Homeخبرونهدوه ترافیکي پېښې: بدخشان کې ۷ تنه مړه، هرات کې ۶۵ تنه...

دوه ترافیکي پېښې: بدخشان کې ۷ تنه مړه، هرات کې ۶۵ تنه وژغورل شول

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) ‏د بدخشان د مایمي ولسوالۍ په ورفک سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه او دوه نور سخت ژوبل شوي دي.

ياد ولايت کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ ویلي چې، پېښه تېره شپه شاوخوا د شپې په ۲ بجو له سړک څخه د فولډر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

د مسوولانو په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې هرات کې د مسافرو ډک موټر له سېلاب څخه ژغورل شوی دی.

یاد ولایت کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، د سپرلیو ډک هغه ۵۸۰ مسافر وړونکی موټر یې له سېلابه ژغورلی چې، تېره شپه شاوخوا درې بجې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد سیمه کې سېلابونو ته لوېدلی و.

سرچینې ویلي چې، په دغه موټر کې ۶۵ کسان سپاره وو چې، ټول یې ژوندي او روغ ژغورلي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دې موټر کې یو کس ورک او په اړه یې پلټنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...