پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د تازه مرچکو کښت او ګټي/نثار احمد صالح

د تازه مرچکو کښت او ګټي/نثار احمد صالح

تر کومه ځایه چي د انسان د ژوند خبره کیږي، پرلپسې د غذاء او خوراک لپاره هلي ځلي کړندۍ کیږي.

کله چي د انسان د وجود د ښه بیالوژیکي فعالیتونو غوښتنه مطرح کو، اتومات خبره غذاء او د غذاء تجزیې ته رسیږي، ځکه د غذاء د تجزیې په بدل کښي انرژي تولیدیږي.

د انسان وجود د خپلو فعالیتونو د چټکتیا او تداوم لپاره د شحمیاتو، پروټینونو او کاربوهایدیتونو تر څنګ یو لړ منرالونو او ویټامینونو ته هم اړتیا لري چي د یادو عناصرو تر ټولو ښه منبې مېوه جات، حبوبات او سبزیجات دي.

دا چي سبزیجات د انسان دوجود د ضروري عناصرو په تکمیل کښي ښه رول لري؛ نو زموږ موضوع د سبزیجاتو له کورنۍ څخه تازه مرچک دي.

په لنډ ډول سبزي عبارت له هغه نباتاتو څخه دي چي ځیني او یا ټولي برخي یې د خوراک وړ وي. له مرچک څخه په تازه، وچ، اچارو جوړولو، مسالې په شکل، کانسروا او کتغ په شکل استفاده کیږي، چي په انګلیسي کي ورته Pepper وايي او علمي نوم یې Capsicum annuum دئ.

مرچک په تودو او نیمه تودو سیمو کښي ښه وده کوي، خو د یخ په مقابل کښي مقاومت نه لري.

د مرچکو د نهال ایښودلو لپاره د مځکي د حرارت سانتي ګرېد درجه باید د ۱۱-۲۹ تر مابین وي.

د مرچکو اصلي منشاء مرکزي او جنوبي امریکا یاده سوې، چي وروسته د ماهرینو په توسط اروپا او نورو سیمو ته استول سوي.

په استوائي سیمو کښي مرچک څو کلن نبات دئ، خو په معتدلو او ګرمو علاقو کښي یو کلن وي. د مرچکو ثمر چي کله پختګۍ ته ورسیږي، شین، نارنجي او سور رنګ اخلي.

یوې خبري ته مو باید پام وي، یو مرچک دي او بل تور مرچ چي دواړه یو له بل سره توپیر لري، ځکه تور مرچ څو کلن نبات دئ چي د درختو په شکل مېوه کوي.

مرچک چي یو ډول یې ترخه او بل یې خواږه دي او ډیري نوعي لري چي پر خپل وخت به بحث پر وکړو.

په مرچکو کښي د کپسیشن (Capsaicin) د مادې موجودیت یادو سبزیو ته تریخوالی ورکړئ. ځیني مهم عناصر لکه کلسیم، سلفر، اوسپنه، سوډیم او بالخصوص پوتاشیم په شنو مرچکو کي بیخي زیات دي چي لاندي ګټي لري:

له مرچکوڅخه د پاړسوب په مخنیوي کښي، د هاضمي جهاز په چټکتیا، اسهال، نفس تنګي، د غاښونو په درد، د اعصابو ارامتیا، د روماتیزوم مخنیوي کښي، د سرطاني حجراتو او سرطاني ناروغۍ مخنیوئ، وزن کموي، شکره په خپل کنترول کښي ساتي، د بدن دفاعي نظام پیاوړی ساتي او د دردونو په کمښت کښي رول لري.

یادونه:

د ساینس د نه ثابتوالي په وجه ما ځیني لیکني لیدلي چي د معدې لپاره مرچک تاواني ګڼي، خو په ځینو لیکنو کښي یې مریضانو ته سپارښتنه کیږيږ او د ډاګټر سباون په یوه مقاله کښي مي ولوستل چي د ښځمنو لپاره د مرچکو استعمال د نارینه اولاد په پیداکولو کښي مثبت رول لري. هیله ده چي د ډاکټر د لارښووني مطابق استفاده وسي.

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب