دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد وريو د وينې کېدو د مخنیوي اسانه لار

د وريو د وينې کېدو د مخنیوي اسانه لار

که ستاسې د وریو څخه په خپل سر یا د غاښونو د صفا کېدو په وخت وینه ځي، نو تاسې د دغې نسخې په استعمال سره کولای شئ چې له دغه تکلیف څخه د تل لپاره ځان خلاص کړئ.

دغه تکلیف ۹۵ فیصده بالغ کسان لري، دا بکتریاوې په غاښونو حمله کوي او که چېرې په وخت یې علاج ونه شي کولای شي چې غاښونه لومړی کمزوري او بیا چینجن کړي، چې بیا دغه وخت غاښونه د صفا کولو په وخت وینه هم کوي او ورسره یوځای به مو د خولې بد بوی هم ځي.

د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره یو په ګیلاس تودو اوبو کې یوه وړه کاشوغه مالګه واچوئ او څو ځلې ورباندې هره ورځ خپل غاښونه پاک کړئ، د دې ترڅنګ خپل غاښونه د شاتو، د کوپرۍ او زیتون تېلو په مرسته هم پاکولای شئ ځکه دغه درې واړه هم د بکتریا ضد ښه کار کولای شي، که چېرې موږ خپل غاښونه پاک وساتو هېڅکله به هم د غاښونو په ناروغیو اخته نه شو او  ان شاالله د غاښونو د ناروغیو څخه به تل خلاص یو.

محمد مبین هڅاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب