سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: ۵ ملیونه افغان ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ...

د خوړو نړیوال پروګرام: ۵ ملیونه افغان ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي

تاند ( سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲۱مه) د خوړو نړیوال پروګرام په کابل کې د خپلو حمایوي کلینیکونو د وضعیت په اړه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې هره ورځ په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېږي.

یاد پروګرام زیاته کړې چې، ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د درملنې په موخه کلینیکونو ته مراجعه کوي.

د سرچینې د تازه ارقامو له مخې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت خورا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلی دی.

د دوی په وينا؛ ۳.۷ میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې له حادې خوارځواکۍ کړېږي.

دغه راز ۱.۲ میلیونه میندې هم په دې ناروغۍ اخته دي چې، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ډاډ ورکړی چې، خپلو حیاتي تغذیوي مرستو ته به دوام ورکړي او هڅه کوي میندو او ماشومانو ته پر وخت د درملنې اسانتیاوې او لازم تغذیوي مواد چمتو کړي.

یاد پروګرام په خپل راپور کې زیاته کړې چې، هڅه کوي د یادو مرستو په وسیله د مړینې د کچې مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...