Homeخبرونهنن سه شنبه په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل...

نن سه شنبه په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د طالبانو د حکومت ‏د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن سه‌شنبه د کابل په ګډون ۲۴ولایتونو کې د واورې، باران او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د یاد ریاست په خبره، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، غزني، پکتیکا، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا او نورستان هغه ولایتونه دې چې سبا په کې د اورښتونو اټکل شوی دی.

د یادونې ده، چې د هیواد ځینو سیمو ته باراني او د واورو وریځې راغلي او د اورښتونو اټکلونه موجود دي.

دې اټکلونو ته خلک ځکه هیله من دي چې، په هېواد کې وچکالۍ کروندګر او عام خلک سخت اندېښمن کړي.

دغه راز په لویو ښارونو کې ککړې هوا هم په خلکو کې موسمي ناروغۍ زیاتې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...