Homeخبرونهټرمپ پر ایران د بل ستر برید ګواښ کړی

ټرمپ پر ایران د بل ستر برید ګواښ کړی

‏تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبه ویلي، د ایران له لوري د توغندیو جوړېدو په صورت کې امریکا کولی شي پر تهران د بل لوی برید ملاتړ وکړي.

ټرمپ ویلي، اطلاعات ورته رسېدلي چې، ایران د جون له برید وروسته د نورو توغندیو جوړولو ته مخه کړې او په خبره یې که دا حقیقت ولري باید لاس ترې واخلي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ټرمپ وايي، امریکا پوهېږي چې، ایران څه کوي او کوم لوري ته روان دي.

هغه هیله مندي ښودلې چې، دا کار ونه کړي ځکه په خبره یې دوی نه غواړي په B-2 الوتکې بې ځایه تېل ضایع کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، ټرمپ دغه څرګندونې امریکا کې د یوې مطبوعاتي غونډې په مهال کړې دي.

ټرمپ داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې، له تېرو څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سختې کړکیچنې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...