سه شنبه, دسمبر 30, 2025
Home+د اور -نمو قانون، د بشر تر ټولو پخوانی لیکلی قانون

د اور -نمو قانون، د بشر تر ټولو پخوانی لیکلی قانون

پوهاند نصرالله ستانکزی

  په دې کې شک نه شته چې انسان له هغې زمانې چې ټولنیز ژوند ته یې مخه کړې ده؛ او حق او تکلیف ته یې په ټولنیز ژوند کې غاړه ایښې ده؛ یو لړ قواعدو ته؛ چې هغوی تعاملي، دیني او اخلاقي بڼه درلودلې ده درناوی کړی او د فردي او جمعي ژوندانه د سمبالتیا لپاره یې معنا او مادتا د ژوندانه د بقا او تنظیم لپاره کارولي دي.

    خو د انساني ژوند په بهیر کې؛ بني آدم داسې یوه پړاو‌ ته ورداخلیږي چې د خپلو دیني، دودیزو او اخلاقي قواعدو تر څنگ د دې اړتیا محسوسوي چې باید یو ډول نور قواعد چې هغه قانوني قواعد دي هم وضع کړي؛ او دا هغه پړاو دی چې انسانان یوه نوې موسسه چې دولت (که هغه ډیره ابتدایي بڼه هم درلودلې وه) نومیږي؛ رامنځ ته کوي.

   دولت د خپل ذاتي ماهیت له نظره د خپل بقأ او پایښت لپاره د قوانینو په جوړونه او تطبیق لاس پوري کوي؛ چې په دې لړ کې لومړنی دولت چې په دې عمل لاس پوري کوي؛ د تاریخ په شهادت هغه د سومریانو په تمدن کې دی؛ دا لومړنی وضعي قانون چې انسان یې د دولت په اډانه کې وضع کوي؛ د اورنمو (Ur – Nammu) قانون دی.

    د اور – نمو (Ur – Nammu) قانون چې له میلاد څخه وړاندي ۲۱۰۰ – ۲۰۵۰ کاله مخکې، د اور (اوسنی عراق) د پاچا له خوا په میخي لیک لیکل شوی؛ د بشریت په لاس لومړنی قانون دی، چې موږ ته رسیدلی دی.

 دا قانون چې د یوه دولت له خوا تدوین شوی؛ په هغه کې جزایي او مدني نصوص په ۴۰ مادو کې په سومري ژبه؛ د خټو په لوحو کې لیکل شوی ؤ.

 سره له دې چې د زمانو حوادثو د دې قانون زیاتې برخې تخریب کړي دي، خو؛ د هغه پاتې برخې پر لاندنیو موضوعاتو بحث کوي:

  – په لومړي سر کې دا قانون د ازادو او مریانو ترمنځ توپیر راولي، او د دوی ترمنځ د عدالت دپلي کیدو پر توپیر ټینگار کوي؛

 – جرایم او جزاگانې: په دې قانون کې پر دغو جرایمو او جزاگانو بحث کیږي:

 ۱ – قتل: که چیري کوم کس بل کس ووژني؛ باید ووژل شي؛

 ۲ – که چیري کوم کس بل کس ړوند کړي؛ باید نیم منا (یو منا۴۵۰ تر ۶۰۰ گرام) سپین زر متضرر لوري ته ورکړي؛

 ۳ – که چیري یو کس د بل کس هډوکي مات کړي؛ باید یو منا تاوان پرې کړي؛

 ۴- که چیري یو کس بل کس په څیړه ووهي؛ باید ۱۰ شکل (بو منا له ۶۰ شکل سره برابر ؤ)؛ او

 ۵ – که چیري کوم مریی وتښتې؛ او بیا ونیول شي، د هغه څښتن د مکافاتو مستحق گڼل کیږي.

 د دغه قانون اهمیت په څو ټکو کې لیدلی شو:

 الف – دا قانون د دولتي عدالت لومړنۍ بیلگه ده؛

 ب – د جرایمو او مجازاتو تصنیف په کې په واضح ډول لیدل کیږي؛

 ج- د ټولنیز او اقتصادي نظم د ساتنې اړوند مقررات د دولت له خوا؛ په مدون ډول رامنځ ته شوی دی؛

 د – په دې قانون کې تر ډیره پر مالي جزاگانو تمرکز شوی دی؛ یوازې د قتل په جرم کې بدني جزا په پام کې نیول شوې وه.

  هه- د دې قانون د تطبیق لپاره قضأ د یوې رسمي مرجع په توگه په رسمیت وپیژندل شو؛ او

  ط- د شخصي انتقام له منځه وړل.

   د اورنمو قانون؛ چې په واقعیت کې لومړنی بشري وضعي قانون گڼل کیږي؛ د راتلونکو وضعي قوانینو د تدوین لپاره یې لاره پرانیسته، چې ښه بیلگه یې د حمورابي قانون دی چې له میلاد څخه ۱۷۵۴ کاله مخکې په بابل کې وضع شو چې وروسته بیا نورو مدنیتونو لکه یونان او روم هم ترې الهام واخیست.

  له یاده و نه باسو چې د سومریانو مدنیت یو له هغو لرغونو مدنیتونو څخه دی چې د ښاري ژوند، د لیکلو او د قانون جوړونې بنسټ یې کیښود.

 دغه تمدن په بین النهرین (اوسنی جنوبي عراق) کې یې موقعیت درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...