پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ابوظبي اتحاد هوایي شرکت نږدې راتلونکې کې افغانستان ته الوتنې پیلوي

د ابوظبي اتحاد هوایي شرکت نږدې راتلونکې کې افغانستان ته الوتنې پیلوي

تاند( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۲۴مه) ‏په متحده عربي امارتو کې د طالبانو له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، نن چهارشنبه د دغه سفارت سفیر، بدرالدین حقاني د ابوظبي د اتحاد دولتي شرکت د امنیتي چارو له رییس، عمر سعید المعمري سره کتلي دي.

په دې کتنه کې، افغانستان ته د ابوظبي د اتحاد دولتي شرکت د الوتنو پیل په اړه خبرې شوې دي.

المعمري، ډاډ څرګند کړی چې په نيزدې راتلونکې کې دغه هوايي شرکت افغانستان ته منظمې الوتنې پیل کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، د طالبانو سفیر حقاني په دې کتنه کې ویلي چې، د یاد شرکت د الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

نوموړی وایي دغه راز به د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې – ورکړې او د تګ – راتګ کچې پراختیا کې هم مهم رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...