Homeخبرونهپاکستان د ترانز – افغان ریل پټلۍ پروژې په اړه د مذاکراتو...

پاکستان د ترانز – افغان ریل پټلۍ پروژې په اړه د مذاکراتو کوربه دی

تاند: ( دوشنبه، د سرطان ۲۶ مه)  د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترانز – افغان ریل پټلۍ پروژې په اړه د درې اړخیزو مذاکراتو خبر ورکړل شوی.

په دې مذاکراتو کې د پاکستان ترڅنګ د ازبکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حاکم رژیم استازي برخه لري.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د دوی رییس ملا بخت الرحمن شرافت له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د یادې پروژې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی.

 ویل شوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به په درې اړخیزه غونډه کې وڅیړل شي.

 تردې مخکې تیره اونۍ د هرات – خواف د اوسپنې پرپټلۍ د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد پیل شو.

دغه ۲۲۵ کیلومتره پټلۍ هرات د ایران له خواف سره نښلوي.

طالبان په دې برخه کې د جدي هڅو خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. پدی برخه کی آیا طالبان ماهره مسلکی کسان لری یا ملا به هم د ریل د پتلی تخنیکی انجنییر وی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...