پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ایدیالوژي د استعمار محکمه وسله| عبدالله بشرمل

ایدیالوژي د استعمار محکمه وسله| عبدالله بشرمل

د ایدیالوژي اصطلاح د Destutt de Tracy لi خوا په 1796 زیږدیز کال کې وکارول شوه. د ده هدف دا و چې باید د فکرونو یو علمي، تجربوي او عقلاني انسجام جوړ کړي. نو په دې برابر ده د ایډیالوژي اصطلاح په مثبت شکل کې تدوین کړه. د ایډیالوژي مانا هم په لغوي توګه د فکرونو/نظرونو پوهه یا علم ته وایي.

نو د ناپلیون له لوري پر ایډیالوژیستانو د Dreamers ګذار د ایډیالوژي منفي اړخ هم لږ روښانه کړ. تر دې وخته ایډیالوژي مثبت لوری درلود، خو ناپیلون به ویل چې ایډیالوژیستان خیالي او په توهم کې ډوب ژوند کوي.

وروسته وختونو کې، چې کله د کارل مارکس وخت را رسېږي، د مارکس لیدلوری د ایډیالوژي په اړه باندي بېخي بدل شو. مارکس، چې د طبقاتي تضاد او مادي شرایطو په اړه د ټولنې د تاریخ د بدلېدو پلوی وو، نو ویل یې چې ایډیالوژي هم د واکمنې طبقې هغه فکري قالبونه یا چوکاټونه دي چې د کښته طبقې د اېل کولو لپاره یې جوړ کړي.

مارکس ویل:

«د هرې زمانې واکمن فکرونه او نظریات د هماغه زمان د واکمنې طبقې نظریات او فکرونه وي.»
کارل منهایم وایي چې د ایډیالوژي د ترویج لپاره واکمن دولت د ښوونځي، کورنۍ، مذهب او رسنیو څخه استفاده کوي.

د کارل مارکس او کارل منهایم دا نظرونه راته په ډاګه کوي چې واکمنه طبقه د تعلیم، دولت، رسنۍ او کلتور له لارې خپل د ګټې ساتندوی نظریات ولس او عام رعیت ته په داسې شکل وړاندې کوي چې بدیهی او طبیعي ښکاره شي، تر څو دوی خپل امتیازات او نابرابرۍ پرې پټې وساتي.

محمد محق په خپل کتاب (اسماني دین او ځمکني واقعیتونه) کې لیکي: معرفتونه دوه ډوله دي؛ یو هغه ډول معرفت چې هدف یې د علم کشف او د پوهې ترلاسه کول وي، بل ډول هغه معرفت دی چې د قدرت د ګټلو لپاره عرضه کېږي. دا دویم ډول یې ایډیالوژي ده.

ایډیالوژي د علم سره په تقابل کې وي، نو ځکه ورته کاذب معرفت هم وایي. کارل مارکس ورته د False Consciousness اصطلاح کاروله، او الوتوسر ورته د انسان د واقعي ژوند او شرایطو ترمنځ خیالي اړیکه وایي.

ایډیالوژي چې له ځان‌اګاهۍ پرته وي، یا د نورو لخوا ولس ته په کاذب ډول د واک او قدرت کولو په موخه ورکړل شوې وي، نو له تعصبه ډکه وي، د علمي معرفت امکان پکې کم وي، ریالیستیک اړخ یې کمزوری وي، پر خیالاتو او افتخاراتو ولاړه وي.

په داسې ایډیالوژیو کې تنوع، نقد، د بل منل، حوصله‌مندي، زغم او مدارا نه منل کېږي، او هر اختلاف د دښمنۍ په مانا تفسیرېږي. کله چې یو کس د دغسې ایډیالوژۍ بندیوان شي، بیا که دی ښوونکی هم وي، د هر ډول بې‌ربطه مضمون له لارې—چې هېڅ واک او قدرت سره تړاو نه لري—خپله ایډیالوژي ترویجوي.

له هغه وخته چې د ایډیالوژي اصطلاح مطرح شوې ده، تر مثبت استعمال یې منفي استعمال ډېر رایج شوی دی. ځکه د ایډیالوژۍ په چوکاټونو کې یو ملت بندول، هر څه ورته په Binary Position کې ښودل، هر عمل او کړنه د ثواب او ګناه، تور او سپین په بڼه څرګندول، د یو ملت څخه د ازادې ارادې سلبول دي.

په دې توګه تنوع وژل کېږي او ټول یو رنګ غوښتل کېږي. داسې انسان ته خپل ذهني چوکاټونه لومړی سم او بیا مقدس معرفي کېږي، او دی یې هم په همدې ډول مني. موږ د ایډیالوژۍ په پېژندنه کې هم دا وویل چې یو کس کاذبه او غیرواقعي اګاهي د خپل حالت په اړه ولري او پر هغه عمل هم کوي، خو بدبختي دا وي چې دی نه پوهېږي چې زما دغه علم او پوهه پر خطا او کاذبه لار روانه ده.

کله چې هم د ایډیالوژۍ څخه د قدرت او واک په توګه استفاده کېږي، نو دا تل پر خپل ځای ولاړه نه پاتې کېږي چې د تکامل او پرمختګ ته ځای ورکړي؛ بلکې یو وخت د زمانې د شرایطو پر اساس بدلېږي، خو دا بدلون هم د لوړپوړو او د واک د خاوندانو په ګټه وي، که څه هم ظاهراً د هغوی په تاوان ښکاري.

اوس کوم ډول ملتونه د قدرت او استعمار تر ایډیالوژیو لاندې راتلای او اېل کېدای شي؟
کله چې یو ملت د خپل تاریخ، هویت، ژبې او کلتور په اړه شعوري اګاهي ونه لري، افتخاري کلمات او ورکړل شوي لقبونه یې مغزونه بې‌چاڼه کړي، حوصله او زغم یې د خپل چاپېریال پر ځای پردیو ته تر حده زیات وي، او د خپلې ټولنې، ملت او هېواد له ارمان او هدفه ناخبره وي—هغه ټولنې چې د دې ټولو فکتورونو برعکس وي، کلتوري او دودیز سیستمونه یې پر قوانینو واک چلوي، مذهبي تشنج او افراطیت پکې ریښې غځولي وي، او فردي ازادي پکې منحل شوې وي—دا ډول ټولنې تر ټولو ډېرې مساعدې وي.

استعمار لومړی دوی د یوې ایډیالوژۍ په جال کې راګیر کړي او بیا پرې داسې تسلط پیدا کړي چې دا ټول حالات دوی ته بیخي عادي ښکاره شي. کله چې په داسې ملتونو کې شعوري هڅې پیل شي، ډېر وخت تېر شوی وي.

د افریقایي سیمو او پر هغوی د استعمار په اړه یوه کیسه شته چې وایي: موږ (افریقایانو) ځمکې درلودې، بیا دوی (استعمارګر؛ لکه امریکا، فرانسه …) د انجیل سره راغلل. څه موده یې موږ ته د دین وعظ وکړ، خو کله چې مو سترګې پرانیستې، زموږ سره کتاب او د هغوی سره ځمکې وې.

په هند کې د انګریزي استعمار پر مهال د توماس مکاولې دا خبره د کلتوري استعمار څرګند مثال نه دی، چې ویل یې: «د اروپا د یوې المارۍ کتابونه د ټول هند له ادبیاتو ډېر ارزښت لري»؟ انګریز استعمار هلته بومي پوهه باطله اعلان کړه؛ لکه د اوسني دور د پاکستان ادارې چې په پښتنو سیمو کې یې پر خپلې مورنۍ ژبې زده‌کړې بندیز لګولی او حتی په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې پر ویلو جرمانې ایښي دي.

د دې ټولو خبرو پایله دا ده چې استعمار د قدرت او واک تر لاسه کولو مخکې لومړی ځان ته دلیل لټوي او بیا یو ملت محکوموي. لکه امریکا چې د افریقایي سیمو د نیولو لپاره هغوی وحشي معرفي کړل او وروسته یې د هغوی پر سیمو واک واخیست.

کمزوري او بې‌وسه ملتونه د غلطو سیاستونو قرباني کېږي. د دوی حقونه د خپلو لوړپوړو له لوري په پردیو ډېر بې‌رحمانه ډول خوړل کېږي. د دې ملتونو د ارام، خاموش او بې‌خبره ساتلو لپاره هم استعمارګر او هم د هېواد دننه سیاستوال د بېلابېلو ایډیالوژیو څخه استفاده کوي. یو نیم ځای که د کلتور د وروسته والي او تمدن اصطلاحاتو ځای ونیو نو له هغې درېڅې ددوی اېل کول او کنټرولول پیل سي، بل یو نیم ځای بیا د مذهبي تمایلاتو او افراطیت زڼي وکري او تر کلونو کلونو پوري دوی په دې خبره ختا باسي چې دین ته خطر دی او هر ډول فردي قربانۍ ته تیار شئ او که دا ټول کاذب افکار او ایډیالوژۍ ونه چلیږي بیا لکه د نړۍ سور او سپین ښامار غوندي د درست ازاد او خپلواک هیواد څخه په زور د هغوی ولسمشر راپورته کړي؛ په داسي حال کې چې هم ملګري ملتونه، حقوق بشر او نړۍوال قوانین ساتونکي په ویښه بیده وي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی بشر مل صاحب سلام، لیکنه مې ولوستله، د ایدیولوژي تعریفونه مو هم سپړلي، خو پښتو کې متل دی، چې زور ته پوله نه شته ده! یا پارسي کې وایي: زور قالب ندارد. د ناپلیون خبره، چې ایدیالوژیستان په خیالپلوۍ کې ډوب دي، مګر پوښتنه دا ده، چې دا ۸ میلیارده خلک پر ځمکه څه ډول اداره شي؟ زه د کارمل په واکمني کې د کابل پولتخنیک محصل وم، هلته ځوانان په زوره د ځوانان سازمان ته بوول کېدل، چې سازماني شي، خو ما مقاومت وکړ، نو یوه ورځ یو رفیق نور نومي راته وویل، چې سازمان یو اجتماعی فلتر دی، ځکه ځوانان روزل کېږي، چې د اعتماد وړ شول، نو د ګوند غړیتوب ته معرفي کېږي، ګوند بیا بو سیاسي سازمان دی او هر څوک په غړیتوب نه نیسي. هغه مهال پرچمیان په کش کې ول او هر څه یې په حفیظا لله امین وراړول، نو ما ورته وویل، جې حفیظ الله امین په څه ډول له دغه اجتماعي فلتره تېر شو او د انقلاب رهبر او ستاسو دښمن شو؟ د لکچر صنف په خندا شو! زما او حزبیانو ډغرې دومدار شوې. که لطف وکړی او د فردي آزادي اړخونه توضیح کړی، چې دا څه دي، چې موږ تر ننه نه پرې پوهیږو! او که فکري او جسمي انارشي ته وایي! وسلام، بریالي اوسی!

  2. خبره خو دا ده چی استعماری مکتبونه ( دموکراسی، لیبرالیزم، سکولریزم، لائیتیسه) هم یو ډول ایډیالوژی ده.
    نن سبا خو په غربی نړی خصوصا امریکا کی د نیو انجلیسی عقائدو ( چی یوه ایډیولوژی ده) په مرسته د کمزور بشریت د غلامی او زبیښلو سناریو د پلی کیدو په حال کی ده.
    بناءً
    ما او احمد او محمود ته باید د غرب د ایډیولوژی او د داعش او القاعده د ایډالوژی د ماهیت تر منځ هیڅ توپیر محسوس نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...