سه شنبه, دسمبر 30, 2025
Homeخبرونهپه وټس‌اپ کې د ځیرکې حافظې برخه زیاته شوه؛ څنګه کار کوي؟

په وټس‌اپ کې د ځیرکې حافظې برخه زیاته شوه؛ څنګه کار کوي؟

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ مه) د مېټا تر ملکيت لاندې د مسیجونو اپ «وټس‌اپ» د کاروونکو لپاره د حافظې (سټوريج) مديريت د لا اسانه کولو لپاره د خپل کلير سټوريج فيچر نوې او ځیرکه بڼه معرفي کړه.

د دې تازه شوي ټول له لارې به کاروونکي وکولای شي خپل سټوريج په لا زيات احتياط او واضح ډول تنظيم کړي۔ په نوي فيچر کې پېغامونه، د ستورکړل شوي (Starred) مواد او د مېډيا بېلابېل ډولونه لکه تصویرونه او ويډيوګانې په جلا جلا برخو کې ښودل کېږي، تر څو مهم معلومات په بې پامۍ حذف نه شي۔

د WABetaInfo په وينا، کله چې يو کاروونکی د چټ ډېټا د حذف کولو انتخاب کوي، نو اوس به يوازې د ساده کنفرمېشن پاپ‌اپ پر ځای يو مفصل سکرين ښکاره شي۔ په دې سکرين کې به عام پېغامونه، ستورکړل شوي پېغامونه او خوندي مېډيا په بېلابېلو برخو کې وښودل شي، څو کاروونکی په روښانه ډول وويني چې څه شی حذف کېدونکی دی۔

د دې فيچر له لارې کاروونکي دا هم ټاکلی شي چې کوم ډول فايلونه حذفوي، لکه عکسونه، ويډيوګانې، اسناد، آډيو، سټېکرونه يا غږیز نوټونه، او ورسره به دا هم وښودل شي چې د حذف کولو په پايله کې به څومره حافظه (سټوريج) خالي شي۔

د حافظې دا نوې ځیرکه وسیله (ټول) د چټ د معلوماتو له سکرين څخه يا نېغ په نېغه له اصلي چټ ليست څخه هم کارول کېدای شي۔ دا فيچر دا مهال يوازې د iOS کاروونکو لپاره موجود دی۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...