کله چي د ګډ تاریخ، شریک فرهنګ، کلتور او هنر خبره کېږي؛ نو په تاریخ کي مو جګړې، سرښندني، قربانۍ مبارزې او ویاړونه سره ګډېږي، شریک فرهنګ مو بیا د یوې ټاکلي جغرافیې، کلتور، دین، ژبي، عنعنات، رسم و رواج، خوړو، ادبیاتو یا فوکلور کي سره رانغاړي او هره مثبته کړنه او هڅه بیا په شریک کلتور و فرهنګ کي بېل خوند و کیف لري او په دې هره برخه کي چي څه ستایل کېږي، لمانځل کیږي او یا یادول کېږي هغه د ټولو شریک کار او ویاړ دئ.
ادب د قوم، ژبي او سیمي تر پولو هاخوا ګډ انساني ارزښتونه بلل کېږي، چي په ادبي نړۍ کي د ستاینغونډو/ویاړ غونډو، تلینونه او یا په ویاړ ئې مشاعره او خپرونه ځانګړې کول، په افغانستان او لر و بر کي او که ووایم د نړۍ په ګوټ ګوټ کي افغانان ددغه قالب/فارمټ باندي جوړولې؛ خو په دې وروستیو کي چي بالخصوص شاوخوا پنځه کاله کېږي یا هم لږ اضافه د شاعرانو او لیکوالو په نوم ورځ په انلاین ډول لمانځل یو بل؛ خو خورا ښه فارمټ رامنځته سوی دئ، او غونډي په انلاین شکل جوړېږي، چي له ښه مرغه د پښتو ادب د ځلانده ستورو، شاعرانو او لیکوالانو په نوم چي کومه ورځ کېږي یا لمانځل کېږي یوه د ویاړ، زیار او کار خبره ځکه ده، چي نه مصرف لري نه وخت نیسي او نه هم د یوه خاص ادرس څخه ده، بلکي داسي ورځي لمانځل د ټولو مشترک فرهنګي او ادبي ارزښت بللای سو.
د شاعر یا لیکوال ځانګړې ورځ لکه( په نوم ئې ورځ، زېږد ورځ، په یاد او یا هم تلین ورځي ئې) د هغه د ژوند، مبارزې او فکري میراث د یادوني وسیله ده، څو نوم یې د تاریخ له پاڼو ونه لوېږي یا که ووایم، چي لوی لیکوالان د ملت فکري استازي دي؛ نو د دوی لمانځنه د ملي شعور او تاریخي ویاړ سبب ګرځي. زما ذهن ته چي راځي د دغو اشخاصو ورځي لمانځل کېږي او فکر کوم دا د یوه خاص پلان له مخي نه بلکي د ولس مینه، پېرزوینه او لورینه ده، چي د خپل وطن عالمان، لیکوالان، شاعران او هنرمندان په دې قالب(په نوم ورځ، په ویاړ ورځ، یاد ورځ او یا هم تلین) کي ئې ورځي لمانځي. د پښتو ادب په دې معاصره دوره کي او تر اوسه پوري د لاندي ژوندیو شاعرانو او لیکوالو په نوم ورځي نومول سوي دي:
- د عبدالباري جهاني ورځ: د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه،
- د درویش دراني ورځ: د مې پر ۴مه نېټه،
- د رحمت شاه سایل ورځ: د جون پر ۲۰مه نېټه، او
- د پيرمحمد کاروان ورځ: د جولای پر ۳۰ مه نېټه،
- د …؟
نه یوازي په نوم ورځي نومول کېږي او لمانځل کېږي، ښه خبره ئې دا ده، چي تلینونه ئې هم په انلاین شکل پر اجتماعي رسنیو ښه یادېږي او لمانځل کېږي، چي په دې سره نه یوازي چي موږ به د خپلو ستورو یاد تازه کړی وي، بلکي د داسي ادبي، کلتوري، او هنري ورځو د لمانځلو ګټي دا دي چي له دې لاري به موږ نوي تحقیقات او موضوعات رامنځته کړي وي لکه د هغو افکار، سبک، ژبه، فکر، اشعار اثار یا هم د هغو نظریات او یا هم په دې سره د شاعر یا د لیکوال په ورځ ځوانان د هغو اثارو لوستلو ته هڅول ګېږي او د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول کېږي. بل دا چي دغسي ورځي د ښوونځیو او پوهنتونونو د ادبي پروګرامونو لپاره علمي او عملي او خورا په پیخر مواد برابروي، چي له دې لاري کولای سو، متعلیمنو او محصلانو ته کورنۍ دندي وسپارو، تر څو پر یادو موضوعاتو لنډي لیکني او څېړني وکړي.
که پوهنتونونه او علمي بنسټونه د همدې ورځو په مناسبت سیمینارونه، مقالې او څېړني وړاندي کړي او په ادبیاتو پوهنځی کي محصلانو ته هر سمستر کي سیمنار موضوع ورکول کېږي ښه خبره به دا وي، چي استاددانو له لوري تازه موضوعات محصلانو ورکول سي، یو لوری به تازه مواد په همهغه ورځو کي سره راټول کاندي او یوې موضوع ته انکشاف ورکول سوی وي، بل به مو محصل په ښه ډول روزل سوی وي، بلکي نوي او خورا جالب مواد به په لاس ورغلي او راټول کړي وي. د هغه ورځي په هیله چي په نرواکي ټولنه کي یوه ورځ د پښتو ادب د یوې ښځینه نوم هم را څرګند او ورځ ولري.
سلامونه! عجیبه خبره ده، په افغانستان کې لکه چې یوازې د لیکوالانو او شاعرانو او سیاسي مبصرینو بازار ښه ګرم او تود دی، مګر علم تنها ژبه و د ژبې د علومو مشتقات دي او په ټولنه کې یوازې سیاسي اړودوړې مهمې دي، چې له یوه قهرمان او له بله خاین جوړوي او ورځې یې لمانځل کېږي.
د پښتو مخکښان: خوشال خان خټک، حمید ماشوخېل مومند، پېر روښان، حمزه بابا، غنی خان، محمد ګل خان مومند، پروفیسور ریښتین، علامه حبیبي، علامه رشاد، استاد بېنوا، الفت، مجروح، مېړنی، زیار، جهانی، کاروان، تږی، سادات او په لسهاوو نور، نو دغه هر یو ته د کلیزې یوه ورځ وټاکو؟ د ابن سینا، فارابي، بلخي، سید جمال الدین الافغاني …. او نور مشهاهیرو په اړه څه وشي. آیا ځوان کهول د اکادمیسن موسی وردک یادون کړی! هغه عالم چې نیمه نړۍ یې د یو ستر ارتوپیدیست او د دغه برخې د علم یوه ستنه ګڼي. آیا د پوهاند غلام صدیق محیبي، چې د افغانستان د فزیک په برخه کې یو مخکښ عالم وو، چا یې نوم چېرې هم یاد کړی دی؟ آیا دغه ستر شخصیت زرهاوو انجینیرانو ته په پولیتخنیک کې درس نه دی ورکړی او پر ځوانانو د الهام او یادون حق نه لري. د ساینسي او ټولنیزو علومو په برخه کې ډېر عالمان شته، خو ټولنې ته نه دي ورپېژندل شوي، ځکه هره لوبه پر ستیج (دریځ)، نندارتون او د میګرافون شا ته ټاکل کېږي او د پردې شاته پرېکړې کېږي. زما په ګومان یا د ټولو علومو له مخکښو یادون وکړی او یا هم له دغه ناندرې او نندارې تېر شی! ځکه د کال ۳۶۵ ورځې به کمې شي او د آسمان ستوري خو ډېر دي، مګر په شمېر نه دي او نومونه هم نه لري!
ستاسو د بري په تمه
ډاکټر صاحب مننه، له نقد او خورا مهمه موضوع دي یاده کړې ده!
خو دا چي زما رشته ادبیات دي، او زه ددې رشتې فارغ یم، نو غواړم د خپلي رشتې او څانګي هغه اشخاص او لومړنیان یاد کړم کوم چي تاسو ئې نومونه ذکر کړي دي، دا چي هغه اشخاص چي په طب، اقتصاد، حقوقو او یا هم سیاسي علومو یا هم نورو تخنیکي برخو کي ئې د پاو وړ کار کړی دی، زه سخت ددې طرفداره یم، چي د هغه هم باید ستاینه وسي، او د هغه په نوم یوه ورځ ونومول سي، او دا هیله لرو، چي د خپلي څانګي فارغان او مسؤل کسان دي یاد منورینو په اړه ورځي ونوموي، نه یوازي ورځي بلکي تذکرې او ژوندلیکونه یی خورا مهم دي. ددې ورځو او ژوندلیکونو او تذکرو لیکلو په هیله!
او د هغه ورځي په هیله چي یادي ورځي یوازي ادیبانو ته مختص نسي، بلکي ددې افغانۍ ټولني د هر عالم، مخترع، اقتصادپوه، سیاستپوه، ساینسپوه، طبپوه، ارواپوه، ټولنپوه او… په نوم ورځ، ستاینغونډي، لمانځغونډي او د هغو په نومونو یادغونډي او تذکرې ولرو.
ډاکتر صاحب له لیکواله ستاسو ګیله په ځای نه ده. تاسو په خپله تکړه شئ خپل ډاکتران یاد کړئ، لیکنې پرې وکړئ، سیمینارونه ورته ترتیب کړئ، د نمانځنې غونډې یې جوړې کړئ. ښه ده چې په ژوند د لیکوالو درنښت کېږي، تاسو فکر کوئ چې که د ډاکتر موسي وردک یاد نه لمانځل کیږي، د کاروان دې هم نه لمانځل کېږي. دا داسي ده لکه یو څوک چې ښه کار کوي او بل یې مخه ونیسي چې زه یې نه کوم ته یې هم مه کوه.
مینه او مننه
ننګیالی
درنو هیوادوالو الله مو وساته! د خواشیني ځای دی، چې موږ اصلاحي نظر ته په تنقیدي بڼه ګورو. په ۲۰۰۰ م کال په نیدرلند کې یو شمېر ډاکترانو او انجینبرانو، چې له پښتني کولتور سره یې مینه وه، ډېر شانداره محفلونه د ښاغلي جهاني او ښاغلي حبیب الله رفیع او همدا ډول وروسته د مرحوم شپون او واصفي په حضور کې نیولي ول، چې په سلهاوو حتی له زرو ډېرو خلکو په پردي ملک کې راټول شوي ول، چې زیاتره یې تحصیل کړي، منور او مخور خلک ول.
د با شعوره انسان هلې ځلې د ملت په کچه او ملي وي، مګر نه دا چې زما او ستا کرښې پکې راوایستل شي. زه افغاني ادبیات او ادبي کړه وړه صرف د علمي فورمولونو په اډانه کې لولم او ګورم یې، نور نو زما مطالعه په ټولو علومو کې په بهرنبو ژبه ده، مګر د افغان ولس لپاره د اشخاصو نظریات هم اړین ګڼم.
د امریکایي اشغال په ترڅ کې مې ښاغلي جهاني ته مشوره ورکړه، چې د اشغال پر کوڅه ورګډ نه شي، مګر د کولتور وزارت ته ورننوت، چې اغېز یې تر ننه پر شخصیت پروت دی. په ۲۰۰۱ کال مې ښاغلي حبیب الله رفیع ته وویل، چې راځئ د اشغال مخنیوی وکړو او د مبارزې لاره خپله کړو! مکر ما ته یې وویل، چې مملکت د شمال ټلوالې ته یواځي نه پرېږدو! خو له بده مرغه ټلوتلې هر څه چور او چپاول کړل، مګر پښتني سټو هېڅ هم تر لاسه نه کړل، خو خپل ځان یې خدشه دار کړ!
افغانان نن سبا په محفلونو او ځان ستاینو روږدي دي، ودونه مخکې کلیوالي او کورني ول، مګر نن هوټلي دي، خو ستونزه دا ده، چې هدف سیالي ده، ځوانان تباه دي، پېغلې زړېږي او روغ نسل ورکېږي!
په روسیه کې د ادب په برخه کې د پوشکین، تولستوی، ماکسیم ګورګي، چیخوف، داستویوسکي، تورګېنیو او داسې نور د ګوتو په شمار خلک یادېږي، مګر موږ هر څه عامشموله کړي، نه شمشېر زن معلوم او نه هم …، په انګلیس کې د شکسپیر خبره یادېږي، مګر د علم سټه یې اسحاق نیوټن دی، همداسې په نړیواله کچه هم ادیسن، داروین، تیسلا، ایلان ماسک یادېږي، مګر افغانستان علم ته شا اړولې.
نن سبا د ډول او ډولکي ځای مصنوعي ځیرکتیا نیولې، د سندرغاړي پر ځا DJ درېدلی او یا درېدلې! یوه ښځه ملا ته ورځي او ورته وايي، چې د مېړه د خرېدا لپاره تاویز ورکړي، چې برقي ملا ورته وايي، ته خو دوه تاویزونه لرې، نو یو تاویز دې د مېړه په خوله کې ورکړه، چې خرېدا یې بنده شي! دا د مصنوعي ځیرکتیا يوه ټوکه وه، نو نړۍ نوي ذهن، نوي تخلیق او نوي ابتکار ته اړتیا لري، نو د ملت په کچه اشخاص وټاکئ، آثار یې خپاره کړی، نه دا چې یو ځل یو ځوان لیکوال لیکلي ول: ښاغلی عبدالحی حبیبي د زنې خال او د آسمان ستوری….، ستاسو د بري په تمه، وسلام
سلامونه درنو دوستانو،
د ډاکټر صاحب لمر د خبرو په تائيد:
ادبيات او ژبه پالل، د يوه ملت د ساتلو او منلو ښه طريقه ده خو نه يوازې د هنر له پاره.
ژبه لکه څنګه چې د پرمخ تللي هېوادونو فرهنګيانو د خپلو ټولنو د ژوندۍ او ګړندۍ ساتلو له پاره د هر مسلک له پاره کاروي، زموږ اديبانو هغسې نه ده کارولې.
زموږ هغې متاسفانه يوازې په هنري تصويرکشيو کې محدوده کړې ده. هغه هم ډېره سطحي، د دوستۍ يا هم پروژو پروروۍ په حلقو کې…
که زموږ فرهنګيانو د مړو او ژونديو شاعرانو د لمانځلو پر ځای هغه ټولنيز مسايل، لکه د ډيرو ماشومانو زېږېدل، د څو ودونو کولو په کورنيو کې د جنيستي توپيرونو ليکل کړي وای دي، ښايي نن به دومره شاته تللي، نه واې.
همدا پورته دلايل، زموږ د خلګو لومړنۍ ستونزي دي چې زموږ ټولنه ترې منفي اغېزمنه ده…
همدا زار د مډرنه علمونو اثار او مواد راټول، په خپله کره ژبه ليکل/ژباړل، اصلا نه کوي.
مثلاً له يوه/ې ډاکټر/ی علمي او مسلکي تجربې او کار دې د کتاب په بڼه چاپ کړي…
يا هم د زراعت، مهندس، برق يا سړک جوړونې د انجنيرانو علمي سپارښتنې دي په يوه تدريسي معيار کې برابرې کړي…
دې ته ورته ډېر مسلکونه دي او ډېر مسلکي کدرونه هم لر چې ګټه ترې واخيستل شي…
اما زموږ اکثره خلک د وروستي جمهوريت د بهرنيو نغدي مرستدويه پروژو له امله د فرهنګ پرستۍ په بد مرض اخته شول او د دوی له پاره فرهنګ يوازې افغاني خواړه، جامې، اتڼ، موسيقي، شعر او او … دی.
يا هم اکثره سياست وي يا پلوخوري، شخص پرستي، موسيقي، پر سندرغاړو پيسې پاشي وي…
نه نه، فرهنګ دا دی چې په خپل هېواد کې ټولنيزه برابري راولو او هېواد په مډرن علم سمبال کړئو نه د مړو شاعرانو، سندرغاړو او ناکامه سياستونو په ستاينه.
درنښت