Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: که ایران لاریون کوونکي په دار کړي،امریکا به سخت اقدام...

ډونالډ ټرمپ: که ایران لاریون کوونکي په دار کړي،امریکا به سخت اقدام وکړي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي – جدي  ۲۴مه) رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله لیکلي ، که د ایران حکومت لاریون کوونکي اعدام کړي، نو دوی به «ډېر سخت او جدي اقدام» ترسره کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د سي بي اس خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي چې،تر اوسه یې د لاریون کوونکو د اعدام په اړه رسمي راپور نه دی ترلاسه کړی، خو خبرداری یې ورکړ چې که دا کار وشي، د امریکا غبرګون به سخت وي.

رویترز لیکي، ټرمپ تر دې مخکې د خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشیل » له لارې یو پیغام خپور کړی و چې پکې یې له لاریونوالو غوښتي وو دولتي ادارې تر خپل واک لاندې راولي او د هغو کسانو نومونه ثبت کړي چې د ده په وینا، د خلکو په وژنو او ځورونو کې لاس لري.

ټرمپ دغه راز ویلي چې هغه د ایران له چارواکو سره ټولې لیدنې لغوه کړې دي او دا به تر هغه وخته دوام ولري چې د لاریون کوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی او وژنې ودرول شي.

ټرمپ دا وژنې «بې‌مانا» بللې دي.

د رویترز د راپور له مخې، ټرمپ د خپل پیغام په پای کې د «MIGA» اصطلاح کارولې، چې د انګلیسي ژبې د یوې سیاسي جملې لنډیز دی او مانا یې «ایران ته بېرته عظمت ور وبښو» ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ یوه ورځ وړاندې ویلي وو، د ایران چارواکو له امریکا سره د نویو خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی ،خو زیاتوي چې روان تاوتریخوالی او د لاریونوالو پر وړاندې سخت چلند، د هر ډول سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل پر وړاندې جدي خنډ بلل کېږي.

ایران کې وروستیو لاریونونو حکومتي چارواکي اړ کړل چې، د مخنیوي لپاره یې د اعدام د سزا خبره وکړي.

د وروستیو مالوماتو له مخې په دغه هېواد کې د لاریونوالو د وژل کېدو شمېرې تر ۲۵۰۰ اوښتې دي خو لاهم دا شمېرې وروستۍ نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...