچي: یا هېچا راته ونه ویل، چې یو ملګری همدا نن لس بجې هوايي ډګر ته را رسېږي، چې باید مخې ته ورغلی وای او اوس لس نیمې بجې دي.

شیواني: نو له یوه حالت پسې بل حالت، بیا بل حالت او بیا بل حالت! او زه پرلپسې غبرګون ښیم او هر ځل خپل غبرګون توجیه کوم، چې دغه غبرګون د پلانکي، پلانکي او پلانکي حالت له امله وو.

مرکچي: زه په حق وم، زما هېڅ غلطي هم نه وه، خو دا کار وشو او دا خو طبیعي ده، چې داسې به کېدل. هر چا سره چې دا کار شوی وی، غوسه کېده به، قهرېده به.

شیواني: ته چې غبرګون ښیې، خپله انرژي ضایع کوې، خپله انرژي له منځه وړې، خپل احساساتي ځواک دې را کموې او بیا چې له یوه بل حالت سره مخ کېږې، تر پخوا به ډېر کمزوری یې. او بیا چې له یوه بل حالت سره مخ کېږې، تر پخوا به لا ډېر کمزوری شوی یې. او د ورځې په پای کې به … ستړی، ستومانه او ګوډ و مات یې…

مرکچي: آیا دا یو عادت هم ګرځي؟

شیواني: هر هغه کار چې بیا بیا ترسره شي… عادت ګرځي. او بار بار ځان ته ویل، چې دا طبیعي ده. طبیعي ده. او په دې ډول یې توجیه هم کوې.

مرکچي: او په دې ډول د وینې په لوړ فشار اخته کېږم، بیا د زړه تکلیف راته پیدا کېږي…

شیواني: خو دا هر څه طبیعي دي! پوهېږې، نن سبا خلک وايي، چې د وینې لوړ فشار طبیعي خبره ده.

مرکچي: او هر دوهم دریم کس په دې فشار اخته ده.

شیواني: دا چې سټریس طبیعي ده، نو د سټریس فرعي عوارض به هم طبیعي وي کنه! او که سټریس زما لپاره طبیعي کېدلی شي، نو زما د ماشومانو لپاره هم سټریس عادي خبره او یوه طبیعي مسله ده. او په دې ډول هر هغه څه چې غیرطبیعي وو، په هغو د طبیعي ټاپه ولګېده.

مرکچي: نو راځئ ټول ځانونه په سټریس اخته کړو او هغه څه لاسته راوړو، چې هیله يې لرو. ههه!

شیواني: دقیقاً! او بیا پسې وایو، چې اوس موږ خوشالي هم غواړو!

مرکچي: ههه! او هغه هم نامحدوده خوشالي!

شیواني: بالکل!

مرکچي: رښتیا دغه نامحدوده خوشالي په اصل کې څه معنا لري؟

شیواني: نامحدوده خوشالي، هغه چې تر توکو، خلکو او حالاتو پورې محدوده نه وي.

مرکچي: نامحدوده خوشالي، هغه چې تکیه يې …

شیواني: تکیه یا هغه چې محدوده نه وي، تر فزیکي توکو، خلکو او حالاتو پورې محدوده نه وي. خوشالي یو ذهني کیفیت دی، چې نامحدود دی، غیرمشروط دی او خپلواک او مستقل دی. مطلق ازاد!

مرکچي: نو په اصل کې موږ یو ډول محدودیتونه ځانته پیدا کوو؟

شیواني: او ورپسې د خوشالۍ اتکاوې، او له همدې امله ځانته وېره هم پیدا کوو، چې که چېرته مې خپل هدف ترلاسه نه کړ، بیا به څه کېږي؟ چې په دې ډول هېڅ کله هم خپلواکي ته نه شو رسېدلی. هرکله چې پر یو چا یا یوه شي زموږ تکیه وي، سمدستي ورسره د وېرې فکر هم پیدا کېږي: ښه که هغه شی ترلاسه نه کړم، بیا؟ مثلاً که زه یو فکر کوم، مثلاً د یوې لاسته راوړنې په اړه فکر کوم، چې که پلانکی شی لاسته راوړم، نو هله به خوشاله شم؛ نو ورسره جوخت دا فکر هم راسره پیدا کېږي، چې ښه که ترلاسه يې نه کړم، بیا؟ نو سمدستي مې وېره هم ورسره پیدا کړه. او دا چې اوس وېره لرم، نو خوشالي هم کډې رانه باروي. همدا وجه ده، چې داسې خلک به دې مخې ته درشي، چې وايي به، چې د کورنۍ ټول غړي دې هم خوشاله وو، نو ډېر مه خوشاله کېږه، معلومه نه ده، چې سبا به څه کېږي؟ نو ګوره، دوی دومره له وېرې ډک دي، چې ان له خوشالي هم ډارېږي، له خوشاله کېدو هم په وېره کې دي.

مرکچي: دوی داسې هم کوي، چې مثلاً په خوشالۍ کې به درته وايي، چې خوشاله کېږه مه او په خفګان کې به درته وايي، چې خفه کېږه مه، ځکه هېڅ څوک نه پوهېږي، چې سبا به څه کېږي. دا هر څه مؤقتي دي.

شیواني: وجه يې دا ده، چې موږ فکر کوو، چې دا هر څه په حالاتو پورې تړلي دي. نو نن ورځ چې حالت مناسب او زما په ګټه دی، زه خوشاله یم. نو دوی درته وايي، چې ډېر مه خوشاله کېږه، ځکه معلومه نه ده، چې راتلونکی حالت به څه ډول وي؟ خو که خوشالي اصلاً زما په ذهن کې وي او له حالاتو مستقله او خپلواکه وي، نو بیا به بشپړه اونۍ څلرویشته ساعته خوشالي څخه برخمن یم. او خوشالي مې اصلاً په کوم حالت پورې تړلې نه ده. په هېڅ شخص پورې هم مربوط نه ده، بلکې زما خپل ایجاد دی، زه يې پخپله انتخابوم، بې له دې چې په خارج کې څوک یا څه دي، یا څه روان دي!

مرکچي: زه فکر کوم، چې دا هم ښه نظر ده، چې یوه مرکه په دې عنوان ولرو، «بشپړه اونۍ څلرویشته ساعته خوشالي!»  ههه!

شیواني: که موږ په رښتیا غواړو، چې خوشاله شو، باید له ځانه پوښتنه کړو، چې د څومره مودې لپاره غواړم خوشاله شم. زما یادېږي، کله چې موږ په ښوونځي کې وو، له موږ نه به یې پوښتنه کوله، چې کومه ورځ مو د ژوند تر ټولو خوشاله ورځ وه؟

مرکچي: آهاا! څومره دردوونکې ده!

شیواني: همداسې ده. موږ په خپل ژوند کې یو شمېر د خوشالۍ ورځې لرو او خلک سمدلاسه د هغو ورځو فهرست ستاسو مخې ته کېږدي، چې کومه ورځ اول نمره شوم او یا په کومه ورځ چې پلانکی او بیستانکی کار وشو، تر ټولو ډېر خوشاله وم. یو بل به وايي، کومه ورځ مې چې ترفیع وکړه، کومه ورځ مې چې لور واده شوه. نو وګوره زموږ خوشالي په حالاتو پورې تړلې، مشروطه خوشالي ده.

مرکچي: خو موږ له ماشومتوبه همداسې شرطي شوي یو؟

شیواني: نو اوس يې وخت دی، چې له ځانه پوښتنه وکړو، چې کله او کله غواړو، چې خوشاله واوسو؟

مرکچي: زه خو پخپله غواړم، چې بشپړه اونۍ څلرویشت ساعته خوشاله اوسم! ههه

شیواني: ممکنه ده! او کولی یې شو. خو د دې لپاره باید د خپل ځان خیال وساتو او د خپل ځان مسؤلیت ته اوږې ورکړو. بیا ممکنه ده، خو که خوشالي مو په خارجي دنیا پورې مربوط وي، نو بیا به مو خوشالي مؤقتي او مهالیزه وي. او څومره چې حالات ننګوونګې کېږي او څومره چې د خلکو چلند د نه پېش بیني وړ ګرځي، هماغومره به د خوشالي ترلاسی مشکل کېږي، چې همدا وجه ده، چې موږ سټریس عادي وباله، حال دا چې اصلاً دا خوشالي وه، چې طبیعي ده.

مرکچي: شیواني خورې! ډېره زیاته مننه، چې دا خبره دې راته واضح کړه، چې سټریس طبیعي نه دی، بلکې خوشالي طبیعي ده. د لاسته راوړنو یادونه مو هم وکړه، نو په راتلونکې مرکه کې به په دې خبرې وکړو، چې څنګه لاسته راوړنې ولرو؟

 شیواني: ولې نه!

مرکچي: اوس که زحمت نه وي، د لیدونکو لپاره لنډه مراقبه کولی شو؟

شیواني: سمه ده. راځئ په خپلو ځایونو کې ارامه کېنو.

«خپل ځان په نظر کې نیسم. زه، چې د هر فکر او احساس ایجادوونکی یم، په ژوند کې یو شمېر فشارونه لرم، یو شمېر موخې دي، چې باید ترلاسه يې کړم. ځینې کارونه باید تر ټاکلې نېټې پای ته ورسوم، دا ټول یوازې یو فشار دی، زه هغه څوک یم، چې خپل هدف ته به ځان رسوم. د دې هدف د ترلاسي په جریان کې باید له ځانه ساتنه وکړم، د خپل هدف په سفر کې باید د خپلو فکرونو او احساساتو د کیفیت ساتنه وکړم. هره وېره، هر اضطراب او هره اندېښنه چې وي، لومړی ارامه کېنم او د خپل فکر کیفیت بدلوم. زه یو ځواکمن موجود یم او زه هغه څه لاسته راوړلی شم، چې هوډ مې يې کړی. خو لومړی به د ځان ساتنه کوم، هېڅ شی او شخص زما وضعیت او کیفیت نه شي اغېزمنولی او دا دواړه په بشپړ ډول زما په واک کې دي. زه، چې یو ځواکمن موجود یم، محفوظ او خوندي د خپل هدف په لور ور درومم. همدا زما سفر دی. د خوشالۍ سفر! اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي! شیواني خورې! تر هغو چې بیا سره وینو، راځئ د خپلو فکرونو کیفیت وڅارو او فکر پرې وکړو.

شیواني: مننه کوم!

مرکچي: له تاسو هم مننه!

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب