Homeخبرونهشل اوره نړیوال جام: افغان ملي لوبډله سبا جنوبي افریقا سره لوبه...

شل اوره نړیوال جام: افغان ملي لوبډله سبا جنوبي افریقا سره لوبه کوي

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه) د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې، سبا چهارشنبه افغان کرکټ ملي لوبډله د جنوبي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دا د افغان ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده.

دا لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته بایللې ده.

په دې نړیوال جام کې د دې لوبې ګټل د افغان ملي لوبډلې د مختګ لپاره ډېره اړینه بلل کېږي، ځکه تر دې وروسته دوه نورې سیالې لوبډلې تر لومړنیو یو څه اسانه دي.

اوس مهال د نمیبیا او نیدرلنډ ترمنځ لوبه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...