پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورسینماپه افغانستان کې د مبلغانو د برمته کېدا په الهام فلم جوړ...

په افغانستان کې د مبلغانو د برمته کېدا په الهام فلم جوړ شو

تاند- د جنوبي کوریا یو سینمايي ډایرکتر، چې په اویایمه او اتیایمه لسیزو کې یې تجارتي فلمونه جوړول، د ۲۳ مبلغانو د تښتول کېدو له پېښې څخه په استفادې فلم جوړ کړی دی.

د جنوبي کوریا فلم ډایرکټر لي جانګ هو، چې په اویایمه او اتیایمه لسیزه کې د تجارتي فلمونو په جوړولو مشهور و، اوس له اتلس کلنې وقفې وروسته په ۲۰۰۷ میلادي کال په افغانستان کې د کلیسا د درویشتو مبلغانو د برمته کېدو له پېښې څخه په استفادې فلم جوړ کړی دی.

1د لي جانګ هو نوی فلم د خدای د سترګو نظر (God’s Eye View) نومېږي او په مستقیم ډول په ۲۰۰۷ میلادي کال په افغانستان کې د جنوبي کوریا د عیسوي مبلغانو د برمته کېدو لانجې ته اشاره کوي چې په لړ کې یې دوه یرغمل ووژل شول.

دا فلم په جنوبي کوریا کې مذهب په نوم محکومیت څېړي چې د عیسویت د تبلیغ لپاره د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته تر ټولو زیات مبلغان لېږي.

لي جانګ هو وايي، دا فلم سره له دې چې له خلاصونه وروسته د مبلغانو له کیسو څخه په استفادې جوړ شوی، خو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د برمته کېدا د پېښې سپه اړه نه دی.

په فلم کې حتي د عیسوي مبلغانو د کارونو دفاع هم نه ده شوې.

سره له دې چې (God’s Eye View) فلم لا ښودل شوی نه دی، خو ډېرې تبصرې ورباندې شوي دي. یو شمېرمبلغانو چې په افغانستان کې یرغمل شوي و، انتقاد کوي او وايي: دې فلم د سایمول پرس بتریان د کلیسا پېښو ته پرده غوړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب