سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهمتخصصان: یوازې د غاښونو برش کول کافي نه دي

متخصصان: یوازې د غاښونو برش کول کافي نه دي

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۰ مه) د غاښونو متخصصان ټینګار کړی چې باید یوازې غاښونو ته نه، بلکې تر ټولو زیات پام د وریو او ژبې روغتیا ته وشي. د دوی په وینا، یوازې برش کول د غاښونو له ناروغیو د خوندي پاتې کېدو لپاره بسنه نه کوي.

د غاښونو ډاکټران وایي چې ډېر خلک د خولې او غاښونو د عمومي روغتیا پر ځای یوازې سپین او ځلانده غاښونه مهم ګڼي، حال دا چې د وریو روغتیا د ګڼو جدي ناروغیو لپاره یو لوی خطر بلل کېږي.

دوی وایي چې له کولمو وروسته، خوله د بېلابېلو بکتریاوو د یوې لویې ټولنې کور دی چې ورته اورل مایکروبیوم ویل کېږي. تر اووه سوه زیات ډولونه بکتریاوې زموږ پر ژبه، وریو او غاښونو کې ژوند کوي.

که د خولې پاکوالي ته سمه پاملرنه ونه شي، ورۍ هم سم برش نه کړل شي، د غاښونو ترمنځ پاکوالی و نه ساتل شي او ژبه ښه پاکه نه شي، نو دا حالت کولی شي په بدن کې پراخ التهاب (سوی) رامنځته کړي. دغه سوی بیا د شکر، د زړه ناروغیو او آن د دماغي زوال (ډیمېنشیا) خطر زیاتوي.

د غاښونو د پاکوالي متخصصه، لارا هیمپل‌من، وایي چې هره ورځ د غاښونو ترمنځ پاکوال، یعنې د وړو پایپ‌کلینر ته ورته ځانګړي برش په وسیله د هر غاښ ترمنځ صفايي کول، له دوو دقیقو برش کولو هم ډېر مهم دي. ځکه عادي برش کول یوازې تر ۸۰ سلنه پورې پلاک لرې کوي، نو یوازې برش کول بسنه نه کوي.

په بریتانیا کې د «ونډر آف وېلنیس» کلینیک بایوکیمسټ او د غاښونو متخصص ډاکټر سبستیان لوماز وايي چې د خولې له لوري لومړنی وینه راتلل، چې د وریو د ناروغۍ نښه ده، کولی شي په بدن کې د دوامدار التهاب سبب شي. هغه وایي: «په بیولوژیکي غاښ‌درملنه کې موږ د خولې پاملرنه د ټول بدن د حالت هنداره بولو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...