سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت: د دوحې بهير د کاري ډلې درېیمه ناسته وشوه

بهرنیو چارو وزارت: د دوحې بهير د کاري ډلې درېیمه ناسته وشوه

تاند (سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه) ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربه‌توب په کابل کې د دوحې بهير د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته په حضوري او انلاین بڼه وشوه.

د ياد وزارت د عامه اړيکو او مطبوعاتو رييس حافظ ضيا احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، یاده ناسته په دوو برخو وېشل وشوه، چې په وینا یې لومړۍ برخه يې د ودې او شمولیت او دویمه برخه يې د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

خبرپانه کې راغلي چې، دغه راز ګډونوالو د طالبانو د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د خپلو همکاریو یادونه هم کړې او د دايمي همکارۍ لپاره یې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې په ناسته کې ټولو لورو د شته ننګونو د حل لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي او د لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا يې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې، په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو سربېره، د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو او اړوندو کارپوهانو ګډون کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...