چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+سبزيجات| انجينر خالقداد جلال

سبزيجات| انجينر خالقداد جلال

 په دی برخه کې د سبزيجاتواو د هغو خواص اوطبی اثرات تشريح کيږي.

Solanaceae family vegetables – 1

رومي بانجان

رومي بانجان ښايسته رنگ او ډير ويټامينونه لري دا سبزي هم په سلاد کي او هم په ډيرو طعامونو کي پکاريږي چي د غذا خوند او رنگ ورسره د کيفيت په لحاظ ښه کيږي .

قبض له مينځه وړي ،کولموته گټه رسوي ،هغه ميندي چي کوچني ته شيدي ورکوي که وئي خوري نو شيدي به يي زياتي شي. او څرنگه چي فولاد لري بدن ته قوت هم وربښي ،که کوچينانو ته د روميانو اوبه ورکړل شي ډيره گټه به ورته ورسوي په تيره بيا غاښونو ته، څرنگه چي روميان ډير گټوره سبزي ده اوچي تريووالي لري بايد د ټوخي ،نزله او زکام په وخت کي ونه کارول شي .هغه کسان چي د ځيگر په تکليف اخته دي د روميانو خوړل ورته نه تجويز کيږي ځکه چي ددې سبزي په ترکيب کي دا لکالوئيدو په نامه مواد موجود دي او په بعضي کسانو کي حساسيت پيدا کوي اود ځيگر مريضانوکي ناراحتي پيداکوي او هم هغه کسان چي د هغوی هضمي سيستم ښه نه وي داکسان دي روميان په خام ډول نه خوري ځکه په معده کي نفخ او بادپيدا کوي .رومي بانجان په خپل ترکيب کي په ډيره اندازه سلولوز(پوستکی ) او ډيري اوبه لري لدي کبله د کاهو په شان د بدن مدفوع حجم زياتوي او د ديابيټ يادخوږې مرض ناروغانو ته ډير گټور او سودمند دي .په روميانو کي اکزاليک اسيد په ډيره اندازه شته   اود همدي اسيد په موجوديت کی پښتورگو کي تيږي پيداکيږي.دروميانوپه ترکيب کي کاربوهايدريت، پروتين او شحمي مواد لږ څه کم موجود دي پدي جمله کي د روميانو د کاربوهايدريت ترکيبي مواد عبارت دي له : پانتوزان ،هيمي سلولوز،يکتين ،دکسترين ،اينوزيت او انولين چي داټول د وړو کولمو د ميکروبونو پوسيله تجزيه کيږي چي يو د علتونو د نه هضميد و او هم نفخ او باد پيداکيږي دهغو اشخاصرپه معده کي د ډير وروسته هضميد وعلت په روميانوکي د يانتوزان موجوديت دي بايد وويل شي چي د روميانو سلولوز په غټو کلمو کي دانزايمو په ويسله تجربه کيږي او جذبيږي .پکتين چي په روميانوکی موجود دي په ډيره اساني په اوبوکي حل کيږي اود پکتاز انزايم په وسيله په پکنيک اسيد تبديليږي چي د ويني جريان ډير زر ودروي او همدا پکينک اسيد دي چي په بدن کي د مليک الکول جوړوي چي د بدن د اکسيديشن په عمليه کي ډيرموثردي.په روميانو کي چي په بوټو کي ښه پاخه شويوي (رسيدلي وي ) په کافي اندازه دا لاندي ويټامينونه پکي موجود دي ويټامين B,B2,PP,C,E,A او ويټامين k موجود دي.

توربانجان

توربانجان په پخولو کي ډير شهرت لري او ډيرمغذي اوباکيفيته طعامونه تري جوړيږي .

د توربانجانو کيمياوي ترکيب

کاربوهايدريت 5,4 % ،پروټيني مواد 1,25 % ،شحميات 0,5% معدي مواد 0,5% په ترکيب کي لري اوکالوري حاصله 28% تري اخستل کيږي.توربانجان د بدن تناسب په مناسبه اندازه ساتي او د بدن چا غوالی نه پيدا کوي ځکه د قندي موادو اندازه يي کمه ده . په توربانجانو کي د پوتاشيم اندازه زياته او د کلسيم اندازه کمه ده .

او معده قلوي ساتي اود معدي تيزاب کموي ،د پښتورگو او د ويني د فشار ناروغانوته مفيد دي برسيره پردي توروبانجانو په مغز(زړو) کي دالکالوئيد کيمياوي ماده شته دي چي دا ماده د ځيگر مريضانو ته زيان رسوي او همدا رنگه هغه کسان چي په زيړي او د حساسيت په ناروغيو اخته وي د تورو بانجانو د خوړلو څخه دي پرهيز وکړي توربانجان چي ښه پاخه شي په بدن کي په ښه ډول هضم او جذبيږي په توروبانجانو کي ويټامين pp،B2،B1 او نور په کافي اندازه ليدل کيږي.

کچالو

زمونږ په گران هيواد افغانستان کي لاڅه په ټوله نړي کي الوگان زيات کارول کيږي. د طبيعت له پلوه الو گان يخ او خشک ښودل شويدي له همدی امله که پر هغه ټپ چي سوزيدلي وي کيښودل شي ټپي بۀ ډير ژر تسکين ومومي همدا راز هغه ويلډ کاران چي سترگي يي پړسيدلي او خوږيږي پر خپلو سترگو غوڅ شوي الو وتړي ډير ژر به يي درد او پړسوب له منځه لاړ شي. کچالو درانه او قابض دي دير خوړل يي په نس کي باد پيدا کوي او نس پړسوي که پټاټي په سړو اوبو پريمنځل شي او د پوستکو سره يي وايشوی وروسته يي بيا پوستکي ځني ليري کړي دا به ډير گټور کار وي په دي چي د پټاټوپه پوستکي کي يو ډول مواد چي د (منشل)په نامه ياديږئ شته چي په ايشولو کي هغه مواد د پوستکي څخه د کچالومينځ ته جذبيږی که کچالو دا ډول وايشول شي وينه صافوي اوژر هضميږي تاسي کولي شي چي کوچني او تازه کچالو ترايشولو وروسته د پوستکو سره وخورئ.که يي پوستکي ځيني ايسته کوئ په ډير احتياط يي ځني ليري کړئ په دي چي د پټاټو گټور مواد يي په پوستکي کي او تر پوستکي لاندي وي. په کچالو کي نشايسته ډيره وي چي ډيرحرارت ځيني حاصليږي هغه کسان چي د شوگر په ناروغي اخته وي دوي ته د کچالو خوړل څه ناڅه نه توصيه کيږي په کچالو کي يوه ماده ده چي کيمياوي نوم يي اينولين دي په کچالو کي يي اندازه ډيره او د کاربوهادريت موادو يوه برخه ده چي د ااينولين په بدن کي په اساني تجزيه کيږي او د هغه وړ قندي مواد تشکليوي او وړو کولمو کي د جذب ډير قابليت لري په کچالو کي سلولوزيک مواد ډير کم دي نو لدي کبله په بدن کي نفخ او باد نه پيدا کوي په کچالو کي معدي مواد په کاي اندازه شته دي او لږ څه يو تيني مواد هم لري جي عمده برخه يي امينو اسيد حقيقي دي او په ډيره اساني په بدن کي جذبيږي .په کچالو کي ډير مودني مواد لکه کلسيم،مگنيژيم ،سلفر،پوټاشيم کلورين او لږ څه سوديم شته دي .کچالو که يي پوستکي ځيني ايسته کړي په ډير احتياط يي ځني ليري کړي په دي چي د پټاټو گټور مواد يي په پوستکي کي او تر پوستکي لاندي وي

.کچالو د سبزيجاتو د جملی څخه دي چه پاخه خوړل کيږي اودا کار پخپله جذب کي مهم رول لري اوډير زر هضميږي که چيري کچالو په اوبوکي وجوشول شي بيادماشين څخه تير شي اوشيره تري جوړه شي اونورغذايي مفيده مواد ورسره گډشي په ډيره اسانى سره په بدن کي جذب بيږي او دهغي هضم اسانيږي لدي کبله غذايي ډاکتران وايي چه که چيري هاضمه تيزه وي ياڅوک سپورت کوي يادرانه کارونه کوي هغه دي هره ورځ 30gr پټاټي وخوري چي ددي څخه ښه ځواک لاسته راځي کوچنانو ته هم تر شپږو مياشتو ورسته د20grتر 50gr پوري پټاټي ورکړي بايد وويل شي چه هر سل گرامه پټاټي 90کالوري حرارت توليدوي . دکچالو په ترکيب کي په کافي اندازه ويټامينونه شته دي لکه ويټامين PP.B2,B1,A اوويټامين Cآو نور.

مرچ:

طبيبآنو دخآصيت له پلوه مرچ وچ ګرم ښودلی که هغه سورمرچ وي اوکه شين ليکن دگټوپه اړه يي زياته شوې چه مرچ لرونکي غذا وي باد او هضميدنکي غذا اوبه او په تيره بياد هاضمي سيستم تحريکوي او د اوبو دخوړوبد آثرآت چه په معده يآکولمو وليږي له مينځه وړي معده تحريکوي زړه ته قوت وربښي دلاړو غدي پرانيز ي ( لاړي ډيروي ) اشتها برابروي او د غذاکاربوهايدريتي(نشايستوي )مواد هضم ته تياروي قبض او بلغمي رطوبات له منځه وړي طبيبان وايي که مرچک پر سپي خوړلي ټپ باندي پوري کړل شي نود ټپ دردونه به له مينځه وړي ټپ به وچ او زربه جوړشي خو دگټوسره سره يي زيانونه هم شته دبيلگي په توگه که مرچ زيات وکارول شي وينه سوزوي هاضمه خرابوي په ځانگړي ډول دگرم طبعيتو خلکولپاره بيخي زيانمن بلل شوي همدارنگه مرچ دبواسيرو جريان احتلام سوزاک او سرعت انزال ناروغانوته ډير تاوان رسوي.

5 COMMENTS

  1. د یو انجینر پواسطه تقریبا دیو طبی مضمون ترجمه همداسی وی، لکه ترکاڼ ته چی ټوکر ور کی چی کالی جوړکی. په متن کی ډیری انشائی او علمی غلطی لیدل کیږی.

  2. گرانه زرغون شاه ددی پرجای چی ته یی تشویق کړی ته یی ترغیب وی الله پاک دی مونزافغانانوته هدایت وکړی چی خپله هم یو کارنه شو کولی کله یی چی بل وکړی هغه پسی بیا وایو چی ستا داغلطی پلانه ده ډینګه ده

  3. انجینر صیب مننه ستا له معلوماتو نه ځینی ورونو ته مدا کار پاتی ده چه تهدید نیوکه وکړی بس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب