جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا متقي خپلو دیپلوماتانو ته؛ په کال کې یو مسلکي کتاب خو...

ملا متقي خپلو دیپلوماتانو ته؛ په کال کې یو مسلکي کتاب خو ولولئ

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۲۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي طالب دیپلوماتانو ته په یوه غونډه کې د کنایوي نیوکې په ډول ویلي، چې لږ ترلږه په دغه مسلک کې یو مسلکي کتاب خو په کال کې ولولي.

د متقي د رسنیزې شوې وینا په یوه برخه کې ویل شوي:((ځوانان باید په هره هغه برخه کې چې مسولیت ورله غاړه شوی، د هغه مسلک پوهه ترلاسه کړي.))

ښاغلي متقي ننني ځوانان د سطحي معلوماتو په لرلو او له مطالعې په لرې والي تورن کړي، خو د طالبانو منتقدان باور لري، چې هغه ټولو افغان ځوانانو ته د خپلو طالبانو په سترګه کتلي، چې په باور یې ناسم قضاوت دی.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د دیپلوماسۍ د دستګاه په ګډون طالبانو په ډېرو ادارو کې مسلکي کاردونه ګوښه او پر ځای یې خپل جنګیالي او نور پلویان ګومارلي، چې له دې امله توندو نیوکو سره مخ دي.

څارونکي له افغانستانه، د کادرونو د وتو یو مهم دلیل هم د دوی وزګاریدل او بې سرنوشتي بولي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

4 COMMENTS

  1. د باندینیو چارو وزارت یو مسلکي وزارت دی . د مهمو څانګو ټول غړي یې باید د بین المللي روابطو ، نړیوالو حقوقو ، دیپلوماسي او نړیوالو اقتصادي اړیکو په برخه کې تخصص او د لسانس ، ماستر او یا دوکتورا سندونه ولري .
    دیپلوماسي د ملا او خرکار دنده نه ده ، دیپلومات برعلاوه چې په خپل مسلک کې وارد وي ، یوه نړیواله ژبه لکه انګلیسي ، عربي ، فرانسوي ، هسپانیوي ، روسي او یا چینایی یې زده وي .
    دیپلومات باید د خپل هېواد له رسمي دریځ او همدارنګه له ټولو نړیوالو کنوانسیونونو ، مهمو نړیوالو او دوه اړخیزو معاهدو، دسیمې او نړۍ له ورځني او حادو پېښو باخبره وي . کله چې کوم هېواد ته د رسمي سفر لپاره ځي ، د خپل هېواد او مربوطه ځای له دوه اړخیزو اړیکو او ټولو تړونونو او حتی له موافقتامو هم خبر وي .
    هوایی او تکراری خبرې ، دوامداره دروغ او بې اسنادو غږېدل دیپلوماسي نه ، ملایي دنده ده .
    په حد اقل یو کتاب لوستلو کوم څه نه ترلاسه کیږي .

  2. نو کتابونه خو جمهورییتیانو لیکلی، یو مسلمان طالب یی څنګه ولولی؟ ایا د طالبانو پالیسی د دی اجازه ورکوی چی طالب د جمهوریتی په قلم لیکلی کتاب ولولی؟

  3. سلام
    زه ملا متقی سره کومه ستونزه نه لرم او دغه نیوکه هم دکومې شخصی ګتې پر بنسټ ولاړه نه ده . دبهرنیو چارو دوزارت مسئو لیتنو ، نصاب او ضرورتونه تر یوه حده محتر حسن صاحب په ګوته کړی چې حقیقت دی. ما په تاند کې ددو کسانو په هکله لیکنه وڅېړله دغه کسان عبارت دی له:
    الف- عبدالرحمن پژواک
    ب- شهید سردار محمد داود خان
    عبدالرحمن پژواک دافغانستان سیاسی او بهرنی موقف په ملګرو ملتو کې دسیاسی ظرفیت بر مبنا راژوندی کړ سره له دې چې هغه عالی تعلیمات نه لرل خوله دیرو تعلیم یافته دېپلوماتانو څخه دوه برابر مخ ته وه. ملګرو ملتو کې دا وخت افغانستان لکه ستوری ځلید. په ملګرو ملتو کې بل نر ما دافغانستان په هکله نه دی لیدی.
    شهید داود خان سره له دې چې کمزوری خلک یی له ځانه راچاپیرکړی وه اوپه همغو یې ځان تباه او ناکام کړ خو برخلاف دهغه سیاسی موقف او کلک دریځ دمیز پرسر دکمونستانو مشر برېژنیف ولړزاوه،شهید داود خان دزعامت بشپړ شخصیت درلود اوافغانستان سره سم راته . هغه په نړیواله کچه دیوه زعیم په توګه ونازید او استقبال شو تاریخ دغه شاهدی ورکوی..
    نوراځی چې ملا امیر خان ورسر مقایسه کړو چې نه پوهه لری او نه سیاست لوبی دی، ډیر امکان لری ملا ښه سړی وی خو امیرخان دخپل خان علاج وکړی چې یوفیصد هم دبهرنیو چارو دوزارت اهلیت، کفایت او ظرفیت ور سره نشته زه نه بوهیږ م چې دکومې جهان بینی پر بنیاد ده ته ددغی انحصاری تاکنې اجازه ورکړل شوی. وایی پشی به داوړو جوړه کړو خو میو به پکې څوک وکړی .امیر خان دې کارته هیڅ…….. جوړ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب