تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ مه) د پنسلوانیا پوهنتون (پېن) او د مشیګان پوهنتون ساینسپوهانو د نړۍ تر ټولو کوچني، خپلواک او د پروګرام کېدو وړ روباټونه جوړ کړي دي، چې په راتلونکې کې کولی شي د انسانانو ژوند وژغوري او د طبي درملنې په طریقو کې اساسي بدلون راوړي.
د ساینس الرټ ویبپاڼې د راپور له مخې، د څېړونکو په وینا، د دغو مایکرو روباټونو پلنوالی یوازې ۲۰۰ مایکرو متر دی، چې د انسان د وېښتانو تر ضخامت نژدې دوه چنده زیات دی. دا واړه روباټونه نه یوازې خپل چاپېریال احساسولی شي، بلکې پرته له کومې بهرنۍ لارښوونې، په خپله پرېکړه کوي او حرکت هم کولی شي.
ساینسپوهان وایي، په راتلونکې کې به دا ټکنالوژي د انسان د بدن دننه د انفرادي حجرو د روغتیا څارنې، او د ځانګړو ناروغیو د درملنې لپاره سم ځای ته د درملو په رسولو کې وکارول شي.
د څېړونکو لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا وه چې د یو ملي متر د پنځمې برخې په اندازه روباټ ته یې د خپلواک حرکت سیستم جوړ کړ.
دا مایکرو روباټونه د LED څراغونو له لارې انرژي ترلاسه کوي او د هایدروجن پېراکساید په محلول کې کار کوي، چې د سون توکي رول لوبوي. روباټ یو برقي میدان رامنځته کوي، چې آيونونه خوځوي او همدا بهیر دوی ته دا وړتیا ورکوي چې په پېچلي ډول حرکت وکړي. دا روباټونه په ډله ییز یا ګروپي ډول هم سفر کولی او په یوه ثانیه کې د خپل بدن د اوږدوالي هومره واټن وهلی شي.
د نړۍ دې تر ټولو کوچني روباټ ته، د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر هم پکار و، چې په مشیګان پوهنتون کې جوړ شو. دا مایکرو کمپیوټر پروسېسر، حافظه او سینسورونه لري، چې ټول په یوه چِپ کې ځای پر ځای شوي دي چې له یو ملي متر څخه هم کوچنی دی.
دا روباټ د وړو لمریزو پینلونو له لارې یوازې ۷۵ نانوواټه انرژي تولیدوي، چې د یوه ځیرک ساعت (سمارټ واچ) پرتله کابو سل زره ځله کمه ده. د انرژۍ د دې ډېرې کمې کچې له امله، ساینسپوهانو ځانګړي سرکټونه ډیزاین کړي چې په ټیټ ولتاژ کار کوي، او له دې لارې د انرژۍ مصرف تر زر چنده زیات کم شوی دی.
د دې سیستم بله حیرانوونکې ځانګړنه د هغه ډېره ټیټه بیه ده. که په لویه کچه تولید شي، د هر روباټ بیه ښايي نژدې یو سنت وي، په داسې حال کې چې د ټول کنټرول سیستم لګښت شاوخوا ۱۰۰ امریکایي ډالر اټکل شوی دی.
څېړونکي وایي، که څه هم د انسان په بدن کې د دې روباټ د کارولو لپاره لا هم ګڼې ستونزې شته، خو په راتلونکې کې له بیولوژیکي پلوه خوندي بدیل سیستمونه جوړېږي، چې کولی شي د طب په ډګر کې یوه نوې نړۍ رامنځته کړي.