شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ شوروي اتحاد جوړ شو

په دې ورځ شوروي اتحاد جوړ شو

تاند- له نن څخه ۱۰۱ کاله پخوا د ۱۹۲۲ د دسمبر په ۳۰ مه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد هیواد جوړ شو.

دا هیواد، چې ۱۵ جمهوریتونه یې لرل او په ۱۹۹۱ کې دړې وړې شو، د نړۍ تر ټولو ستر هیواد و. له ختیځه تر لوېدیځه د شوروي اتحاد واټن څه باندې ۱۰ زره کیلومتره او له شماله تر جنوبه څه باندې ۷ زره ۲۰۰ کیلومترو ته رسېده.

شوروي اتحاد یو سوسیالیستي فدرالي حکومت و چې یو ګوندي نظام یې واګې په لاس کې لرلې. د دغه هیواد پلازمېنه مسکو و چې د دغه سوسیالیستي هیواد تر ټولو په لوی جمهوریت یعني روسیې کې دی.

شوروي اتحاد د ۱۹۱۷ م کال د اکتوبر د انقلاب په نتیجه کې رامنځته شو چې په لړ کې یې د ولادیمیر لینین په مشرۍ بلشویکانو د روسیې د امپراتورۍ پر ځای جوړ شوی موقت حکومت ړنګ کړ.

بلشویکانو په یوه کورنۍ جګړه کې په تدریج واک ترلاسه کړ او په ۱۹۲۲ کې یې د روسیې، د قفقاز سیمې، اوکراین او بیلاروس په ګډون د شوروي جمهوریتونو اتحاد جوړ کړ.

د دغه نوي جوړ شوي هیواد نوې اقتصادي پالیسي ولادیمیر لینین وړاندې کړه. په ۱۹۲۴ کې د لینین له مړینې وروسته جوزیف ستالین د شوروي اتحاد مشر شو. ستاین خورا بې رحمه انسان و، په ګوند کې یبې خپل ټول مخالفان له منځه یووړل. د ده د پالیسیو په نتیجه کې که څه هم په شوروي اتحاد کې صنعت پرمختګ وکړ خو د ۱۹۳۲ تر ۱۹۳۳ ترمنځ سخته کاختي راغله چې له کبله یې لسګونه زره انسانان مړه شول.

دوهمه نړیواله جګړې د شوروي اتحاد لپاره بختوره وه، که څه هم داسې وخت راغی چې د جرمني نازي حکومت د مسکو نیولو او د شوروي اتحاد یو مخ له منځه وړلو ته نژدې شوی و، خو د سخت ژمي او نورو عواملو له کبله د نازي جرمني ماتې شوروي اتحاد ته لاره هواره کړه چې په ټوله ختیځه اروپا ولکه ټینګه کړي.

روسیه، ارمنستان، اذربایجان، بیلاروس، ایستونیا، ګورجستان، قزاقستان، قرغیزستان، لاتویا، لیتوانیا، مولادوا، تاجکستان، ازبکستان، اوکراین او ترکمنستان د شوروي اتحاد ۱۵ جمهوریتونه وو.

د ۱۹۷۹ په دسمبر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل، ورسره جوخت د شوروي اقتصادي ځوړتیا او په ختیڅه اروپا کې له کمونیستي سیستم سره د خلکو مخالفتونه سبب شول چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې سره وپاشل شي او ۱۵ نوي هیوادونه د نړۍ پر نقشه راڅرګند شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب