Homeخبرونهپه کراچۍ کې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د ۳...

په کراچۍ کې د یوې افغان مېرمنې او د هغې د ۳ ماشومانو مړي وموندل شول

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدې ۹ مه) په کراچۍ کې پولیس وايي چې د يکشنبې په ورځ د دې ښار په سهراب‌ګوټ مېنه کې د يوې افغانې ښځې او د هغې د درې ماشومانو جسدونه «په دار ځړول شوي حالت» کې د هغوی په کور کې موندل شوي دي۔

د پوليسو په وینا، د دې کورنۍ د څلورو غړو د مړينې کره علت به د عدلي طب د معايناتو او نورو شواهدو تر څېړلو وروسته معلوم شي.

خو «ډان» ورځپاڼې د پوليسو له قوله ليکلي چې ښايي دغه ښځه د «احساسي يا عاطفي اختلال» ښکار وه او داسې ښکاري چې «د کورنيو ستونزو له امله يې خپل واړه ماشومان وژلي او بيا يې ځان وژلی وي.»

پوليسو د قربانيانو پېژندنه داسې کړې ده: فاطمه (۳۵ کلنه)، سونم (۱۰ کلنه)، آرزو (۳ کلنه) او ارمان (۲ کلن)۔

نجيب‌الله، چې د فاطمې مېړه دی او اصلاً د پنجاب اوسېدونکی دی او د سهراب‌ګوټ په سيمه کې د سبزۍ په بازار کې کار کوي، پوليسو ته ويلي چې د يکشنبې په سهار شاوخوا څلور بجې د کار لپاره له کوره ووت، خو کله چې بېرته راستون شو نو خپله مېرمن او درې ماشومان يې ځړول شوي وموندل۔

د پوليسو په وينا، فاطمه د نجيب‌الله دوهمه مېرمن وه، او هغه له خپلې لومړۍ مېرمنې يوه لور لرله چې نوم يې سونم و۔

پوليس ګومان کوي چې دې ښځې د خپل ژوند له پای ته رسولو مخکې خپلې دوې لوڼې او يو زوی وژلي دي، خو بيا هم پوليس وايي چې د مړينې کره لامل به د عدلي طب له معايناتو وروسته روښانه شي۔

د پوليسو په وينا، تر اوسه د پېښې په ځای کې د شخړې هېڅ نښه نه ده موندل شوې، او ګاونډيانو هم پوليسو ته ويلي چې دوی د کومې لانجې يا جګړې غږ نه دی اورېدلی۔

د سهراب‌ګوټ د پوليسو مرستيال، اورنګ‌زېب خټک، ډان ورځپاټې ته وويل چې د راپورونو له مخې دې ښځې به کله ناکله خپل ماشومان وهل، او مېړه به يې هم کله ناکله د غوسې په حالت کې ګواښ کاوه چې که له دې کاره لاس وانخلي، نو بله ښځه به وکړي.

د سند ايالت د کورنيو چارو وزير، ضياءالحسن لنجر، له پوليسو غوښتي چې د دې پېښې په اړه بېړنۍ، بې‌طرفه او شفافه پلټنه وکړي۔ خو د سند د کورنيو چارو د وزير په اعلاميه کې، دا پېښه د لومړنيو څېړنو پر بنسټ «ځان‌وژنه» بلل شوې ده۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...