شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنبیل: د جمیعت یوه جنرال د حقاني شبکې په مرسته په ۲۰۰۸...

نبیل: د جمیعت یوه جنرال د حقاني شبکې په مرسته په ۲۰۰۸ کې د کرزي وژل پلان کړي وو

تاند (شنبه، د جدې ۹ مه) د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په یوه مرکه کې په ۲۰۰۸ کې د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې) د ثور اتمې) د مراسمو پر مهال پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناکام برید په اړه افشاګرۍ وکړې.

نبیل په یوه مرکه کې وویل چې یاد شوی برید حقاني شبکې په دفاع وزارت کې د جمیعت ډلې لخوا د یوه ګومارل شوي جنرال( طالب شاه) په مرسته سمبال کړی و.

د نبیل د معلوماتو له مخې، دوی وار له مخې د دغه برید معلومات ترلاسه کړي وو او د تدابیرو په مرسته یې د حامد کرزي ژوند وژغورلی شو.

نبیل چې هغه مهال د حامد کرزي د ځانګړي ځواک( پي پي ایس) رئیس و، ادعا کوي چې د دغه برید پر وړاندې یې ښه تدابیر د ځواکونو د یو میاشتیني اضافي معاش د اخیستو سبب شول.

دا په داسې حال کې ده چې په یاد شوي برید کې د هغه مهال د ولسي جرګې یو مشهور غړی فضل الرحمان څمکنی او یو شمېر نور کسان ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه مهال ویلي وو چې د برید سمبالښت له پاکستان څخه شوی و.

رحمت الله نبیل پر حامد کرزي د یاد شوي برید د همکار جنرال په اړه وویل چې حقاني شبکې سره یې په پاکستان کې د شوروي خلاف د جګړې له مهاله د لرلو اړیکو لپاره همکاري کړې وه.

نبیل په دې مرکه کې له پاکستان سره د جمیعت ډلې د ځینو نورو ورته همکاریو په اړه هم خبرې کړي چې جزییات به یې په راتلونکو ورځو کې له تاند وېبپاڼې خپاره شي.

4 COMMENTS

  1. مونږ تل ویلي دي چې جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي ، حرکت محسني ، شورای نظار ، حقاني ، ټالب ، مالب ټول اشرار او مجاهدین د پنجاب د آی اس آی د مدرسې وفاداره شاګردان دي . دوی ټولو په یوه آخور کې د پنجاب کنجاړه خوړلې ده .

  2. ګرانه وروره!
    ټول ملت ته نباید سپک وکتل شی ، لکه اشرار او مجاهدین یو ځای نه جمع کیږی ، ځکه قرآن یی نه
    منی ، تنظیمونه او احزاب لکه فاسد واړه حکومتونو کردار پریښی ، تل یو فیصد هغه هم ملوک یا حاکمان یی مفسد او معامله ګر وو ، ټولو ته خطاب لکه ځینی علم دښمنه طالبان یی چي کوی ، ډیر
    سخیف او له ټول دینی ، علمی معیارونو او میدانی تجربو خلاف دریځ دی .
    اوسنی طالب مشران اکثر د حرکت انقلاب او مولوی صاحب خالص تنظیمو پوری تړلی کسان دی.
    ښه به دا وی چي ووایو : ګوندی او تنظیمی مٙلِکی نه ښه خاطره نلرو ،یواځی مقتدر حکام یی فاسد او
    معامله ګر وو ، نباید هغه تجربه تکرار شی یا د قرآن کریم په ژبه هر څوک چي بما انزل الله سره سم
    حُکُم نه کوی ، هغوی فاسقان ، ظالمان او کافران دی و لوکه پیر ، ملا یا طالب او یا هم امیر وی.
    د الله ج د لاری مجاهدینو شوروی مات کړ ، هغه مجاهدین چي صاحب د کراماتو وو ؛ او بدری ګونه
    مډد ورسره کیده ، ډیر پاک خلک وو ، زه یی خادم وم ، هوایی نه غږیږم .
    جاهلی تعصبات ، انحصار ، شخصی روابطو ته ترجیح ورکول دا ټول بما انزل الله کی ځای نلری او
    دا عیناٙٙ تنظیمی روش او نتیجه یی لکه د فاسدو ادارو ، خر سالاری ده .
    معیار باید دین وی نه ظاهری قواره او القاب .

  3. ظالم دکتاتور شوروی افغان ملت له خپلی خاوری څخه وشړلو او نه دی ساختګیو د ژبو تفریقو په اساس د پنجابی پاکستان او د غلیسی امریکا په کومک جوړ شوو تنظیمونو په وسیله او همدارنګه د امریکا په ډالرو په پنجابی پاکستان کښی زرهاوی قادیانی مدرس د افغانانو مهاجرینو اولادو لپاره جوړی شوی وی چی دوی اوس طالبان یادیږی ددی طالبانو او امریکا تر مینځ زرګری مخالفت هم پخوا موجود وو او هم اوس موجود دی په واقعیت همدا تربیه شوی طالبانو هم اول ځل او هم دوهم ځل د امریکا په کومک صورت وموند اما دوهم ځل د طالبانو لپاره دی تربیه شوو تنظیمونو او تربیه شوو دیموکراتانو په اتفاق سره د امریکا په امر افغانستان طالبانو ته پریښود ! ددی ټولو فجایعو لپاره مسؤلیت د خائین او مضر مکروب خلیلزاد ( دامریکایانو لپاره زل وو) درلود !!!!!

  4. شک نشته چی د ډیرو ځوانانو یا بوډاګانو احساسات به د هغوی د وولس دوستی رُڼه هنداره وی خو خبره دا ده چی د افغانستان د سل کلن تراژیدیک او کومیک فِلم کسِټ باید له نیمائی برخی څخه ننداری ته وړاندی نه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب